fbpx

بېوزله تجار او قیمتي ملغلرې – کیسه!

ژباړه او زیاتونه: م. حمد الله دانشمند

کیسه کا: یو بډای وګړی و. پلار یې د ملغلرو او یاقوتو کارو بار کاوه. یاد وګړی له خپلو دوستانو او همځولو سره زیاته مینه لرله، هغوی به یې په ښو سوغاتونو نازول. هغوی هم ورته زیات احترام لاره د هغه یې بې ساري درناوی کاوه.

د و خت په تېرېدو یې د بخت او تخت کښتۍ په اوبو لاهو شوه، کورنۍ ته یې د نادارۍ او اړتیا را موخه شوه؛ پلار یې د تلپاتي کور و تل ته و کوچېد، له دې فاني او پاتې سره یې موخه ښه وکړه.

یاد بډای و ځان ته بوڼېږي: غم یې مکړه، ډېر دوستان او خواږه یاران لرې، له ټولو سره دي نېکي او احسان کړی؛ چې هر یوه ته ودرېږې هغه به دي هره اړتیا پوره کړي.

د یوه ډېر زړه ته ور نږدې خواږه ملګري کور ته یې موخه کړه، کوم چې یې هر څه پرې بایللي او خوړلي و. هغه اوس خورا بډای، د دنګې ماڼۍ او پر مختللي ژوند څښتن دی. د همدې ملګري د کور په لور یې موخه کړه، په دې تمه، چې هغلته به یو روزګار ومومي، یا به ورته د سمې لارې ښوونه وشي.

کله چې د هغه و اسمان څکې ماڼۍ ته ورسېد؛ نو د هغه له خادمانو او دروازه چیانو سره مخ شو. هغوی ته یې له خپل تېر ښایسته حالت نه پرده پورته کړه، د همدې ماڼۍ له څښتن سره یې د تېرې مینې او الفت راز هم را بر سېره کړ، په هغه کړي احسانونه یو – یو ورته بیان کړل. هغوی په بیړه خپل مالک، د یاد وګړي له ټول حالت نه خبر کړ. هغه په پټه د پردو تر ترڅ د پخواني دوست د لوېدلي حالت، څېرې جامو او پراګنده ویښتانو ننداره کوله، ویې نشو کړای، چې له هغه سره ملاقات وکړي! خادمانو ته یې کړه: هغه ته ووایه، چې زموږ مالک له چا سره د لیدو تکل نه لري.

هغه سپېره مخ، په وچو شونډو او ماته زړه د همدې بډای دوست له کور نه رخصت شو، یو امېل سوچونه یې د زخمي زړه په کور کې سره جرګه دي! سوو اسوېلو په سر اخیستی، له ملګرو او دوستانو سره په تېره مینه ځان ملامت لولي، خپل زړه ته وینا کوي څنګه زما مېړانې د چا دزړه په کور کې هیڅ درنښت و نه موند او…

لږ مزل یې کړی یا ډېر، د لارې په اوږدو کې له ۳ نا پېژانده او حیرت انګېزه وګړو سره مخ شو. داسې برېښېده، چې هغوی د یو څیز لټون کوي.

ورته یې کړه: اې قومه د څه لټون کوئ؟

هغوی ور غبرګه کړه: پلانکی د پلانکي زوی لټوو – د ده د پلار نوم یې یاد کړ.

ده ور ته کړه: هغه خو زما پلار دی، ښه مهال وړاندې له دې نړۍ نه وکوچېد!

هغوی په یاد خبر ډېره خواشني څرګنده کړه؛ د هغه مېړانه، سخا او ښه اخلاق یې یو – یو وستایل، په پای کې یې ورته کړه: ستا پلار د ملغلرو تجارت کاوه، د هغه له مونږ سره څه قیمتي مرجانان او ملغلرې امانت پرتې دي. یوه لویه کڅوړه یې را وویسته؛ هغه ته یې وسپارله، هغوی په بله موخه کړه. هغه یاده همیانۍ را واخیسته، هيڅ یې باور نشي، چې دا دي زه یم.

د همیانۍ څښتن اوس په دې فکر کې ده، چې چېرته به یادې ملغلرې او مرجان و پلوري؛ ځکه دومره ستر بډای په نږدو ښاریاتونو کې نه تر سترګو کېږي، چې یاد مرجان او ملغلرې وپېري. په همدې فکر کې روان دی، چې یوې لویې زړې بوډۍ – چې د بډاینې نښې له ورایه ترې ورېدې – ور غږ کړ: زویه! دلته ستا په ښار کې د قیمتي کاڼو، ملغلرو او مرجانو دکانونه چېرته دي؟ سړی په فکر او سوچ کې ودرېد، چې څومره قیمتي کاڼې به غواړي؟ هغې ور غبرګه کړه: چې ښه جوړ او ښایسته وي، څومره چې لوړ قیمت ولري، پېرم یې. هغه ور ته وویل: له ما سره د لوړې بیې، قیمتي ډبرې شتون لري؛ خو هغه مرجان دي. هغې ورته کړه: بس د همدې په لټه کې یم.

کله چې هغۀ، څه د نمونې په توګه له کڅوړې نه را و ایستو، هغې زړه پرې بایلود، ښه زیاته برخه یې ترې و پېروده، ورته یې وویل: که بیا را ستون شوې پاتې برخه به هم در نه وپېرم.

د سړي د بخت ستوری وځلېد؛ ورځ تر بلې یې حالت د ترقۍ او پر مختګ په حالت کې ده؛ نادارۍ او فقر ترې کډه وکړه؛ تجارت یې یو ځل بیا د ودې او نما پر لور و ترکېد؛ خورا به یې په شونډو نرمه موسکا خوره وه او…

ډېر مهال پس ورته همغه دوست او اشنای ور یاد شو، چې دی یې له دربار نه بې برخې شړلی و؛ نو یې لاندې دوه بیتونه ولیکل او هغه ته یې د چا په لاس ډالۍ کړل:

((صحبت قوما لئاما لا وفاء لهم..
يدعون بين الورى بالمكر والحيل..

كانوا يجلونني مذ كنت رب غنى ..
وحين افلست عدوني من الجهل ..))

ژباړه: له داسې بې کاره قوم او ټبر سره مل شوم، چې هيڅ وفا یې نه لرله. هغوی د خلکو په مینځ کې د مکر او حیلو په نوم پېژندل شوي دي.

هغوی زما ښه درناوی کاوه، چې کله زه د مال څښتن وم او شتمن وم. کله چې ناداره شوم؛ نو هغوی له ناپوهانو نه، ګڼلم.

یاد بیتونه یې چې کله و دوست ته ورسېدو؛ نو د کاغذ پر شا یې درې (۳) لاندېني بیتونه د ځواب په توګه ولیکل او ور ویې لېږل:

((أما الثلاثة قد وافوك من قِبَلي ..
ولم تكن سبباً الا من الحيل ..

أما من ابتاعت المرجان والدتي ..
وانت أنت أخي بل منتهى املي ..

وما طردناك من بخل ومن قلل ..
لكن خشينا عليك وقفة الخجل …))

ژباړه: هغو درو (۳) وګړو، چې تاته، زما له پلوه څه (د مرجانو همیانۍ) درکړل. نو هغه د حیلو له لامل نه پرته بل څه نه و.

له چانه چې زما مورې مرجان وپېرل؛ (هغه) ته یې. ته زما ورور یې او ته زما د هيلو محور یې.

مونږ (له خپل دربار نه) نه یې شړلی، د بخل او کمبوت له امله، لاکن مونږ وېرېدو په تا د خجالت (شرمندګۍ) له ولاړې نه.

د را لېږل شوو بیتونو خلاصه:

له بې ارزښته وګړو سره مې دوستي پیل کړه. هغوی په وفا هیڅ پوهېدل نه. هوکې! هغوی نه یواځې ما، بلکې نورو خلکو هم په مکر، حیلو او دسیسو پېژندل. د هغوی مینه، دوستي او الفت یواځې پر مال او مادي شتمنۍ را څرخېده؛ نو ځکه هغه مهال ما ته په درناوي ولاړ وو، چې زه شتمن او بډای وم؛ خو کله مې چې دنیوي ښکلا په اوبو لاهو شوه؛ نن را ته د ناپوه خطاب کوي.

د رالېږل شوو بیتونو د ځوابي بیتونو خلاصه:

ښاغلې! شاید ته نه یې پوی شوی، هغو درو (۳) وګړو چې ستا د پلار په مړینه اوښکې بهولې هغه زما سپارښتنه وه؛ کومه همیانۍ چې یې له قیمتي مرجانو نه، ډکه تاته وسپارله هغه زما وه؛ خو تاته مې د ریښتینې مینې او کړیو پیرزوینو له امله در ولېژله، باوري وم، چې زما له مخامخ درکړې به زهیر شې؛ نو دا دسیسه او حیله مې له همدې امله تر سره کړه، که په حیلو مې تورنه وې؛ نو په ریښتیا هم حیله ګر یم.

کومه ښځه، چې له تانه یې د قیمتي مرجانو کڅوړه (همیانۍ) په بیه واخیسته هغه زما مور وه.

ډېر ځورېدم – چې ته زما د ماڼۍ په دروازه کې په کوم بد حالت کې ولاړ وي – چې در سره ملاقات وکړم، ځکه هرو مرو به زما په ليدو – کتو ځورېدلی او خجل شوی وې، ورنه؟ د بخل، لویي او د دنیا د کمښت له امله درنه، نه پوټېدم.  پای

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د