شعـــــرونه

تازه غزل!

اسدالله غيرت

صاحبه! د چا درد محسوسولى شې کنه؟
صاحبه! څوک په زړه پورې نيولى شې کنه؟

صاحبه! مودې وشوې، چې صاحب رانه خفه دى
صاحبه! دا صاحب رضا کولى شې کنه؟

ګلابه! تنهايي مې درنه خوري بلا دې واخلم
ګلابه! تنهايۍ نه مې ساتلى شې کنه

ګلابه! کېنه مه کوه د مينې ضرورت دى
ګلابه! محبت تقسيمولى شې کنه؟

غيرته! دومره خلکو کې ما تاته سيمه راوړه
غيرته! زما اوښکې وچولى شې کنه؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x