طلایي آس یا کرایي قاتل

محمدآصف خواتی

د روان کال د اپریل په پنځمه مې پخپل وال کې لاندې پوست « د ستر مفکر ستر جګړه مار مرستیال به په نږدې راتلونکې کې هیواد ته راشي» خپور کړ. یوه دوست ددې پوست په هکله ویل چې د غني د واکمنی پر مهال هیواد ته د عبدالرشید دوستم بیا راستنیدل ناشوني دي.

اوس څرګنده شوله چې زما وړاندوینه سمه را وختله او دا دوست لکه نور زرګونه روڼ اندي تیروتی و. پدې هکله باید وویل شي چې زما وړاندوینه په اشغال شوو هیوادونو کې د اشغالګرو له تګلارو او کړنو او د جنرال دوستم په اړه دیوه امریکایي سناتور د څرګندونو څخه اوبه خوړلې. نوموړي سناتور خپل حکومت ته وړاندیز کړی و چې جنرال دوستم ته بلنه ورکړي امریکې ته راشي ځکه چې نوموړي ته اړتیا لرو.

په رښتیا سره اشغالګر د دوستم په څیر وګړو ته اړتیا لري. د همدې دوستم څخه هم شوروي اشغالګرو او هم امریکایي اشغالګرو ګټه پورته کړله او په راتلونکې کې به دهمدې زین شوي آس څخه دسیاست د ډګر هر ځان غوښتونکی سیاستوال او پردی ګټه پورته کړي، پدې آس به سپاره وي او دا ځواکمن آس به هغوي خپل هدف ته رسوي. بیله کومه شکه دوستم د امریکایانو د ارادې له مخې ترکیې ته دتبعیدي په توګه واستول شو چې پدې ډول مفکر په هغو روڼ اندو کې چې دسیاسي – ټولنیزو پیښو ظواهرو او یا هغو ته د خپلو سیاسي او عقیدتي باورونو له کړکۍ ګوري اعتبار او کریدیت ورکړي چې ګواکې مفکر جګړه ماران او زورواکان له ډګره باسي. خو دا ډله وګړي دې ته پام نه کوي چې ولې او د کومو اصولو له مخې ولسمشر دا ستر پردی پال جګړه مار د خپل مرستیال په توګه غوره کړ؟ هیڅ منطق دا نه مني چې یوه اکادمیکه څیره او متمدن سیاستوال! د یوه حرفوي قاتل او لنډغر سره ګډه ژبه پیدا کړي. یوازې د واک لیوني دې کار ته زړه خوښوي او یا دا چې د پردیو اشاره او اراده وي.

که چیرې سپینې ماڼۍ د امریکایي سناتور وړاندیز منلی وای چې دوستم امریکې ته دعوت کړي په امریکایانو دا شکونه لا ډیریدل چې د جګړه مارانو او قومي ټیکه دارانو سره پالي او هغوی تقویه کوي او هم د مفکر ظاهري استقلال تر پوښتنې لاندې راتله.

غوره یې دا وګڼله چې په هیواد کې مدیریت شوی کړکیچ چې هغه د جګړه مار نظام الدین قیصاري د نیولو سره تړاو لري رامنځته کړي ، په شمال کې اړې دوړې جوړې او د قیصاري د آزادیدو سربېره هیواد ته د دوستم د بیا راستنیدو غږ هم اوچت کړي . پدې ډول هغه بیرته هیواد ته راستون او خپل مقام تر لاسه کړي.

د سپینې ماڼۍ واکمنو پدې ډول په یوه غشي څو هدفونه وویشتل . خپل زین کړی آس یې بیرته خپلو سواریو ته چمتو کړ. غني ته یې هم اړین کریډیت ورکړ چې هغه د جګړه مارانو او زورواکانو خلاف دی خو کورني شرایط لا مساعدنه دي او موقتآ باید د جګړه مارانو سره جوړجاړی وکړي .

دریم دا چې هم افغانانو او هم نړیوالو ته وښيي چې افغان ولس پخپله دا جګړه ماران غواړي او پدې ډول دا ولس توهین او سپک کړي او وروستی دا چې د پښتنو او غیر پښتنو په نامه د افغان ولس ویشنې دملي ضد تبلیغاتو ته لاره هواره کړي. امریکایانو یو ځل د ملي یووالي د حکومت جوړولو ته د عبدالله عبدالله د ناندریو په تنظیمولو سره زمینه برابره کړه او دا ځل یې بیا په شمال کې د مدیریت شوي کړکیچ په تنظیم سره دوستم، دې خپل کرایي قاتل ته هیواد ته د راستنیدو لاره پرانیستله. د رسنیو په حواله د جولای په ۱۹ د امریکې سفیر د افغان چارواکو سره په کتنه کې چارواکي وهڅول چې دوستم بیرته هیواد ته راستون شي. څرنګه چې جان کیري د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو پریکړه وکړه او هغه مهال یې ګواکې ټاکنیز کړکیچ له منځه یووړ دا ځل دا ماموریت د امریکې سفیر درلود او بیله شکه د دوستم په راستنیدو سره به په شمال کې به روانې اړې دوړې پای ته ورسیږي. دې ته وایي مدیریت شوي کړکیچونه .

اوس به بیا افغانان د دې شاهدان وي چې د ارګ خیاطان د دوستم بیا راستنیدو ته ښکلې او رنګينې جامې ګنډي، فیسبوکي ډالر خواره به د زر کلن د هوښیارۍ د نویو کیسو لړۍ پیلوي، لنډغر پال به د جهاد او مقاومت د اتلانو ټولو ته څرګندو بابولالو ته په لاقوت ادامه ورکړي ، د قومي ټیکه دارانو د دکانو مشتریان به په کتارونو کې ولاړ وي او پردي پال سیاسي کارپوهان به د ګردي میزونو له لارې خپلې ملغلرې شیندي خو خوار ولس به د دې ملي ضد بهیر د نندارې او اوښکو تویولو سربېره د جګړه مارانو او زور واکانو خپلسري او زور زیاتي زغمي او د لوی څښتن څخه به د واکمن وحشت د پای ته رسېدو او د فاسدو او ظالمو چارواکو د شر، فساد او ناروا وو څخه د خلاصیدو دعاوې کوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمدرحیم
میلمه
احمدرحیم

محترم لیکلوال محمد آصف خواتی صاحب : موفق اوسی کامیابی دیي غواړم ،وایم لکه چه زما دزړه څخه خبر وی او یا دی ما سره مشوره کړی وی سل په سل درسره همنظره یم په زړه پوری او واقعیت باندی ولاړه لیکنه دی کړی، الله دی نور هم همداسی دمستدلی لیکنی توفیق او بریا درکړی.

شاه پسند
میلمه
شاه پسند

اصف جانه بالکل واقعيتونه دې لیکلي دي خوشحاله اوسئ