د آیرلینډ پر وړاندې سیالیو لپاره د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ زمری، ۱۳۹۷ل): د آیرلینډ پر وړاندې د یو ورځینو سیالیو لپاره د افغانستان شپاړس کسیزه او د شل اوریزو سیالیو لپاره څوارلس کسیزه ملي لوبډله اعلان شوه.

د افغانستان او آیرلینډ ترمنځ درې شل اوریزې او درې یو ورځنۍ سیالۍ به د آیرلینډ په کوربه توب د روان ۲۰۱۸م کال اګست میاشتې په شلمه نېټه پېل کیږي، چې لومړۍ به درې شل اوریزې په ۲۰م، ۲۲م او ۲۴مه نېټه ترسره کیږي، ورپسې به درې یو ورځنۍ په ۲۷م، ۲۹م او ۳۱مه نېټه ترسره کیږي.

لوبډله کې یوځل بیا په زړو لوبغاړو ډیر تمرکز شوی، چې میرویش اشرف په شل اوریزو سیالیو کې له اوږدې مودې وروسته راستنېدلی، او بې فامه احسان الله جنت او افتاب عالم ته یوځل بیا په یو ورځنیو سیالیو کې ځای ورکړل شوی دی.

د یو ورځنیو سیالیو لپاره ملي لوبډله په لاندې ډول ده:

محمد شهزاد، جاوید احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه، اصغر ستانکزی، سمیع الله شینواری، حشمت الله شاهدي، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، مجیب الرحمن، افتاب عالم، سید احمد شیرازد، دولت ځدراڼ او وفادار مومند شامل دي.

د احسان الله جنت په ګډون ګلبدین نایب او افتاب عالم هم په تېره نیږدې کې ښه نه دي ځلیدلي خو بیا هم لوبډله کې ځای ورکړل شوی دی.

د شل اوریزو سیالیو لپاره نومولړ په لاندې ډول دی:

محمد شهزاد، عثمان غني، حضرت لله ځاځی، شفیق الله شفق، اصغر ستانکزی، سمیع الله شینواری، میرویس اشرف، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، مجیب الرحمن، افتاب عالم او فرید ملک شامل دي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان لوبډله به آیرلینډ څخه له سیالیو وروسته په ستمبر میاشت کې د اسیا جام سیالیو کې چې په عربي اماراتو کې ترسره کیږي هم لوبې ترسره کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د