نظــر

اسلامي ا نقلاب اومسلمان

اسدالله رزین

د باطل د مخنیوي لپاره باطني ځواک ته له پناه ور وړلو چاره نسته. او سمدستي د غربي یلغار په وړاندي لاس نه را کوي. چې له کبله یی ډیری مسلمانانو منلې ده چې د غرب په وړاندي را وتل او دریدل لکه چې ممکن نه وي. او یا لیږ تر لیږه په ځان کې هغه شور او مستې نه ویني کومه چې د مقابلي، فتح او نوې نړۍ د تخلیق یا را منځ ته کیدو لپاره په کار وي.

روان حالت په ټوله اسلامي نړۍ کې د اوښتون منډې ترړې د هوا او اوبو په څیر حتمي او لازمي ګرزولې دي. او که مسلمان یادو هلو ځلو ته شا کړي،لکه چې په کار ده هغسې ور ؤ نه ګوري ، انساني او حیاتي ارزښت یی له نظره و غورزوي، نو بیا به یی مسلطه یا ګومارل سوې نړۍ دومره بدل کړي چې دغه شته بدلون به یی و یادیږي.

په نړۍ کې به د نورو انسانانو لپاره هم انقلاب ضروري وي، خو مسلمان له انقلابه پرته بله لاره نه لري. ځکه چې له انقلابه ما سوا د بندګي ژوند ناشونی او د مسلمان په توګه بیله بندګي ژوند کول د ننګ او شرم خبره ده.

ځني کسان انګیري چې انقلاب یوه نوې کلمه او نوی خیال او له اسلامه سره اړخ نه لګوي.

دا هغه دلیل دی کوم چې به د تصوف په باره کې هم له یوې خولې بلې ته لیږدیده چې: د اسلام په لومړیو کې تصوف یا د تصوف کلمه نه وه ، خو دا یی له یاده وتلې وه چې تصوف یو بی نومه حقیقت وو. او اوس د تصوف نوم سته او حقیقت یی ورک دی.

د انقلاب خبره هم کټ مټ د تصوف په څیر ده.

په صدر اسلام کې د انقلاب لپاره کوم نوم نه ؤ ځانګړی سوی. په دی معنی چې انقلاب بیله نو مه شتون لاره، خو اوس د انقلاب اصطلاح سته او د یادې اصطلاح ټول حقیقت او انقلابیت د لید او احساس له سیمې په کډه سوی دی. تردی کچې پورې چې سوسیا لستانو د انقلاب اصطلاح دارنګه وکاروله چې د هغې مفهوم یی ور بدل کړ. ځکه چې که د نړیوالو دینونو تاریخ ته ور وګورو بیله ځنډه به و مومو چې د نړیوالو دینونو تاریخ په دوو دلیلونو د انقلاب تاریخ دی.

یعنې انقلاب د یوه تصور د مکمل اثبات ، او د بل تصور د مکمل انکار نوم دی. او هر نبي د حق اظهار، اثبات او د باطل انکار کړی دی. لکه ابراهیم (ع) چې په ډاګه اعلان وکړ چې حق څه شی دی. او بیله کومې اندیښنې یی د نمرود د بادشاهي یا خدایی د بطلان اعلان وکړ. او همدغه رنګه موسی (ع) هم دحق د اثبات او باطل د انکار او تردید اعلان وکړ.

د نبي کریم (ص) د پاک سیرت درسونه هم را زده کوي چې حق څه شی، او د هغوی(ص) د مهال باطل څه شی او څوک وو.

سمه او اهمه خبره داده چې ټولو نبیانو او رسولانو (ع) هسې په تورو کې باطل ته ګوته ونه نیوله، بلکې هغوی(ع) د حق د غلبې او باطل د ازالې کړنیزي او ډاګیزي هلې ځلې او ستړې هم ګاللې دي. او کله هم د ځواک د عدم توازن له پوښتنې سره نه دي مخ سوي. او د ځواک د عدم توازن مسئله یی هډو مسئله نه جوړه کړې او نه یی هم بللې ده.

دا ر ښتیا ده چې ابراهیم (ع) یو جلیل القدره پیامبرؤ، خوپه دنیوي او امکانی ډګر کې یی ځواک د نمرود په وړاندي بیخې د پرتلې نه وو.

له نمرود سره حکومت وو، واک وو، لښکري وي، پریمانه مالي او پولي هستي وه جاهل قوم یی ترشا ولاړ وو. او په مقابل کې یی یوازي ابراهیم (ع) وو. چې بیله کومې بیرې او ځنډه یی مقابلې ته را ووت.

د فرعون مقابلې ته د موسی (ع) را وتل هم د امکاناتو له کبله د پرتلې نه وو. د محمد رسول الله(ص)په مبارکه زمانه کې هم حالت د هغوی(ص) د نبیانو (ع) وروڼو په څیر وو. هغوی (ص) هیڅ ډول مالي زیرمې، سیاسي او عسکري ځواک نه لاره چې د نړۍ د بدلولو ملا یی وتړله. او د بغاوت،جهالت او کرکو تر پولو اوښتې نړۍ یی د محبت او اخوت په داسې نړۍ بدله کړه چې تصور یی نه کیده.

د ټولو نبیانو (ع) شریک سنت وو چې تر ځان څو چنده پیاوړي ځواکونه به یی ګواښل او انسانیت ته به یی نجات ور کاوو.

یوه نبي هم له الله (ج) څخه دا غوښتنه په خوله نه ده را وړې چې له دښمن لوري سره حکومت ده، ماته حکومت راکړه ، له هغه سره مال او دولت ده، ما ته مال او دولت راکړه. له هغه سره قوم ده ما ته قوم راکړه. او کله چې دا هرڅه راکړئ بیا یی مقابلې ته ور وزم.

موږ او تا سي خو د بدر غزا ویلې ده چې هلته د فخر کائنات(ص) لښکر له افرادي او تسلیحاتي لورې قطعا د د ښمن لورې سره د پرتلې نه وو. یاد حقیقتونه را ښئ چې د اعلاء کلمة‌‌‌ الحق لپاره را وتلی انقلاب دومره مطمئن او مهم وي چې ظاهري اسباب بیخې ګوري نه. یعنې دارنګه بی پروا مخ ته درومئ لکه فتح چې ډیره نیژدي ور ښکاریږي.
را ځئ چې یو څه دځمکې پر مخ روانو حقیقتونو ته پخپل ټاټوبي ګران افغانستان، ګران فلسطین، ګرانې ترکیی او د نړۍ په هرګوټ کې د کفن پوښو ګرانو مجاهدینو بریاوو او شونتیا وو، او بل لورې ته د مسیحي صهیوني او یهودي صهیوني کفري نړیوال غلیم او په اسلامي نړۍ د تپل سويو او ګومارل سويو مزدورو سلاطینو او واکدارانو بریاوو او شونتیاوو ته مخ ور واړ وو. چې د پرتلې نه دي.
ورور!
هلته به په یوه یشتمه پیړۍ او د کمپیوټري نړۍ په مخ لید لوری یوازي او یووازي د الهي فرمان او اعلان: قل جاء الحق و زهق الباطل ان الباطل کان زهوقا.مصداق ووینئ چې مسلمان انسان ته ناببره د الحمد لله ویلو بلنه ور کوي. او هغه چاته چې حق نه وایی، له شیطاني لښکرو ډاریږي، ډالرو ته پړیږي،د غلام غلامي د خدای تر بندګي غوره ګني، خدای فرض کړی ، محمد(ص) کړی او حق جهاد ته فتنه وایی، او نور د تائید سرونه ور ته ښوروي د لعنت او توکي مخونه ور اړوي.
که یوڅه نور هم ځیر او غور پری وکړو ، نو خامخا به پوه سو چې تر طیبه کلیمې انقلابي او له معنی ډکه کلیمه نه مخ کې تخلیق سوې او نه به له دې ایسته تخلیق سي.
مبارکه د توحید کلیمه په خپله لومړۍ برخه: (لا اله) کې هرفردي، اجتماعي، حکومتي او په ټولو کائناتو کې شته د هر دروغجن خدای او د هغه له خدایی انکار او له منځه وړلو اعلان کوي. او کله چې بیا د دروغجنو خدایانو د انکار ناره د الهي عظمت د اعلان له منارو واوریدله سي بیا نو د (الا الله) په واسطه حقیقي خدای د ژوند په هره ذره او ګوښه د خپل جلال او رحمت سیوری غوړوي. او د کلیمې د دوهمې برخې (محمد رسول الله) په واسطه د رسول(ص) پاک ذات، سوچه او انسانیت ساز سیرت، نړیوال شریعت د ټولو خپل لاسي نظامونو د ړنګولو لپاره د انسان مخې ته راځي.

او ثابتوي چې په نړۍ کې تر اسلام د انقلابي ځواک تصور بیخي ناشونی دی

که انسان له دیني اصالته په اغیز کې د ژوند ډګر ته را ووزي هغه بیا نړۍ بدلولی او د دیني اصولو په چوکاټ کې یی اچولی سي. او که انساني ژوند له دنیوي اصالته په اغیز کې پیل او مخ ته ولاړ سي بیا دین بدلوي او پخپل رنګ کې یی رنګوي. بیا د د ین په بڼه کې دین میدان خالي کوي. او د کائناتو یوه بی اثره برخه جوړیږي، په انسان واک له لاسه ورکوي ، چې په دغه صورت کې بیا انسان، انسان نه پاته کیږي. او ژوند ژوند نه نومیږي.

له بده مرغه غرب یعنې (ټرمپ) دغو چې کومه نړۍ جوړه کړې، هغې انسان ته انسانیت او ژوند ته ژوند نه دی ور پری ایښی.

یو مهال دارنګه وو چې موږ د غرب له فلسفې سره مخامخ وو، او اوس بیا دغرب له تجربې سره مخامخ یو . له تجربې سره مقابله د فلسفې په پرتله ستونزمنه ځکه وي چې د تجربې په بڼه کې هغه زموږ په حکومت، سیاست ، مالي او عسکري ځواک، ټولنیز ژوند ، علومو، فنونو، رسنیو، لنډه دا چې زموږ په ټول ژوند خیټه اچوی. او موږ بیا د یو فرد، ډلې، قوم او حتی امت په بڼه کې داسي فکر کوو چې موږ خپله نړۍ نه لرو، او د غرب نړۍ زموږ نړۍ ده. او یا دا چې نړۍ باید دغسي و منو لکه چې ده. د بدلیدو کوشش یی نه دی په کار، بلکې په کار داده چې په نړۍ کې هسي د یو فرد پحیث د دین تر نامه لاندي د اوسیدو اجازه ترلاسه کړو. په دی معنی چې موږ د مسلمان پحیث ددی وړتیا نه لرو چې نړۍ بدله کړو. د دغه شعوری یا غیر شعوري احساس په ترځ کې انقلاب یوه منځ خالي ناره پاته کیږي. او پری د باور لرونکو شمیره روځ تر بلې کمیږي.

زموږ د دغه دیني شا ته تګ لپاره د ننګ او شرم الفاظ کفایت نه کوي. ځکه دارنګه دیني شعور نه انقلابي هیلې لري، نه د هلو ځلو همت لري، نه د طیبه کلیمې په معنویت پوهیږي، او د انبیاؤ(ع) له پاکو سنتو سره یی تړاو شلیدلی وي، خو په دی پوهیدل په کار دی چې دغه رنګه دیني احساس ته ور پیښه څه ده ؟

داسي معلومیږي چې شخصیت یی دغربي فرهنګ د بدو اغیزو په ترمږمیو کې له منځه تللی، ویشل سوی او یا داچې د نفاق په چولاوو کې سخت ټپې سوی دی.

موږ ظاهرا دینداره او باطنا د غرب د خوبونو او خیالونو په واک کې له واکه وتلي یو چې باطني ځواک نه دی را ته حاصل . شته حالت دارنګه خبرې کوي چې موږ دا ټول کمي‌، ذلتونه ، سپکې، ورکې او سپوري د تقدیر تر سرلیک لاندي منلې دي. او د غه خپلو دیني، فرهنګي او تاریخي موخو ته د رسیدو لپاره کافي بولو. په داسي حالت کې چې طیبه کلیمه دومره لوی حقیقت دی چې علمبرداران یی د ټولې کفري نړۍ په وړاندي د دریدو غیرت او وس لري. او یوازنی دلیل یی دا دی چې د حقیقي او یوه خدای منونکي نه له دروغجنو خدایانو ډاریږي. او نه هم د خپل لوی رب په وړاندي ګناه ته ور نیژدی کیږي. نه په ځان سپکه مني ، نه د خپل خدای او رسول، نه د خپل کتاب اوخپل فرهنګ او نه د خپل تاریخ سپکه منلی سي.

د شته مسلمانانو ستونزه له شته او ګومارل سوي حالته ویره ده چې بدلول یی ور ته ناممکن ښکاري.

د مسلمانانوواکداران ، سیاست پوهان او درباري ملایان ددی په ځای چې ولسونه له ګومارل سوي حالته کرکې ، نفرت او په وړاندي یی بغاوت او دریدو ته را و بولئ . د خدای له دښمنانوسره یی مینې ، د هغوی په شا او خوا طواف او هغوی ته په ګانډو کیدو ته یی را بولئ. په داسي حال کې چې د مسلمان سرلوړي او کمال په دی کې ده چې د خپل خدای، رسول(ص) او قرآنکریم په مننه او اطاعت کې و اوسي. او د محمد رسول الله(ص) د ویاړلي تاریخ او فرهنګ په ویاړنو کې چې د ویاړنو سټې دي، هغه چې انسان او انساني تاریخ یی بدل کړی. له دی کبله چې زموږ کړنیزې بیلګې او د رڼا منارې ټول انبیاء (ع) او په ځانګړي ډول سره د رسول الله(ص) را پاته پاک سیرت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x