fbpx

سيکولريزم په افغانستان کې

عبدالمنان څارن

د سيكولريزم ( Secularism ) تعريف يې په انسايكلوپېډيا بريټانيكا كي داسي كړى دى: Indifference to or rejection or exclusion of religion and religious considerations. يعني : سيكولريزم د دين يا ديني تفكر څخه آزادۍ يا د دين د نه منلو يا د مذهب او مذهبي اندونو له قيده وتلو ته وايي.

په نيو تهرډ ورلډ ډكشينري كي يې د سيكولريزم د تعريفولو په ترڅ كي څرګنده كړې ده چي: د ژوند يا د ژوند د ځانګړو چارو په اړه هغه چلند چي بنسټ يې پر دې خبره ولاړ وي چي په دين يا ديني چارو كي بايد حكومت څه دخل ونه لري. يا د حكومت نظام بايد له ديني چارو څخه قصداً ليري وساتل سي، چي موخه ځني د حكومت خالص لا ديني سياست دى. له آره ( په اصل كي ) دا د اخلاقو يو ټولنيز نظام دى چي بنسټ يې پر دې نقطۀ نظر ولاړ دى چي اوسنى ژوند او ټولنيز يو والى پر داسي كړنه او اخلاقي ارزښتونو ولاړ وي چي دين څه دخل پكښي ونه لري.

په عربي كي سيكولريزم ته ” العلمانية “ وايي او د ” الموسوعة الميسرة في الاديان و المذاهب المعاصرة“ په (٣٦٧) مخ كي وايي:” د سيكولريزم صحيح ژباړه ده : بې ديني يا له دينه پرته دنيوي چارو ته پاملرنه، په دې توګه د سيكولريزم معنا بې له دين څخه د ژوند تر سره كولو ته دعوت او بلنه ده او په سياست كي بې دينه حكومت ته ويل كيږي “.

په دې توګه د سيكولريزم معنا په پښتو بې ديني ده.

دغه راز د” الموسوعة الميسرة في الاديان و المذاهب المعاصرة “ په (٣٦٧)مخ كي ليكي : دغه دعوت په اروپا كي رامنځته سو او د پانګوالي ښكېلاك، د عيسوي تبليغ د تحريك او كمونيزم په مرسته د نړۍ په ګوټ ګوټ كي خپور سو. د ١٧٨٩م. كال د فرانسې تر ستر اوښتون ( انقلاب ) د مخه او وروسته ډېرو چارو او مسايلو د دې مسلك په ډېر پراخ خپرېدو كي او د هغه د لارو او افكارو په ډېرو غځېدو او غوړېدو كي اغېز درلود “.

د بې دينۍ د دغه مسلك پلي كوونكو او د هغو شعوري او بې شعوره لاسپوڅو اسلامي نړۍ د ستر ګواښ سره مخامخ كړې ده. د دغه شوم مذهب اثرات او اغېزي اوس د اسلامي نړۍ په كابو هر كور ، هر ښار او هره سيمه، په تېره په روزنيزو، ښوونيزو، تحصيلي او فرهنګي موسسو ، علمي او مدني اډانو، فكري او اخلاقي ساحو، ادبي او ژبنيو مسايلو، قوانينو او دولتي ادارو، پوځ، پوليسو او محاكمو، جنسي مسايلو، طبي اورشوګانو، اقتصادي او سوداګريزو چارو، خوښيو، مېلو، جشنونو، ودونو، مېلمستياوو، لنډه دا چي د ژوندانه او ټولني په ټولو اړخونو كي په څرګنده او له ورايه ښكاري.

اوس مهال ټول جيد اسلامي عالمان په غوڅه توګه دې پايلي ته رسېدلي دي چي سيكولريزم کفر بواح دی.

طاغوتي، جاهلي کافر نظام دی، په ټوله معنا د “لا إله إلا الله”. د شهادت سره په تعارض کي دی. او فتواوي پر ورکړه سوي دي چي سيکولريزم د الله او د هغه د پيغمبر سره مخالف کفري بهير دی او اسلامي هیوادونو او ټولنو ته يو ستر، بنسټيز او خطرناك جريان دی.(په دې هکله به په راتلونکې کي په يوه بېله مقاله کي رڼا واچوله سي).

له بده مرغه زموږ د خلکو په دې وروستيو غم لړلو کلونو او ګډوډ حالت کي دغه بدمرغه خوځښت زموږ په ګران اسلامي هيواد افغانستان کي هم د امريكا د مادي پال استکبار او نړۍ خور استعمار او د هغه د لوېديځو ملګرو له خوا د پراخي او بې مهاري آزادۍ په ور ته برابرولو سره په زور او زوږ د پوځ او ډالرو په مټ پر مخ بېول کيږي، وده ورکول کيږي او ګټه ځيني اوچتوي.

دغه مذهب د پايلو په اعتبار زموږ هيواد، خلکو او په تېره زموږ ځوانانو او ښځو ته دونه خطرناك دى چي اوس موږ ته په ټينګه او جدي توګه پر هغه باندي له سره غور، څېړنه او پا ور اړول ، د هغه له ناوړو عواقبو او تاوانونو څخه خبرېدل او د خپل ټول ځواك په را غونډولو سره د دغه شوم بهير په وړاندي درېدل زښته زياته اړينه چاره ګڼل كيږي.

د دغي شومی ښکارندي په اړه او په وړاندي چي د نړۍ او افغانستان د اسلامي عالمانو، ليکوالانو او پوهانو څه په وس وه تر سره کړي دي، خو متاسفانه هغو کسانو چي دنده يې د منکرو او ناوړو چارو په لاس او وسله بدلون ورکول دي د امريکې او نړيوال کفر ددې بې وسلې، خو اغېزمنو جګړه مارو پر ضد تقريباً هيڅ هم نه دي کړي، دا ځکه چي هغو دغه خطرناک عناصر لکه څنګه چي ښايي نه دي پېژندلي. خو په ګران هيواد افغانستان کي دغه عناصر دغسي بې مهاره پرېښوول ډېر بد عواقب لري. دا ځای يې نخښه په افغانستان کي به د امريکې د ښکېلاک البوشاکه لا هم نه وي پاته ، خو د دغو کسانو شتون او فعاليتونه به په ډول ډول بڼو او اشکالو روان وي او سختي ستونزي به رامنځ ته کړي، وما علينا الا البلاغ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د