پر افغاني دیوبند د سیکولر خفاشانو برید

قاري حبیب

د غزني له تاریخي ښاره چې مخ په قبله د کندهار په لویه لاره مزل پیل کړې، دنوغي او ناني له بازاره ورتېر به د لویې لارې په څنډه یوه خړه له سمینټو جوړه لوحه په مخه درشي. په دې لوحه لیکلي( نورالمدارس فاروقي) او ترې لاندې چپ اړخ ته د ګرځیدلو نښه ورکړل شوې ده. په همدې چپه لاس چې په نرۍ خامه لاره وګرځې له یو څه مزله وروسته به د سپیرې دښتې پر ټټر یوه لویه مدرسه په مخه درشي، چې همدا نور المدارس فاروقیه مدرسه ده، هغه مدرسه چې په علمي حلقو کې په (افغاني دیوبند) شهرت لري، ځکه په افغانستان کې یې داسې کردار اداء کړی لکه د هند په براعظمګي کې چې د دارالعلوم دیوبند څرنګه بارز نقش ترسره کړی و. نور المدارس له تیرو اتیا کلونو راهیسې د افغانستان په سطحه د بلې هرې مدرسې په نسبت ددیني علومو ډیر خدمت کړی او بااستعداده علمي کدرونه یې ټولنې ته وړاندې کړې دي.

نور المدارس مدرسه چې د ( حضرت صاحب) په مدرسه هم شهرت لري له اوس څخه اتیا کاله وړاندې په ۱۳۶۰ هجري قمري کال کې د کابل د قلعه جواد د حضرت صاحب نور المشائخ فضل عمر مجددي رحمت الله علیه لخوا تأسیس شوې ده. د معارف رسالې په حواله حضرت صاحب د دې مدرسې د افتتاح په وخت په خپله وینا کې داسې ویلي وو.

اساس تعلیمی نور المدارس بقرار ذیل است

اول :              علم القرآن

دوم :              علم الحدیث

سوم :            علوم شرعیه و باطنیه

چهارم :        علوم عقلیه و تجربیه

درین علوم شرط است که برای هر عصر تعلیم امت اسلامیه افغانستان که به آن حاجت دیده میشود،در نظر گرفته شود.اما حاکمیت قرآنی جنبۀ اولویت را دارا باشد. خاصتا استحکام خدا پرستی و امحای اعتقاد جهانسوز دهریت مد نظر گرفته شود. این اساس تعلیمی و ناقابل تبدیل در هر عصر و هر زمان. باب درس، نظام تعلیم و صورت تربیه بر همین اساس اسلامی و تمدن معنوی با در نظر گرفتن حیات مادی اسلامی ترتیب داده خواهد شد)

هغه وخت چې په افغانستان کې منظمي دیني مدرسې نه  وې او یوازې کلیوالې حجرې او درسونه وو، نور المدارس مدرسې په خپل ځانګړي او ابتکار نظم او نصاب سره یو ستر علمي انقلاب آغاز کړ. نور المدارس مدرسه لکه څنګه چې د تدریسي نصاب له اړخه بې سارې وه د درسي نظم له اړخه یې هم نوښت درلود، هغه دا چې مدرسه په څوارلس صنفونو ویشل شوې وه،له لومړنیو شپږو صنفونو څخه له فراغت وروسته به طالب ته د ابتدائیې د فراغت معادل بری لیک ورکول کیده، ورپسې تر دوولسم پورې شپږو صنفونو کې فنون لوستل کیدل، دیارلسم او څوارلسم صنف د احادیثو او تفسیر دورو ته خاص شوي وو او له څوارلسم صنف څخه په فراغت سره به طالب العلم ته د فضیلت دستار ور په سر کیده او د فراغت شهادتنامه به ورکول کیدله چې په رسمي کچه یې د بکلوریا د سند اعتبار درلود، په وروستیو کلونوکې د مدرسې مشرتابه د لوړو زده کړو نصاب یو کال نور هم زیات کړ چې ورسره دمدرسې ټول صنفونه پنځلس شول.مدرسې په کال کې دوه امتحانانو درلودل چې د یخو سیمو د ښوونځیو په شان په حمل میاشت کې شروع کیدله او د مني په وروستۍ میاشت کې یې درسي کال پای ته رسیده.

دا مدرسه چې تراوسه ودانه ده او د اتیا کلن علمي خدمت ویاړ لري  له هیڅ حکومت یا سیاسي جهت سره تړاو نلري،بلکې د خلکو په مرستو چلیږي، د غزني، زابل، پکتیا، پکتیکا او شاوخوا نورو سیمو خلک د اعانې په نوم هر کال د مدرسې عاملینو ته  غنم،اوړه، کشمش او یا نغدې پیسې ورکوي. چې له همدې پيسو د استادانو د معاش او لیلیه طالبانو د خرڅ خوراک مصارف پوره کیږي.د دې مدرسې بنیاد په همدې اصل استوار دی چې باید د عامو خلکو په مرسته وچلیږي له همدې امله خو حتی د طالبانو د واکمنۍ په مهال هم مدرسې د امارت لخوا مالي کومک نه قبلاوه او خپل استقلال یې خوندي ساته.

نور المدارس مدرسه په تیر اتیا کلن عمر کې یو ځل د روسي تاړاک په مهال بنده شوه چې استادانو او یو شمیر شاګردانو یې د هجرت په مهال د جنوبي وزیرستان د واڼه په زیړي نور کمپ کې د ضیاء المدارس په نوم متبادله مدرسه جوړه کړه. خو د جهاد له بریا وروسته بیرته مدرسه فعاله شوه. د امریکایانو له یرغل وروسته په لومړیو کلونو کې د امنیتي ملحوظاتو له امله په مدرسه کې مشرانو طالبانو ته ځای نه ورکول کیده یوازې ماشومانو په کې ابتدائي درسونه لوستل. خو په ۱۳۹۰ لمریز کال کې دغه مدرسه له هغه وروسته یو ځل بیا د پخوا په شان پرانیستل شوه چې د غزني والي موسی خان اکبرزاده د مدرسې مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې په مدرسه به د حکومت له اړخه غرض نه کیږي. په دې ډول د مدرسې په ټولو صنفونو کې طالبانو ته داخله ورکول شوه او تر لویې دورې پورې په کې درسونه له سره پیل شول.

په تیرو څو کلونو کې مدرسې په نورمال شکل خپل تدریسي فعالیت جاري ساته، دا مدرسه که څه هم د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې ده، مګر طالبانو نه دمدرسې په چارو کې مداخله کوله او نه هم کوم مسلح طالب اجازه درلوده چې مدرسې ته ورشي. مدرسې د پخوا په شان یوازې علمي او د تصوف او عرفان په برخه کې خپل خدمت جاري ساته او هر کال یې لسګونه د علم او عرفان په زیور سمبال ځوانان ټولنې ته وړاندې کول.

د ډیر تأسف وړ خبره دا ده چې تیره شپه ( د اسد دریمه) له کابل څخه د ځانګړو ځواکونو په نوم پټ مخي ټوپکیان راغلي او په دې تاریخي مدرسه یې برید کړی، په داسې حال کې چې د قرآن حافظان او احادیثو او دیني کتابونو شاګردان له یوې ستړې تعلیمي ورځې وروسته په درانه خوب ویده وو ناڅاپه ورباندې د دموکراسۍ تورمخو ټوپکیانو برید کړی دی. هغه مدرسه چې آتیا کاله د قال الله او قال الرسول په زمزمو پالل شوې، هغه مسجد چې د زرګونو صوفیانو، بزرګانو او اولیاوو دذکر او مراقبو ځای و او د مدرسې هغه صنفونه چې اتیا کاله یې یوازې د قرآني علومو او محمدي اخلاقو د تشهیر او خپرولو خدمت کړی دی. له کابله راغلیو ټوپکیانو یې حرمت تر پښو لاندې کړ، دمدرسې ښیښې یې ماتې کړې،د مدرسې کتابونو او نورو توکو ته یې زیان واړاوه، او بیا یي ۴۵ تنه د مدرسې شریف او متدین طالبان د خپلې روحاني مور ( مدرسې) له تودې غیږې پاڅول، لاسونه یې تر شا وروتړل او په نامعلوم لورې یې له ځان سره یووړل.

موږ دا پوښتنه کوو چې اې د کابل چارواکو! اې اشرف غني، عبدالله او نورو بلاوو. آیا دغه اوولس کلن وحشت چې ترسره شوی او لا روان دی، کافي نه و چې اوس مو دغه د علم او عرفان بې دفاع جونګړه هم د خپل اذیت هدف وګرځوله؟ آیا د قران او حدیث په بې دفاع زده کوونکو لاس پورته کول او بیا یي معصومو منګولو ته زولنې اچول دمیړانې کار دی چې تاسو وکړ؟

بې له شکه چې تاسو په دې عمل سره مخامخ د دین په شعائرو بریدوکړ، جومات، مدرسه،دارالحدیث، خانقاه، عالمان او دیني طالبان پر ځمکې دمحمدي دین نښې دي چې تاسو یې بیګاه توهین او تحقیر وکړ، تاسو د خدای د دین شعائرو ته په سپکه وکتل نو په دې پوه شئ چې الله تعالی به مو زرترزره نور هم سپک او له دې وطن څخه ورک کړي. ځکه الله تعالی د نبي علیه السلام په توسط دغه اعلان کړی دی چې ( من عادی لي ولیا فقد آذنته بالحرب. .  الحدیث) الله تعالی وایي څوک چې زما له دوستانو سره دښمني کوي نو زما لخوا ورته د جنګ اعلان دی.

د دموکراسۍ او سیکولرزم خفاشانو! تاسو د خدای له دین او دوستانو سره دښمني وکړه. تاسو د دین شعائر پایمال کړل نو د منتقم رب انتقام ته هم منتظر اوسئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د