لوګر کې ټول تړل شوي ښوونځي پرانیستل شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳زمري، ۱۳۹۷ل): د پوهنې وزارت چارواکي وايي په لوګر کې ټول تړل شوي ښوونځي يې د قومي مخورو او علماءکرامو په هڅو بېرته پرانیستي دي.

له دې وزارت خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې لوګر کې ټول ۱۰۳ ښوونځي تړل شوي و، چې د نجونو او هلکانو د ښوونځيو په ګډون ټول بېرته پرانیستل شول.

د اعلاميې له مخې په دې برخه کې قومي مشرانو، د ولایتي شورا غړو، علماءکرامو او د پوهنې ریاست مسؤلینو هڅې کړې دي.

دا ښوونځي چې د څلورنیمې میاشتنیو ازموینو په پیل کې تړل شوي و، ازموینې يې نن بېرته پیل شوې.

دغه ښوونځي چې د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې پکې شاوخوا ۴۹ زره تنه نجونې او هلکان زده کړې کوي، ډېری يې په محمداغه ولسوالۍ کې دي.

د سیمې اوسېدونکو ویلي و، چې ښوونځي طالبانو تړلي و، چې دولت يې د ستونزې تر هواري پورې ټول رسماً رخصت اعلان کړل، خو طالبانو په لوګر کې د دوی له لوري د ښوونځيو تړل تایید نه کړل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د