fbpx
تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې، د ګډ حکومت يو مشر، د رايې اچونې په مهال

نعیم لالی: په درغلۍ راغلی حکومت؛ پاکې ټاکنې نه شي کولی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳زمري، ۱۳۹۷ل): په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی نعیم لالی وايي، په درغلیو راغلی حکومت پاکې ټاکنې نه شي کولی.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د امنیتي موضوعاتو تر څنګ د ټاکنو پر شفافیت هم بحث وشو.

وړمه ورځ اجراییه رییس د وزیرانو شورا ناسته کې وویل، چې د ټاکنو کمیسیون باید د ولسمشریزو ټاکنو نېټه هم اعلان کړي او ټینګار يې وکړ چې دوی شفافي ټاکنې غواړي.

د ولسي جرګې غړو تېرې درغلۍ بیا را تازه کړې او ويې ویل، چې د نوم لیکنې په پروسه کې جعلي تذکرې هم وېشل شوې دي.

د هرات استازي خلیل احمد شهید زاده وویل، ښه به وي چې نړیواله ټولنه او د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر ټاکنو جدي څارنه وکړي.

د غزني د خلکو استازي خداداد عرفاني وویل چې حکومت په مرکز کې د شفافو ټاکنو سینه نه شي ډبولی، په غزني کې يې پر حوزوي کېدو سربېره هیڅ امکان نه لري چې شفافیت ولري.

هغه وویل که څه هم حکومت د غزني ټاکنیزه حوزه په استثنايي ډول پر دریو حوزو ووېشله، خو دا يې په لوی لاس هلته مېشت قومونه یو د بل پر وړاندې سره ودرول.

ټاکل شوې ده، پارلماني او د ولسوالیو شوراګانې ټاکنې د تلې په ۲۸مه ترسره شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

اُف،
نعیم لالی خپله ددې مردار ډنډ نه را جلا شوې یوه مُرداره کرښه ده ، بناً حق نلری چه دا غوونکی غُول تر خوله راوباسی.سر تر پایه نورو همکارانو غوندی په فساد کی ډوب دی.
چه پر تراوو ( تراویح) هم ولاړ وی د سړی د کوم بل مسجد د بوټو د غله شک پر راځی، شک څه چه یقین ئې کیږی.