fbpx

طالبانو له نی نه «جدي وضاحت» غوښتی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳زمري، ۱۳۹۷ل): طالبانو په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو د ملاتړ ادارې «نی»؛ له مسؤلینو د هغوی د څرګندونو «جدي وضاحت» غوښتی دی.

د طالبانو فرهنګي کمیسیون وروسته له هغه د نی ادارې په نوم وضاحت غوښتنه خپره کړه، چې د دې ادارې مسؤلینو په ځینو ولایتونو کې د طالبانو له لوري د اف ام راډیوګانو د بندیز غوښتنه وکړه.

نی چې د رسنیو د ملاتړ اداره بلل کېږي، د طالبانو رسنۍ له دې امله بندول غواړي چې د دوی په وینا يې د طالب سرتېرو په شمېر کې ډېروالی لري او هغوی ته تبلیغاتي وسیله کېدای شي.

د طالبانو فرهنګي کمیسیون «د نی له ادارې څخه د وضاحت غوښتنه» تر سرلیک لاندې له «نی» څخه غوښتي چې د خپلو څرګندونو وضاحت وکړي.

«د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ کونکې ادارې (نی) لخوا په خپل رسمي سايټ کې یو خبر خپور شوی چې په کې راغلي دي، (د نی دفتر د مخابراتو له وزارت څخه په تکرار سره غواړي د طالبانو رادیو ته د فعالیت اجازه ورنه کړي)، همدا راز د دغې ادارې مشر مجیب خلوتګر ته انديښنه پيداشوې او ویلي دي چې د شریعت غږ رادیو د جلب او جذب په کار کې مجاهدینو ته ګټه رسوي او باید بنده شي.»

د فرهنګي کمیسیون په دې وضاحت غوښتنه کې په پای په ګواښمن انداز لیکل شوي، چې که نی د خپلو څرګندونو «جدي وضاحت» ونه کړي، نو د وروسته عواقبو مسؤلیت به يې پر خپله غاړه وي.

دوی یادونه کړې چې «پوره اوولس کاله پریمانه رسنۍ د امریکايي اشغالګرو سره په څنګ کې د افغان ولس په مقابل کې سړه جګړه پر مخ وړي، اسلامي ارزښتونه ځپي، فحشاء خپروي» خو په مقبال کې يې «مجاهدینو له زغم نه کار اخستی او همیشه یې د اصلاح توصیه ورته کړې.»

د دې وضاحت غوښتنې په پای کې راغلي: «د نی ادارې لخوا د پورته غیر منطقي او دښمنانه غوښتنې له اعلان څخه وروسته د اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمیسیون د نی له دفتر څخه د دې غوښتنې او د هغو د علتونو په اړه په جدي توګه وضاحت غواړي، که چیرې نی د خپل دغه عمل منطقي وضاحت ورنه کړي، د وروسته هر ډول تصامیمو مسئولیت به يې پخپله غاړه وي.»

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

دغسی مو پام مضرو گوډاګیانو ته هم واړوی.

عبدالمنان څارن
میلمه
عبدالمنان څارن

ګران ورور غوربندي صاحب ښه مو ورته ويلي دي. دوی خپل ټول پام د افغانو عسکرو وژلو ته اړولی دی، د هغو کسانو وژلو ته چي له ډېري بې کارۍ او له وچه مجبوريته، په داسي حال کي چي د خپل دې کار په اړه د اسلام له احکامو هیڅ نه دي خبر او عوام کالانعام باله سي دې کار ته زړونه ښه کړي دي. يا دوی داسي کارونه کوي چي د يوې شپږي لپاره بسته پوستين اور ته واچوي (زياتره داسي پېښيږي په شپږه هيڅ ونه کړي او يا د دوی د دغسي کارونو له امله په سل کي… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

زه ستاسو له فرمودی سره سل په سلو کی موافق یم