سمیع الله شینواري په کورنۍ سیالیو کې ۱۹۲ منډې جوړې کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ زمری، ۱۳۹۷ل) د افغانستان په کورني سیالیو کې د سپین غر لوبډلې تکړه توپوهونکي سمیع الله شینواري په زړه پورې ‍۱۹۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د غازي امان الله خان په یو ورځنیو سیالیو کې د ملي لوبډلې تکړه هر اړخیز لوبغاړي سمیع الله شینواري د امو ریجن لوبډلې پر وړاندې په هدف پوره کولو کې د ۱۱ شپږیزو او ۱۶ څلوریزو په مرسته په ۱۲۳ توپونو ۱۹۲ منډې جوړې کړې او تر پایه ونه سوځېد.

دغه سیالۍ په کابل لوبغالي کې ترسره شوه چې په کې امو ریجن لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ۵۰ اورونو کې یې ۳۴۶ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا نثار وحدت ۱۰۱ او میرویس اشرف ۷۹ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د سپين غر لوبډلې لخوا سمیع الله شینواري د هدف پوره کولو کې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې په یوازې ځان یې ۱۹۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او ټاکلی هدف یې په وروستي اور کې پوره کړ.

نوموړی د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، له دې وړاندې هم سمیع الله شینواري په کورني سیالیو کې د خپلې لوبډلې لپاره په توپوهنه کې ښه ځلیدلی، اوسمهال د نوموړي لوبډله په پنځه سیالیو کټلو سره د سوپر سیکس پړاو په لومړي سر کې ده.

د یادونې وړ ده چې افغانستان ملي لوبډلې نن چهارشنبه آیرلینډ لوبډلې پر وړاندې د شل اوریزو او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه چې سمیع الله شینواري د دواړو لوبډلو په نوملړ کې راغلی.