fbpx

طالبانو یو اربکی قومندان وژلی او ۱۰ يې ژوندي نیولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۳زمري، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي غور ولایت کې د دوی پر کمین ور برابر شوي ۱۰ اربکیان يې ژوندي نیولي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دغه اربکیان د چهارسدې ولسوالۍ په پای بیشه سیمه کې د دوی ګوتو ته ورغلل.

خبرپاڼه لیکي، په یاده سیمه کې «۱۰ تنه مزدور اربکیان د کمین په ترځ کې ژوندي ونیول شول اوقضیه یې د اسلامي امارت شرعي محکمې ته وسپارله.»

هم مهاله د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې د اربکیانو عمومي مالي مسؤل د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

طلامحمد؛ چې شاجوی ولسوالۍ کې يې د اربکیانو مشري پر غاړه لرله، نن غرمه مهال د شاجوی بازار ته څېرمه د طالب سرتېرو په برید کې ووژل شو.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دغه برید چې نن بازار ته څېرمه کلاخېلو سیمه کې وشو، طلامحمد د هغه له دوو ساتونکو سره پکې ووژل شو.

د زابل ځايي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي، دا په داسې حال کې دی چې وړمه ورځ طالبانو د زابل د اتغر ولسوالۍ د نیولو خبر هم ورکړ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د