د نن سرلیکنه

دیني مدارس ولي په نښه کیږي؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د خبري رسنیو په حواله تیره شپه امریکايي ځواکونو د غزني په ولایت کې د هیواد په کچه مشهوره مدرسه نورالمدارس (فاروقي) د یوه پوځي برید په ترڅ کې په نښه کړه چې له امله یې دری تنه ولسي وګړي وژلي او خواوشا ۴۵ تنه د مدرسې زده کوونکي یې له ځانه سره وړي دي.

په تیره یوه اونۍ کې دا دریم ښوونیز مرکز دی چې د امریکايي ځواکونو لخوا په نښه کیږي او بیايي مسؤلیت داخلي ځواکونه په غاړه اخلي او د په نښه کولو لپاره يي نامعقول توجیهات ارائه کوي.

د امریکايي ځواکونو لخوا د مدارسو، مساجدو او ښوونیزو مرکزونو په نښه کولو تر هغه وروسته زور واخیست چې د جدي او مکي په غونډو کې د برخوالو لخوا د افغانستان روانه جګړه بین الافغاني نا مشروع جګړه وبلل شوه.

نورالمدارس فاروقي د افغانستان په کچه تر ټولو مشهوره غیر دولتي مدرسه ده چې د هیواد په علمي او دعوتي تاریخ کې (۸۰) کلنه سابقه لري او مؤسسینو، فارغینو او زده کوونکو یې له انګریزې ښکیلاکه نیولې تر شوروي یرغل پوري د افغانستان د استقلال او خپلواکي په جهادي مبارزو کې فعاله ونډه لرلې ده.

نن سره له دې چې په کابل کې د علماوو په نوم شورا د افغانستان روان مقاومت بین الافغاني جګړه بولي خو د دې جګړې اصلي پیلوونکي او تمویلونکي امریکایان د شوروي سره پوځي ځواکونو په څیر د نورالمدارس په شموال دهیواد دیني مدارس په نښه کوي او مسلمان زده کوونکي یې یا شهیدان او یا هم بندیانوي.

نورالمدارس فاروقي تر کمونیستي کودتا څو میاشتې وروسته همدا ډول د وخت د ملحدو واکمنانو لخوا محاصره او په لسګونو ښوونکي او زده کوونکي یواځې د دیني زده کړو د تحصل په جرم بندیان کړل شول.

نن د امریکايي یرغل په مهال بیا هماغه پیښه تکرار او دا ځل د امریکايي ځواکونو لخوا نورالمدارس په نښه او معصوم زده کوونکي یې همداسې په توره شپه له درسي صنفونو څخه د زندان په لوري بوتلل شول.

اصلا امریکایان غواړي د دیني مدارسو په نښه کولو سره مقابل لوری (طالبان ) مجبور کړي چې هغوی هم په بالمثل ډول هغه تعلیمي مراکز په نښه کړي چې د هیواد په لویو ښارونو کې د دولت تر واکمنۍ لاندې دي چې په دې سره به په مجموع کې افغان ولس هم له دیني تعلیمي مراکزو او هم له عصري هغو څخه بي برخې شي.

کومو ښاغليو چې د دولت په استازیتوب یې د جدي او مکي په غونډو کې د علماوو په نوم ګډون کړی و هغوی ته په افغانستان کې د نورالمدارس فاروقي علمي او ټولنیز حیثیت معلوم دی ، هغوی باید د دوي په اصطلاح د افغاني جګړې بهرني ممولین او مجهزین په دې پوه کړي چې دیني مدارس د افغانانو لپاره سرې کرښې دي چې نه باید د امریکایان په شمول هیڅوک تر دغو سرو کرښو تجاوز وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx