fbpx

پاکستان: ټولټاکنو کې د عمران خان تحریک انصاف ګوند مخکې دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۳زمری ۱۳۹۷ل):  د ماښام په وخت 7 بجې د رایو شمېرنه پیل شوي چې تر دا مهال د شپې څه کم 12 بجو پوري لا دوام لري، خو د انتخاباتو لمړني او غیر رسمي پایلې ښيی چې د عمران خان په مشرۍ د (تحریک انصاف) ګوند له نورو نه وړاندي دی.

ورپسي مسلم لیګ ن، بیا پیپلز او ورپسي د مذهبي ګوندونو اتحاد (متحده مجلس عمل)  دي.

که څه هم تراوسه پورې لا ټولي رایې نه دي شمیرل شوي، او نه د شمېرل شویو رایو نتایج په رسمي ډول اعلان شوي؛ خو د انصاف ګوند پلویان د هیواد په مختلفو برخو کې جشنونه لمانځي او وایی چې بریا یې ترلاسه کړي، مګر نور اکثر ګوندونه د شدیدي درغلي تورونه لګوي.

د پاکستان د ملي اسامبلې لپاره ټولي 272 څوکیو باندي رایه اچونه شوي چې تراوسه د 266 څوکیو رایه شمېرل شوي خو نتایج یې په غیر رسمي ډول رسنۍ خپروي.

په دې کې ښودل کیږي چې د عمران خان ګوند 105، مسلم لیګ نون 71 پیپلزګوند 39، آزادوکاندیدانو 18 او متحده مجلس عمل 12 څوکۍ خپلي کړي دي.

خو د پاکستان نور سیاسي ګوندونه د مسلم لیګ نون ، پیپلز ګوند، ایم کیو ایم او د عوامي نیشنل ګوند تور لګوي چې په ټاکنو کې پراخه درغلي شوي ده.

اخوا د پښتون ملت پاله ګوند (پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ) مشر محمود خان اڅکزي هم تور لګولی چې د هغه د ګوند د پلویانو ووټونه د امنیتي ځواکونو په موجودیت کې د مخالف کاندید په حق کې په زوره کارول شوي.

د مسلم لیګ نون ګوند کاندیدانو تور لګولی دی چې د رایو د شمیر په وخت د هغوي کسان نه دې پریښودل شوي او د تحریک انصاف ګوند د بري لپاره په څرګنده هڅي کیږي.

د ټولټاکنو نه وړاندې په پاکستان کې دا ګنګوسي وي چې په ټاکنو کې د درغلۍ شونتیا زیاته ده، زیاترو سیاسي ګوندونو اؤ څیړونکو اټکل کاوه چې په ټاکنو کې د یوه ګوند اقتدار ته د رسولو هڅې روانې دي. چې اشاره یې د پوځ او استخباراتي ادارو له لوري د عمران خان د ګوند بریالي کیدلو ته وه.

خو د ټولټاکنو خپلواک کمیسون ویلي چې هیچا ته به د درغلۍ او ټګۍ اجازه ورنکړي.

د انتخاباتي مراکزو د ساتني په موخه څه باندي درې لکه پوځیان ګمارل او هغوی ته زیات اختیارات ورکول هم د نورو سیاستوالو لپاره د تشویش او اعتراض وړ خبره وه.

د پاکستان د آساسي قانون له مخي هغه څوک صدراعظم کیدلای شي چې ګوند یې د ملي اسامبلي له 272 څوکیو نه 171 څوکۍ خپلي کړي. که یې څوکۍ تر دې شمېري کمي وي، هغه بیا مجبور دی چې له نورو وړو ګوندونو سره به اتئتلاف کوي او د څوکیو په تناسب بیا حکومت جوړولای شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

پاکستان د اسلام د نوم لاندیی له اوله غلام او سیمه کی د اسراییلو حیثیت لری چارواکی یی لندن کی زیږیدلی، غلامان روزل شوی او بیلونر شوی، د عمران خان په شمول لمانځه په ویلو او کولو خبر نه دی، د انګریزانو حرام ورته حرام او حلال ورته حلال ښکاری او …. مګر یو توپیر چه د عمران خان سره لری هغه دا چه د عمران خان دا لمړی ځل دی چه تر نورو دمخه او حکومت کی به تر ټولو لمړی مقام ولری له هغه وروسته به ګورو چه دی هم د نورو په شان سل په سلو کی… نور لوستل »