fbpx

کابل: د صفر یو قطعې پر ځواکونو موټر بم برید شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴زمري، ۱۳۹۷ل): د کابل په لوېدیځ کې د صفر یو قطعې ځواکونه په کمپنۍ سیمه کې د سرتېري برید ښکار شول.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاد حشمت ستانکزی وايي پېښه نن سهار شاخوا پنځه بجې د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند کمپنۍ سیمه کې وشوه.

هغه وايي د صفر یو قطعې څلور عسکر پکې وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

طالبانو د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي، د دوی سرتېري احمد غزنوي د صفر یو قطعې د ځواکونو له موټریز کاروان سره خپل له چاودېدونکو توکو ډک موټر جنګولی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې دغه ځواکونه د کمپنۍ باغ داود سیمه کې د دوی د سرتېري تر هدف لاندې راغلل.

هغه د تلفاتو اړوند دقیق څه نه دي ويلي، خو ويلي يې دي چې ګڼو عسکرو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

تېره شپه د میدان وردګ ولایت اړوند دراني سیمه کې هم د صفر یو قطعې پر ځواکونو د طالبانو له لوري سرتېری برید وشو، چې طالبانو يې د پراخې مرګ ـ ژوبلې خبر ورکړ.

د صفر یو قطعې ځواکونه وروسته له هغه د طالبانو تر برید لاندې راځي، چې په پکتیا، لوګر او ننګرهار کې يې پرلپسې هوايي بریدونو کې ملکي ځایونه په نښه کړل او تازه يې وړمه ورځ غزني کې پر یوه دیني مدرسه چاپه ووهله او ۴۵ طالبان له کتابونو تر زندانونو ورسول.

دا په داسې حال کې دی چې وړمه ورځ کابل ښار پرلپسې د اوو راکټونو شاهد هم و، چې د ولسي جرګې اندېښنې يې هم را وپارولې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د