افغانستان

«د افغانستان ژغورنې ایتلاف» رسماً پرانیستل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴زمري، ۱۳۹۷ل): کابل کې د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې دریو ګوندونو د افغانستان ژغورنې ایتلاف په نوم یو ګډ حرکت اعلان کړ.

دغه حرکت چې د جنبش، وحدت او جمعیت ګوندونو ګډوله دی، نن رسماُ خپل موجودیت اعلان کړ.

په دې مراسمو کې د جمعیت ګوند اجراییه مشر عطامحمد نور حکومت ناکام او د ولس په ځورولو او وژلو کې پړ وباله.

هغه وویل د حکومت د امنیتي او نظامي کمزورۍ له امله په هېواد کې د وینو سیلابونه روان دي.

عطامحمد نور د ټاکنو اړوند هم د ګوندونو د طرحې هرکلی وکړ او په نړیوالې ټولنې يې هم غږ وکړ، چې د حکومت پر ځای دې د ولس لوری ونیسي.

نور وویل د دې ګډ ایتلاف کړنلاره به وروسته شریکه کړي.

څه موده وړاندې د دې ایتلاف غیر رسمي اعلان شوی و، خو له ترکیې نه د جنرال دوستم له راتګ وروسته يې نن رسماً پرانیسته وشوه.

په دې غونډه کې د یادو ګوندونو د پلویانو تر څنګ د ګڼو ګوندونو مشران او پلویان برخه وال دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

دا ټول د ګران هيواد افغانستان ورانوونکي او لوټوونکي او زموږ د پتمنو، خو بې غاوره خلکو وژونکي او خواروونکي او د پردو کافرو غليمانو ګوډاګيان، تالۍ څټي او مزدوران دي. ښايي خو دا چي دا جنايتکاران محاکمه سي او هر يوه ته د خپلو بدو کړنو سزاوي ورکړه سي، خو له بده شامته دغه دی دغسي ښاغلي اوسي. بې وزلي، مجبور، له اسلامي شعوره بې برخي او غولول سوي عسکر او د اسلام او وطن مدافعين او عام ولسي خلک،واړه، زاړه، ښځي او ماشومان هره ورځ په سلګونو وژل کيږي، خو دغه داړه ماران هيڅ بلا نه وهي. هره… نور لوستل »

محمد

پخوانیو غلو ، په بله بڼه ، خپل معدوم وجود ځوریدلي اولس ته ورښکاره کړ . د خپل ناکام او په شرمو شرمیدلي بادار و مقابلی ته ځان تیاروي او د نورو غلاؤ او چور ؤ چپاول لپاره د اولس په سترګو کې تودی ایری ورشیندي — ناکام او برباد دی وي ددی ربړیدلی ، مستضعف ملت د ښمنان

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x