
سیګار: یوولسو کلونو کې تر ۱۵ میلیارده ډالرو ډېر تالا ترغه شوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴زمري، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار اداره وايي په تېرو یوولسو کلونو کې تر ۱۵ میلیارده ډالرو ډېر، تالا ترغه شوي دي.
انبيسي د سیګار په حواله وايي، چې دوی د لسو میاشتو په څېړنه کې دا موندلې چې په افغانستان کې د امریکايي ولس د مالیاتو پیسې عبث تللې دي.
د راپور له مخې سیګار تېر میلادي کال کې د امریکايي لګښتونو د څار په موخه په دریو نماینده ګیو کې کار پیل کړ، چې په تېرو یوولسو کلونو کې تر ۱۵ میلیارده ډېرو ډالرو د چور کېدو مستند راپور یې برابر کړ.
دوی د امریکايي ولس د مالیاتو لپاره افغانستان «توره څا» بللې او په وینا يې یوازې د ثبات په برخه کې تر ۴ میلیارده ډېر پسې د دې برعکس لګول شوې دي.
پر دې سربېره ۷،۳ میلیارده ډالر د مخدره توکو پر ضد د مبارزې په نوم لګول شوي، خو د دې ادارې د مشر جان سوپکو په وینا دوی يې په غړېدلو سترګو ویني چې د مخدره توکو تولید د ۲۰۰۲ میلادي کال په پرتله هم لوړ شوی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې دغه اداره د مالي فساد په برخه کې افغان حکومت ملامتوي، بلکې تر دې وړاندې يې هم ګڼ ورته راپورونه ورکړي دي.
ګډ حکومت چې د واک له پیله يې د فساد پر ضد مبارزه پخپلو لومړیتوبونو کې یاده کړې، هم نه دی توانېدلی سیګار ته قانع کوونکی ځواب ورکړي.
حرامې پيسې د درغلي او غولولو لپاره په حرامه لار ځي او تل دغلو ، هیواد فروشو په لاس کې وي!!