fbpx

د خوب نه وړاندې دغه عادتونه خپلول مو روغتیا ته ګټه رسوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ زمری، ۱۳۹۷ل): د انسان بدن هم د عام ساعت په څېر څلورویشت ساعته کار کوي، که چیرې دغه کارونه د ساعت سره سم روان وي د انسان ذهني او بدني روغتیا له ناروغیو ژغورل کیږي.

له دې څخه یو خوب هم دی، که د خپل وخت سره برابر وي د انسان ذهن او اعصاب په سمه توګه کار کوي، او که دا ګډوډ وي د انسان دننه ساعت هم په سمه توګه کار نه کوي او په پای کې یو شمېر ناروغۍ رامنځته کیږي، ځکه چې یوازې د خوب خرابوالی په بدن کې د یو شمېر ناروغیو رامنځته کېدلو لپاره کافي دی.

همدغسې ځینې کارونه دي چې له بېده کېدو وړاندې ترسره شي او د ترسره کېدلو عادت جوړ شي، په ښه خوب، وزن کمېدلو او بدن تندرست ساتلو کې مرسته کوي.

لاندې څو کارونه دي که چیرې تاسې یې د شپې لخوا عادت جوړ کړۍ د بدن روغتیا ښه کولو کې مرسته کوي:

د غاښونو پاکوالی

په عام ډول غاښونه پاکول سهار او یا د ورځې په اوږدو کې ترسره کیږي، خو د ټولې ورځې خوراک او څښاک نه وروسته غاښونه پاکول د یو شمېر ناروغیو مخنیوی کوي، ځکه چې د ورځې په مختلفو خوراکونو کولو سره په غاښونو کې واړه ذرات پاتې کیږي، که چیرې د شپې لخوا پاتې شي نو د وریو یو شمېر ناروغۍ رامنځته کوي.

د شپې لخوا کم خوراک کول

د مکسیکو پوهنتون په یوې ترسره شوې څیړنه کې ویل شوي وو چې د شپې لخوا زیات خوراک کول د شکر او زړه په څېر سترو ناروغیو ګواښ لوړوي، د شپې لخوا خوراک کول د بدن داخلي سیستم اغیزمنوي، او په دې سره د بدن کولیسترول لوړیږي چې د زړه ناروغۍ رامنځته کیږي، سربېره پر دې ویل کیږي چې د شپې لخوا او یا د خوب نه یوه شېبه وړاندې خوراک کول د انسان پوستکي ته هم زیان رسوي.

له بېده کېدو وړاندې مخ او خوله پریمنځل

ټولو ته په کار دي چې له بېده کېدو وړاندې خوله پریمنځي، خو هغه ښځې چې د ورځې لخوا د ښایست میک اپ کوي د هغوی لپاره اړینه ده د شپې له بېده کېډو وړاندې مخ او خوله پریمنځي، پر مخ د زیات وخت لپاره میک اپ پاتې کېدل پوستکي ته زیان رسوي او ددې طبیعي بڼه له منځه ځي.

ګرم څښاک پریږدئ

د کولوراډو پوهنتون په یوه څېړنه کې ویل شوي وو چې د بېده کېدو نه وړاندې کافیین څښل د بدن داخلي نظام کې خلل رامنځته کوي، چې ورسره خوب خرابیږي، او په دې سره د بدن سیستم دا نشي کنترولولای چې څه وخت بېده او څه وخت ویخ شي.

د خوب لپاره ځانګړی وخت ټاکل

د خوب لپاره ځانګړی وخت ټاکل ارام او هوسا خوب کې مرسته کوي، که چیرې یوه شپه وختي بله شپه ناوخته بېده کېدئ د بدن سیستم مو ګډوډیږي، ځکه د خوب پرمهال بدن خپل ترمیم کوي، مګر د وخت اهتمام نه ساتلو سره بدن اغیزمن کیږي، کوښښ وکړئ چې د بېده کېدو او ویخیدو لپاره مو یو وخت وټاکئ.

یوه شېبه ځان ارامه کړئ

که چیرې  تاسې ټوله ورځ په خپګان یا فشار کې تېره کړئ، نو ستاسې د شپې خوب تر هغې نه سمیږي تر څو چې ذهنا ارام نشئ، ددې لپاره د بېده کېدو نه وړاندې په داسې یو څه ځان بوخت کړئ چې ورسره مو ذهن ارامیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د