قطر؛ د طالبانو سیاسي دفتر

طالبان او امریکا مخامخ خبرې کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴زمري، ۱۳۹۷ل): وال سټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو په حواله وايي چې په لوړه سطحه د طالبانو له سیاسي غړو سره پر خبرو بوخت دي.

دغه رسنۍ تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې الیس ویلز او طالب مشرانو تر منځ د خبرو اترو راپور ورکوي.

د سرچينې په حواله په مرکزي اسیا کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیالې څو ورځې وړاندې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره مخامخ خبرې کړې دي.

راپور وړاندې زیاتوي چې د افغان سولې اړوند د دواړو لوریو له خوا خبرې اترې شوې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلاميې له لارې هم د افغان سولې د پرمختګ هیله څرګنده کړې ده.

څو ورځې وړاندې نیویارک ټایمز د امریکایي لوړپوړو چارواکو په حواله راپور ورکړ، چې خپلو ډيپلوماټانو ته يې امر کړی چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو هڅه وکړي.

وړاندې تر دې هم امریکا منلې وه، چې د سولې لپاره په مقدماتي خبرو کې به د بهرنیو ځواکونو د وتلو اړوند هم بحث وشي.

دا په داسې حال کې دی چې افغان حکومت هم تېره ورځ په ابوظبۍ کې د سولې په نوم د څلور اړخیزې ناستې خبر ورکړ.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه

ډېر ښه خبر دی ، خو دغسي خبر ته ناتاييد سوی خبر وايي،دا به هله تاييد او ثقه سي چي د امريکايانو يا د طلبای کرامو د جګپوړو چارواکو په خوله تاييد سي. هسی خو تر کاسه لاندي څه نيم کاسه سته او د نيکولسن سترګي خورا مړي ښکاري او دلته يې ګوډاګيان هم خپسکي نيولي دي. نو که د يوې رسمي سرچينې له خوا په دې اړه وضاحت وسي خلک به له سر درګمۍ څخه را ووزي. که دا خبر رښتياوي د بې وزلو مظلومانو زړونه به ټکور سي. والسلام