څیړنه: فوټبال کول د یو شمېر رنځونو درمل دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ زمری، ۱۳۹۷ل): څیړنې ښیي چې هره ورځ فوټبال لوبه کول د یو شمېر رنځونو غوره درمل دي، دا د کولیسترول، وینې ټيټ فشار، بدن چربي او نورو ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي.

څیړونکي وایي چې فوټبال کول په ژوند کې د ډول ډول ناروغیو مخه نیسي، هغه کسان چې فوټبال کوي د هغو په پرتله چې نه یې کوي ډیر لږ د کولسترول، د وینې ټيټ فشار او د بدن چربي ناروغیو سره مخ کیږي.

دوی زیاتوي، فوټبال لوبه داسې درمل دي، چې زاړه، واړه، ځوانان او د هر عمر انسان یې کولای شي، او هم د هر چا لپاره ګټوره ثابتیږي، چې د شکر، لوړ فشار، هډوکو کمزورتیا او یو ډول نورو ناروغیو په مخنیوي کې غوره وسیله ده.

دغه څیړنه چې د ډنمارک کوپناګن پوهنتون کې ترسره شوې ښيي، هغه کسان چې فوټبال نه کوي ډیر یې د وینې فشار او کولیسترول په رنځ اخته دي، مګر هغه کسانو چې دغه ناروغۍ یې درلودلې او بیا یې فوټبال ته مخه کړې ناروغۍ یې له منځه تللي دي.

سربېره پر دې دوی زیاتوي، هغه کسان چې فوټبال کوي زړونه یې د هغو په پرتله چې نه یې کوي شپږ وارې زیات درزیږي او په چټکۍ سره بدن ته وینه فعالوي.

دوی وایي د یوازې منډې وهلو او یا هم په نورو لارو وزن کمولو نه فوټبال کول غوره دي، ځکه چې په دې کې د بدن ټول اعضا حرکت کوي، لکه د پښو، لاسونو، سر او نور بدن، چې دا د منډې وهلو څخه مختلف دی.

د څیړنې پر مهال له هغو ۳۱ نورو څیړنو هم ګټه پورته شوې چې وړاندې په دې برخه کې ترسره شوې وې.

فوټبال په ځانګړي ډول د کوچنیانو لپاره د هډوکو پیاوړولو کې بې پناه مرسته کوي، کوم کوچنیان چې فوټبال کوي د هغو په پرتله چې نه یې کوي، هډوکي پياوړي او د بندونو له ناروغۍ سره نه مخ کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د