fbpx
کندوز؛ چهاردره

کندوز: د چهاردرې خونړۍ پېښه امریکایان هم څېړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴زمري، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د مېشتو امریکایي پوځيانو ویاند وايي دوی هم په چهاردره کې د شوې بمبارۍ اړوند څېړنه کوي.

وړمه اوونۍ د کندوز په چهاردره ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په بمبار کې ۲۸ ملکي وګړي ووژل شول، چې ۱۴ تنه يې د يوې کورنۍ و او ملي دفاع وزارت د همدې ۱۴ پخلی وکړ.

د دې پېښې د څېړنې په موخه حکومت هم یو پلاوی وټاکه، چې له یوې ورځې تېرولو وروسته بېرته کابل ته روان شو.

دا پلاوی چې د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت ریاست او امنیت شورا استازي پکې برخه وال و، وړم مازیګر کندوز ته ورسېدل.

د ملي دفاع وزارت په دې برید کې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون یوازې د ۱۴ تنو ملکي وګړو د وژنې پخلی کړی.

تازه په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو ویاند مارتین اودونیل وايي چې دوی هم هلته د ملکي تلفاتو اړوند څېړنه کوي.

امریکايي پوځيان په داسې حال کې د چهاردرې د ملکي تلفاتو د څېړنې غږ کوي، چې تېره شپه هم د دوی ځواکونو د افغان همکارانو په ملګرتیا د ننګرهار په چپرهار کې څلور ملکي وګړي ووژل.

په کندوز کې د چهاردرې ولسوال زلمي فاروقي د پېښې پر وخت وویل، دا عملیات بهرنیانو پخپل سر کړي او له دوی سره هیڅ ډول همغږي موجوده نه وه، خو په کندوز کې د کمانډو ځواکونو رییس ارکان یوسف الدین عزیز مني چې بمبار د دوی په ملګرتیا شوی او په وینا يې دا بمبار د پیل شویو عملیاتو برخه دي.

عزیز د پېښې پر مهال له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې په بمبار کې ولسي وګړي نه؛ بلکې طالبان په نښه شوي دي.

شاوخوا درې میاشتې وړاندې د کندوز دشت ارچي هم یو د خونړي بمبار شاهده وه، چې پکې د لسګونو ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۵۰ تنه ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپیان شول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د