fbpx

د سپین غر او بست لوبډلو ترمنځ پایلوبه نن د جمعې په ورځ ترسره کیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان په کورنۍ سیالیو کې د سپين غر او بست لوبډلې پایلوبې ته لار موندلې ده چې سبا د جمعې په ورځ یې په کابل لوبغالي کې پایلوبه ترسره کیږي.

د غازي امان الله خان سیالۍ چې د شپږ لوبډلو (سپين غر، بست، بند امیر، امو، میس عینک او کابل) ترمنځ ترسره شوې، په کې دوه تکړه لوبډلې سپین غر او بست پایلوبې ته لار موندلې ده.

په دغه سیالیو کې د کابل لوبډله چې مشري يې کریم جنت کوي له پنځو څخه یې په څلورو کې ماتې خوړلې او په وروستي نمبر ده، چې د محمد شهزاد او سمیع الله شینواري لوبډله سپین غر په لومړي نمبر ده.

د غازي امان الله خان سیالیو پایلوبه به د جمعې په ورځ سهار ۹:۳۰ بجې په کابل لوبغالي کې ترسره کیږي، چې د «یک» تلویزون څخه به په ژوندۍ بڼه ښودل کیږي.

که له یوې خوا د سپين غر لوبډله د سمیع الله شینواري په څېر تکړه توپوهونکي لري، خو له بلې خوا د بست لوبډله د نجیب الله ځدراڼ په څير چټک او تکړه توپوهونکي لري.

د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ د سپین غر لوبډلې تکړه لوبغاړي سمیع الله شینواري د امو لوبډلې پر وړاندې د پام وړ توپوهنه کړې وه چې ۱۹۲ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې وې، او لوبډلې ته یې په وروستي اور کې ګټه ورکړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د