دعقیدې دښمن د اولس کلنۍ پانګونې دګټې او تاوان جاج اخلي

لیکنه: بخت الرحمن شرافت

افغانانو پوهیږئ له کوم وخت څخه چې امریکا یې حکومت باندي ولسي او سیاسي فشار زیات شوی څو افغانستان کې دامریکا ددتاریخ تر ټولو اوږدې جګړې ته د پاي ټکی کیږدي، دلته افغانستان کې امریکا یانو پر ولسي افغانانو او همدارنګه پر دیني مراکزو دافغانانو ددین او ایمان د رشد او روزنې پر مرکزونو بي رحمانه او ظالمانه بریدونه پیل کړي.

ستاسو به ښه یاد وي کله چې دامریکا حکومت د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر دمیاشتې اوم ماښام پر افغانستان باندي لومړی کروز مزائیل را خوشی کړ، سمدستي وړوکی بوش د تلویزون پر مخ راښکاره سو، دغه جنګ ته یې دتل پاتي ازادئ دجنګ نوم ورکړ.

د بوش له لوري دافغانستان جنګ ته تل پاتي ازادۍ نوم ورکولو څخه مطلب دانه و، چې دلته به همیشه امریکایان پاته وي، افغانستان د همیش لپاره ددوي د نظامي اواقتصادي مستعمرې برخه وي.

بلکې له تل پاتي ازادۍ او تل پاتي انقلاب څخه یې هدف ددغه هیواد خلګو باندي دتل لپاره فکري حکومت کول او فکري انقلاب دئ، چې تر ډيري کچې پوري یې پانګونې ګټه کړي، امریکا يې یرغل دانسان په شکل کې دهغه شیطان برید دئ کوم چې له رټل کیدو څخه وروسته يې له الله پاک څخه فرصت وغوښتی، څو دمؤمنانو دګمراه کولو کوښښ وکړي، شیطان وایې زه به دوي ګمراه کړم، بي ځایه امیدونه او هیلي به ورکړم دقیامت له حساب او کتاب څخه به یې غافل کړم.

نن افغانستان کې امریکا همدغه لوبه پیل کړې، امریکا ته سیمې، ولایتونه او ولسوالۍ اهمیت نه لري، بلکي هغه دخلګو پر زړونو او فکرونو باندي کار کوي، سپینه ماڼۍ دې ته هم ضرورت نه لري چې کابل کې يې څوک کښینولی، اونه ورته دا مهمه ده چې پارلمان او حکومتي چوکیو کې د ښخو ونډه څومره ده، دبشر پالنې او میرمن ساتنې دعوې یې ټولي درواغ دي، ترټولو زیات دښځو حقوق په امریکا کي پاماله کیږي، حتی خپله ددغه هیواد صدر (ټرمپ) ښځو ته په هیڅ احترام نه دۍ قائله، هلته دښځي او سپې قدر په یوه پله کي تلل کیږي.

امریکایانو نړۍ کې صلیبي جنګ پیل کړی، او نړۍ ټول صلیب پرستان ورسره ملګري، امریکایان دهرې جګړې شاته د روان شناسانو قوي ډلې لري، هغه ورته مشورې ورکوي، چې په څه رقم باندي دنړۍ شوخ، پردین او عقیده باندي ټینګ ولاړ خلګ ایل کړي، د انسان عقیده او ایمان هغه څه دي چې انسان تخنوي، ارام ته یې نه پریږدي، پر حریم، عرض او خاوره باندي دتیري په مقابل کي ددښمن مقالې ته یې هڅوي، چې کله ایمان ضعیف او عقیده کمزورې شي، بیا یې ضمیر مړ او وجدان کډه وکړي، هغه صورت کي دموقتي او لږ ګټي په مقابل کې دا ئمه او تل پاتي ګټه هیڅ نه ښکاري.

امریکا چې کله افغانستان باندي برید وکړ له برید څخه پنځه کال وروسته (۲۰۰۶) زیږدیزد کال کي یې دغه هیواد کي داول ځل لپاره دخپلي پانګونې ارزونه وکړه، دعبدالرحمن په نوم یو کس یې، فکر کوم ډیر وختي به ددوي په عقیده و، د ارتداد خبره رسنۍ کړه څو وګوري چې پانګونې یې څومره ګټه کړې.

خبریاست له (۲۰۰۱) زیږدیزد کال څخه بیا تر دوه زره شپږم کال پوري امریکایانو څومره لاسته راوړنه درلوده، هغه افغاني جهادي رهبران چې د امریکا له فکري پانګونې څخه وړاندي یې د ږیزو خریولو، نوکانو غټولو او حتی شرقي پوهنتون کې درس لوستلو په جرم خلګ تر تیغ ایستل، یو مرتد افغان چې اعلانا یې د ارتداد چیغه پورته کړه، ددې هیواد دوګړو له منګولو څخه خلاص کړ، په ډیره درناوي يې له هیواد څخه دخاص الوتکي په واسطه وایستی، عسیوي پادریانو یې تود استقبال وکړ او غاړه کي یې ګلان ور واچول.

دعبدالرحمن د ارتدار په اعلان سره امریکایانو دوه کاره ترسره کړل، یويې دخپلو لاسپوڅو د وفادارۍ او غلامۍ عهد امتحان کړ، ورسره یې په څنګ کې دافغاني ټولنې ایماني نبض هم معاینه کړ.

لاسپوڅي ورته وفادار ښکاره شوو، ځکه عبدالرحمن یې سهي سلامت ددوي تر کوره ورساوو، ولي ولسونو کي لا تر اوسه ایماني جذبه وه ځکه د عبدالرحمن د ارتداد په مقابل کې افغانستان کې پراخې مظاهرې وشوې، خلګ سړکونو ته را وواتو دعبدالرحمن د ارتداد په مقا بل کې د وخت دحکومت دحکومتدارانو لا وبالي او بي تفاوتي یې وغندله.

د عبدالرحمن دارتداد لوبي امریکایې مفکرین دې پایلې ته ورسول، چې پانګونې یې خاصو کسانو باندي کار کړی، لیکن په عموم کې افغاني ټولنه نوري پانګونې ته اړتیا لرله، البته دا نتیجه ګیري یې وکړه چې په ټوله کې پانګونې ګټه کړې.

امریکا یانو کارته دوام ورکړ له مختلفو لارو څخه یې افغاني ټولنه باندي کار وکړ، ډول ډول پروژې یې په کار واچولې، تبلیغاتي، ما لي او حربي مؤسسې یې خلاصي کړې، ګمان کوم دټولني فکري انقلاب کې ورته تر ټولو ښه ګټه به تبلیغاتي پروژو کړي وي، بي شمېره راډیوګانې، تلویزونونه او چاپي رسنۍ یې د ولس دفکري انقلاب لپاره تمویل کړې.

څو کاله وروسته امیریکایانو د پانګونې د ګټي او تاوان د ارزونې لپاره یو ځل بیا افغانان امتحان کړو، دا ځل څو قدمه وړاندي لاړو، لومړۍ ارزونه کې یواځي د عبدالرحمن ارتدار خبره وه، دا ځل یې د مسلمانانود ستر لارښود دسپیڅلي کتاب توهین او بي عزتي وکړه، هغه عظیم کتاب چې افغانانو یې یواځي دنوم په اوریدو سره ځانونه قربانول په مرداریو کې وغورځاو( استغفرالله)

که څه هم دهیواد په کچه دامریکایانو ددې ستر او نه بښونکي جرم په مقابل کې دهیواد ځیني ښارونو کې ولسي پاڅونونه وسوو، ځیني لاریونونه دومره توند او غضبناکه وو، چې څوتنو لاریون کوونکو ځانونه هم قربان کړو، ولي داچې فکر کیدی د دین او عقیدې په مقابل کي د امریکا ددې ستر جرم په خلاف به هیواد ټول کفن کفن شي ، داسي ونه شوو.

امریکا یان دلته یو ځل بیا ډاډه سوو، چې پانګونه يې سم ځای کړې او پایلې یې ګټوري ښکاري، شاته ناستو مفکرینو یې ورته وویل چې وخت لا سته، افغانانو کې لا بیا هم ددین او ایمان څرک څرګند دئ، دخلګو ضمیرونه بیا هم ويښ دي، خال خال مظاهرۍ او لاریونونه وسوو، ځینو ځوانانو سینو باندي مرمۍ هم وخوړې، که پانګونه بنده کړو، دافغانانو زخمي ضمیر او ټپي وجدان بیرته رغیږي او سرکشي کوي.
امریکایانو څو کاله نوره پانګونه وکړه، اوس یې داده مونږ او تاسو وینو چې د اولس کلنې پانګونې اخیري جاج اخلي، دا ځل یې افغانان په ډير سخت امتحان کې اچولي، دافغانانو او امریکا یانو ترمنځ ددین او عقیدي جګړه اخیرني پړوا ته داخله شوې، دوې ازموینې تیري شوې، هغو کې که څه هم یو شمیر افغانانو ځاي ځاي ښه مقابله وکړه، بیا هم امریکایان تر یوې کچې پوري بریالي ښکاریدو.

هیواد والو اخیري ازموینه، نه د عبدالرحمن لوبه ده او نه یواځي دالله دستر قرآن، دې امتحان کې امریکان دالله ستر کتاب سوځي، ساتونکی او محافظین یې وژني، کوريې ورانوي.

له تیر یو کال څخه امریکا یانو دیني مدارسو، مسجدونو او دیني غونډو باندي بریدونه پیل کړي، طالب شهید، کتاب په وینو کې لت پت، منار چپه او مسجد ایره سو، خو افغان ویده سو.

که تاریخ رښتیا صادق و او رښتني واقعیات یې ساتل، دکندوز د حافظانو دشهادت صحنه به تر قیامت پوري هیره نه کړي، هغه ورځ به یې دالله حضور ته دسند په توګه وړاندي کړي، تاریخ به دالله حضور کي چیغه کړي، لویه ربه ستا ددین او ستا ددین له طالب سره کفری یرغلګرو او دهغو هم فکره ملګرو داسي عمل وکړ، لویه ربه دغه هیواد کې څلویښت ملیونه مسلمانان وو ټولو یې ننداره کوله چا غږ پورته نه کړ.

دکندوز له واقعې څخه وروسته یو په بل پسې دهیواد په نورو برخو کي کفري یرغلګرو او ورسره افغاني هم فکره لاسپوڅو دافغانانو دیني او عقیدوي غیرت وننګاوو، چي اخیرنی وحشت او بربریت یې تیره ورځ، دغزني ولایت دنورالمدارس مدرسه باندي ترسره کړ.

افغانانو ستاسو ددیني او عقیدوي غیرت دجاج اخیستې اخیرنی امتحان پیل شوی، مسلمان به نور په کوم شي خوا بدوي، قرآن زخمي، مسجد شهید، منار چپه او امام په وینو کې لت پت پروت دئ.

مسلمانه نورالمدارس باندي برید ستا دعقیدوي ایماني نبض مالولو اخیرنۍ ازموینه ده، نورالمدارس باندی برید ددین او لادین دجګړې اخیرنی اعلان دئ، نورالمدارس کې دعقیدې او ایمان درس ورکول کیدای هلته نه کوم وسلوال طالب و او نه یې له کومي وسلوالي ډلي سره تړاو لاره.

ما داسي انګیرلې وه چې نورالمدارس باندي برید په عکس العمل کې به هیواد په سپین کفن بدل شي، سرساسري پاڅون به رامنځ ته شي، ولسه زر ځله افسوس، تیره ورځ چا راته وویل چې دنور المدارس خواکي شمال دسپیڅلي قرآن هغه سپیني او مقدسي ورقي د یتمتي او مظلومي مدرسې له انګړ څخه دکابل کندهار لویې لاري په خواکي پاشلې وي، زما کندهاري ماما (۴۰۴) موټر کې دعبیدالله جان، غزني چي ماما دخان قرباغي غزلي اوریدلې.

زابلیانو ته څه نه وایم ځکه هغه نور له کوچې، ځایي، توخي، هوتکي، ناصري او سلیمان خیلي تعصب څخه نه دي فارغ، هغه خداي له ازله بد بخته کړي دې، ددې تعصب وجه ده چې دغه ولایت کي دکوچې میږي شیدې او دځایي وني میوې نه کوي.

افغا نه که دي د امریکا ددغه وحشت په مقابل کي عکس العمل ونه ښود، عمومي قیام دي ونه کړ، نوره تشه دمسلمانۍ دعوه درسره نه منم، دکوم رب لپاره چې پنځه وخته پړمخي پریوزې، دهغه رب ستر کتاب چې تاته ددغي سجدې امر کوي اورکې سوځي، کوم عالم چې تاته ددغه کتاب درس درکوي هغه په وینو کې لت پت پروت دئ، کوم حافظ چې دغه قرآن ستا او ستا دبچو لپاره خپلو سینو کي ساتي دهغه سینه په مرمیو سورۍ سورۍ ده.

د مسجد له کوم منار څخه چې به پنځه وخته د (حی علی الصلاه او حی علی الفلاح) چیغه راپوته کیده هغه نن چپه پروت دئ او ستا سره هیڅ حس نشته، اخیر دومره راته ووایه په څه شي دي خوابدیږي، آیا دغه دین یواځي دهغه ستړي طالب دین دئ چې دوو لسیزو څخه یې وینه تویږي، دشهادت کلمه یواځي هغه طالب ویلې، که ستا غوږ کې هم ویل شوی، اخیرت کي به ددغه ستر غفلت پوښتنه یواځي له طالب څخه کیږي او که به ته هم پوښتل کیږي.

ګوره پوه شه امریکا ډير کارکړی اخیري امتحان کي یې اچولی یې، او اخیرنۍ ضربه ده، نور یې ستا اوستا دځوان بچي دفکر د بدلولو لپاره ډير څه کړي، دخپلې اولس کلنۍ پانګونې جاج اخلي، او پانګونې یې تر ډیري کچې پوري ګټه کړې.

دهیواد والو ضمیرونه یې نشه کړي، وجدانونه یې ورڅخه بیل کړي، که چیري ضمیر او وجدان ژوندی وای، دامریکا د روان وحشت په مقابل کي به یې ضرور د زړه کومه څوکه درتخنولې وای او مقابلې ته یې به هڅولی وای، که ضمیرونه ژوندي او افغانانو کې عزت باقي وای، تیره ورځ به ضرور دکابل ښار بند، او ښاریانو به له حکومت څخه غوښتی وای چې شجاع خراساني دي په عام محضر کي را وځړیږي، دامریکا دبرید هدف زمونږ د وګړو دایماني او افغاني وجدان وژل و، چې ښه بیلګه یې دکابل پرونۍ پیښه وه، یو استاذ د استاذي د مقدسې دندې په پرده کې دومره ناوړه عمل ترسره کوي، که افغا ني ضمیرونه ژوندي او ټولنه کي پخوانی عزت پاته وای ترڅو چې دغه کس ته سزا نه وای ورکول شوې خلګو به ډوډۍ نه وای خوړلې.

ولسه بیا هم وخت شته اوس لا غرونو کې څو سرښرندونکي غازیان لرې، خدای مه کړه که مو دغه څو تنه غازیان له لاسه ورکړو دفلسطین په سرنویشت په اخته یاست، له هرات څخه دري کوره تللي یهوادن به درته په درې لکه بدل کړي بیا به مو له خپلو کورونو څخه باسي، داچې دې وروستیو کي اسرائیلوکې د افغانانو په نوم یهودانو سره مرکې کیږي، اصلي ټا ټوبي افغانستان ته يې اشارې کیږي دا بې څه نه دي، درته یې ساتلي، نسلي پالنه یې کیږي ډیر لري نه ده چې یو به په لک درباندي حسابول کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د