پاکستان: دګازو نل لیکه یوځل بیا تخریب شوه

Balochistan-fire-pipelineدبلوچستان ایالت دډیره مرادجمالی ولسوالی دپیټ پیدرپه سیمه کی د ګازو نل لیکه یوځل بیا دنامالومو تخریب کارانو لخوا تخریب شوه په سیمه کی عینی شاهدان وایی چی چاودنه دومره زوروره وه چه په ږغ سره یی دسیمی ټول خلګ له کورونو څخه راووتل.


اوچارواکی وایی چی اور وژونکی وسائل موسیمی ته رسولی دی، خو اور ډیر زورور دی او اټکل کیږی چی راروانو ۲۴ ساعتونو کی به د اور په وژلو قابو ومومو او د اور له وژلو څخه ورسته به دنل لیکی دبیا جوړولو کار پیل شی.
له بلی خوا څخه دکویټی اوشا اوخوا خلګ له تیرو دوو اونیو راهیسی  دګازو ابریښنا دنه شتون له امله له ډیرو سختو مشکلاتو سره لاس اوګریوان دی.
چی تیره ورځ هم کویته ته څیرمه کچلاغ په بازارګوټی کی خلګ راټول شوی وو اودحکومت ضد لاریون یی لاس پوری کړی وو اوله حکومت څخه یی غوښتنه کړی وه چه دبلوچستان مسائلو ته باید جدی توجه وشی، دخلګو او دملت دعامه شتمنیو ساتنه وشی.
لاریون کونکو زیاته کړه چی دبلوچستان کړکیچ دیوسخت ناورین په لور روان دی، خواړونده چارواکو ورباندی غوږونه کاڼه اچولی دی.
یوه لاریون کونکو نن تکی اسیا ته وویل چی یوه ورځ هم بلوچستان کی داسی نه ده تیره شوی چه کومه نوی پیښه دی نوی رامنځ ته شوی، کله دګازو نل لیکی، کله دبریښنا پایی اوکله هم اورګاډی پرغزیدلی لاروباندی دارنګه بریدونه کیږی چه خلګ یی له ډیروسختو کړاونو سره مخامخ کړی دی.

 



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.