حکومتي لیوان او د جنوب غرب ویده افغانان

لیکنه: بخت الرحمن شرافت

تیره ورځ مي دموسی فرهاد وررو په نوم یوه ډيري مالوماتي او تفصیلي لیکنه ولوستله، لیکنه کي يې په افغانستان کې دجنوب غرب له ولسونو سره په خاصه توګه د زابل او غزني له خلګو سره د دکابل ادارې نا انصافه رویې ته اشاره کړي وه، ډير تفصیلي او ګټور مالومات یې را ټول کړې و.

فرهاد ورور دنورو ډيرو موضوعاتو په څنګ کې د زابل ولایت دپوهنې وضعیت هم څیړلی و او لیکلي یې و چې د زابل ولایت ولایتي چارواکي زابل ولایت کې یواځي شاه جوی ولسوالي کې د (۳۵) پنځه دیرشو خیالي ښوونځیو په نوم له مرکز څخه هره میاشت یو شپېته لکه (۶۱۰۰۰۰۰) افغاني اخلي چې کال کې اوه سوه لکه افغانۍ کیږی او خپلو منځونو کي يې سره تقسیموي.

نوموړي لیکلي چې حقیقت کې شاه جوي ولسوالۍ کې شپږ څلویښت (۴۶) نه بلکي (۱۱) ښوونځۍ وجود لري یعني دپوهني ریاست اړوند چارواکې د دغې ولسوالۍ د (۱۱) ښوونځیو په څنګ کي پنځه دیرش نوري خیالي ښوونځۍ لري، امتیازات یې له مرکزي حکومت څخه اخلي او خپلو جیبونو ته یي اچوي.

لیکوال خپله لیکنه کې د ملي پیوستون (ولسي تړون) په نوم ادارې ته اشاره کړې، دغه اداره چې دافغانستان دحکومت دکلیو دپراختیا وزارت په چوکاټ کې له بهرنیو مؤسساتو او حکومتونو څخه دافغانستان دبیا ودا نه ونې په نوم پیسې راټولوي، وایې چي تیرو پنځه لسو کلونوکې یې ټول افغانستان کې څه باندي څلورنیم ملیارډه ډالرو په ارزښت پروژې مکمل کړې دي، که دا رقم ولایتونو باندي تقسیم کړو، دهر ولایت لپاره قریبا یو زر او څلورسوه لکه ډالر ونډه رسیږي.

پورته دواړو مواردو کې دنور ولایتونو تر څنګ د زابل او غزني ولا یتونو لپاره هم پیسې راوړل شوې، د مصارفو اسناد یې جوړ شوي، تمويلوونكو سرچینو ته یې مصرفیه وړاندي شوې، خو دکار او بیا ودانونې، پوهنې او روزنې کوم اثار نه ترسترګو کیږي.

د زابل ولایت ډيرو ولسوالیو کې داسي مکاتب هم شته چې ښوونکي یې ایران کې خښتي با سي، یا کوټه او کراچۍ کې بادرنګ او کچالو خرڅوي، کلي کي د ښوونکي په نوم میاشتنی معاش د پوهنې او روزنې له مدیر سره نیمایي کوي، دا کومه هوايې خبره نه ده ورشئ د قلات ښار او شاجوی ولسوالۍ ترمنځ کابل کندهار لویه لار باندي شاه حسن خیلو کلي او همدارنګه دغه کلي خواکي د ابراهیم خیلو دکلیو دخیالي ښوونځیو احوال واخلئ، ددغه کلي اوسیدونکي وایې دلته دپوهنې ریاست مامورین راغلو دڅو ورځو لپاره یې خیمې ودرولې، د ادم خان او درخو افسانوي ښاریې اباد کړ، عکسونه یې واخیستو، ویډیوګاني یې جوړي کړې، ښوونکي کې یې مقرر وکړو او بیا ورک شو.

مقرر شويو ښوونکو دڅو ورځو لپاره دخیمو تر سایه لاندي ( الف زر ما ټوله زما )) زمزمه کړه یو او دوه ځلې یې معاشات هم واخیستو وروسته استاذان د نواب شاه او کیرمان شاه مسافر شوو، خیمې ونړیدې، دپوهنې ریاست یې معاشات دڅو میاشتو لپاره داستاذانو له کورنیو سره سم په نیمه تقسیم کړو، وروسته هغه نیم معاش هم ورک سو.

موسی فرهاد خپله لیکنه کې د طالبانو له لوري د ولس په غوښتنه د ملي پیوستون پروژو باندي دبندیز وجه دا بیان کړې، ګواکي دغه اداره پروژې دخپلي خوښي کسانوته ورکوي، نوم یې دپروژې ورکړی وي، دکاغذ پر مخ یې د پاریس ښار جوړ کړی وي حقیقت کې هیڅ نه وي، دپیسو غلا ته یې چل برابر کړی وي.

که رښتیا ولس له طالبانو غوښتنه کړې وي، چې ددغې ادارې کارونو باندي دې بندیز ولګول شي،، طالبانو دادئ خپل کار وکړ، د ولسي ښېګڼي لپاره يي د تړل شویو او لاسپوڅو رسنیو بې ځایه ملامتیا ته هم غاړه کیښوده، کابل میشته رسنیو ته دطالب هرڅه بد ښکاري.

طالب خو له ښارونو څخه دباندي ددې ادارې دغلا او درغلۍ مخه ونیوه، اوس د ولس لپاره په کار ده چې له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي، ځکه خبره رسنۍ شوې، دنیا وال او هیواد وال ټول دغې موضوع ته متوجه شوي رسنیو کې سیاسیون ورباندي خپله سیاسي تنده هم ماتوي او ځیني نور بیا د ملي احساس له مخې ورباندي غږیږي او هیله شته چې دولس غږ به بدرګه کړي.

اوس د ولس لپاره په کار ده چې په ښارونو او کابل کندهار لویه لار باندي په پراخو لاریونونو لاس پوري کړي، د ولسوالیو او ولایتونو په مرکزونو کې د چارواکو په خلاف مظاهرې وکړي، له غلو او لوټرانوا څخه خپل حق واخلي، که ورڅخه خوړل شوی حق وا نه اخیستل شي، پوه به شي چې ولس نور ویښ شوی، په دې پوهیږي چې د دوي په نوم راغلی پیسې د څو خائنانو او غلو جیبو ته لویږي.

افغانستان کې غرونه تراشل کیږي، تونلان ایستل کیږي، نوې لاري پرانیستل کیږي دهیواد په نورو ولایتونو کې پخواني یو طرفه سړکونه په دوه طرفه سړکونو باندي بدلیږي، ولي دکندهار کابل پنځه سوه کلن سړک کند اوکپر دې، کندهارـ کابل سړک دافغانستان له لومړیو او مهمو سړکانو څخه دئ چې ورته (کندهارـ کابل) لویه لاره نوم ورکول شوی، اوس یې وضعیت دې حالت ته رسیدلی چې دکابل کندهار او هلمند ولسونه اړدي دهوا له لاري څخه کابل مرکز ته سفرونه وکړي، چې دحکومتی چارواکو غوښتنه هم دا وه چې ددغې سیمي خلګ مجبور کړي دهوا له لاري کابل ته سفرونه وکړي څو دکندهار او کابل ته منځ الوتنې زیاتي شي او دټیکټونو بیې راکښته شي.

که یې دا غوښتنه نه وای ضرور به يې تیره ورځ ولسمشر اشرف غني ته ویلي وای چې سړک جوړونه دمیدان وردګ، غزني، زابل، هلمند او کندهار د ولسونو حق هم دئ.

د افغانستان دسهامي شرکت مشر محمد اشرف غني تیره ورځ یو وخت کې د دوو سړکونو دپرانیستلو غونډه کي حاضر شو، چې یو دبګرامیو او نساجي سړک و او بل د سید نور محمد شاه مېني سړک و، اشرف غني دسړکونو دپرانیستلو پر مهال وویل: سړکونه جوړول دحکومت له لوري له ولس سره کوم احسان نه دئ، بلکې دا د ولس حق دئ او مونږ یې باید ورته جوړ کړو.

دلته کوم ، وردګ، غزنیوال، زابلی، هلمندی او کندهاری وکیل پیدا نه شو چې غوږ کي یې ورته ویلي وای، جناب رئیسه راځه لږ زحمت وباسه له کمپنۍ څخه وړاندي دکابل کندهار لویه لار وګوره څه حال کې ده او څو کاله یې کیږي چې کند اوکپر ده.

کابل کندهار سړک او شخصي هوايي شرکتونه:

د کابل کندهار تر منځ د غزیدلي سړک نه جوړونه یوه لویه وجه په افغانستان کې شخصي هوايې شرکتونه دي، مونږ هره ورځ له کابل څخه وکندهار ته اوبیرته کابل ته د څو پروازونو شاهدان یو.

دکابل او کندهار تر منځ الوتني داسي مثال لري لکه په پاکستان کې چې له کوټي څخه ددغه هیواد هوایې چلند د کوټي کراچۍ پر لویه لار باندي پروت خضدار ښار ته الوتني پیل کړي، حال داچې دکوټې خضدار او خضدار ترمنځ پاکستان هیڅ هوايی ټرانسپورټ نه لري، وجه یې داده چې سړک جوړ او فاصله دومره زیاته نه ده .

همدارنګه کچیري دکندهار او کابل تر منځ سړک جوړ وي، مونږ به د کندهار او کابل تر منځ له نړیوالو الوتنو څخه بغیرهیڅ ملکي الوتنه ونه لرو، اوس چې سړک خراب دئ د څلورو ساعتونو لار لس ساعته شوې ده، هرڅوک کوشش کوي چې دهوا له لاري دکابل او کندهار ترمنځ سفر وکړي.

حکومتي چارواکي او په عموم کې ټول حکومتي مامورین ځکه دکابل کندهار دسړک دجوړونې خبره نه کوي، که سړک جوړ وي او که ناجوړ، دوي او د دوي خواخوږي د امنیتې ملحوظاتو پر بنا د سړک له لاري سفر نه شي کولای، ولي عام خلګ بیا دا مشکل نه لري.

کچیري سړک جوړ سي، عام افغانان، لکه کروندګر، تجار، مالدار او دکاندار هیڅ ضرورت نه لري چې دهوا له لاري له کندهار، هلمند او زابل څخه وکابل ته هوایې سفر وکړي، ځکه د جوړ سړک په حالت کې ددغې لارې ټول سفر د څلورو ساعتونو خوا وشا دئ، چې دومره وخت دهوايې سفر لپاره هر مسافر له کوره بیا و الوتکي ته دختلو ترځایه په تلاشیو او انتظار کې تیروي، او د ځکمنۍ سپرلۍ ټيکټ بیه به یې دهوايې سفر په پرتله نوي (۹۰٪) سلنه کم وي.

ولس دي دا فکر نه کوي چې مونږ کابل کې استازي لرو، او د استازو په غوښتنه به حکومت راته دکابل او کندهار سړ بیا ورغوي، که رښتیا درته ووایم دغه استازي او ددغي سیمي نور حکومتي چارواکي دي چې دکابل کندهار دسړک دجوړونې مخه یې نیولې.

کچیری سړک جوړ سي، دکابل او کندهار ترمنځ الوتنې به محدودي شي، کوم ټیکټ چې اوس یې حکومتي چارواکي یا د چارواکو خیښ او خاله په اویا او اتیا ډالره اخلي دغه ټیکټ به بیا په دوه یا دوه نیم سوه ډالره وي.

ولسه! حکومتی چارواکي، قومندان او رئیس یا هغه وکیل او د مجلس غړی به لیونی وي، چې ددغه سړک جوړوني غوښتنه به کوي، له حکومتي چارواکي او ستا په تذکرو باندي ټاکل شوي وکیلان ستا دوینو په مقابل کې چوپه خوله پاتي دي، داچې دده او دده د خواخوږي ګټه پکښي نه وي، څنګه به درته سړک جوړ کړي.

که سړک جوړ سي، کام ایر، افغان جیټ او صافي به بیا چیري الوتنې کوي، لالی، ایوبي، توخي او قلاتوال بیا له کومي خوا څخه کندهار او کابل ته راځي، کام ایر، افغان جیټ او صافي ستاسو دلاسونو دتڼاکو په پیسو باندي چیلیږي او ګټه یې لالی، ایوبي، توخي او قلاتوال جیب ته لویږي.

ولسه سړک ستا دئ، او ته بې دجوړیدو غوښتنه کوې، ترڅو چې یې غوښتنه ونه کړې او ورپسي ټينګ ونه دریږي حکومت یې نه درته جوړوي، حکومتي چارواکي دسړک د خوار او زار حالت په صورت کي ستا جیب وهي، دخپلو بچیانو دالوتکو ټیکټونه ستا دجیب په پیسو باندي اخلي.

خلګو په ایمان درته وایم لیکنه له درد څخه کوم، دافغاني احساس له مخې مي ځان ستړی کړی، نور ویښ شۍ، خپل حق په خپله ترلاسه کړۍ، په یو غږ له هلمند څخه بیا تر میدان ښار پوري لار بنده کړۍ، له حکومت څخه په ټینګه وغواړۍ چې دغه لار جوړه کړي، او څو پوري چې عملي کارنه وي پیل شوی ستاسو تذکرو باندي تاکل شویو وکیلانو خبره مه منئ، هغه ستا سو وکیلان نه دي که ستاسو وکیلان وای باید کورونه ستاسو په منځ کې وای.

یو ښه کار وسو چې دطالب ګذار نور ښارونو ته رالنډ شو، خائنان او لوټران یې یو په بل پسې دکابل خواته ورټول کړل، مخکي حکومتي لوټرانو مخامخ په سپینو سترګو د ولس په منځ له ولسه غلا کوله.

حکومتي چارواکي به څلورویشت ساعته دولتي برق درلود او عام افغان به يې دریمه ورځې نوبت ته انتظار کاو هغه هم څو ساعتونو لپاره.

څو کاله مخکې کندهار ته تللی وم دکوم ملګري کورکي مي شپه وه، دګرمۍ موسم و برق نه و توره شپه وه کوڅه تاریکیو ډوبه کړې وه، خواکي له یو کور څخه رڼاوي پورته کیږي، او دکولرانو بزهار اوریدل کیږي، پوښتنه مي وکړه، ددې کس برق له کومې خواڅخه دئ، وایي دا قومندان صاحب دئ دبرق ریاست ورته مستقیما تار راکش کړی دئ، نو که د طالب کذار نه وای دکورونو مخته به یې شکولو اوس ښه دي لري سوو، هلته چې هرڅه کوي زمونږ دبچیانو له سترګو څخه څه نا څه پنهان دي، بچیان به مو دا ارزو نه کوې چې کاش زما بابا هم قومندان وای.

دزابل غزني، کندهار او هلمند خلګو یا به ويښیږۍ یا به غرقیږئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د