fbpx

د یوویشتمې پيړۍ تر ټولو اوږده سپوږمۍ تندر نیونه نن شپه پيښیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ زمری، ۱۳۹۷): نن د جولایي میاشتې په ۲۷مه نېټه او د شنبې په شپه به د یوویشتمې پيړۍ تر ټولو اوږده سپوږمۍ تندر نیونه پيښه شي چې په کې به سپوږمۍ د ۱ ساعت او ۴۳ دقیقو لپاره په بشبړ ډول پټه وي.

دغې سپوږمۍ ته د وینې رنګ «Blood Moon» نوم هم ورکړل شوی، د افغانستان، پاکستان، ختیځه افریقا، منځنۍ ختیځ او ختیځې اسیا کې به تر ټولو څرګنده لیدل کیږي.

داسې پيښه هغه وخت رامنځته کیږي کله چې د ځمکې سیوری پر لمر او سپوږمۍ راشي نو سپوږمۍ ته خسوف پيښیږي، خو کله چې سپوږمۍ ته خسوف پيښ شي او د یوې ځانګړې خوا نه پر دې رڼا ولګیږي دا د وینې په ډول سور رنګ اختیار کړي، چې د ساینسپوهانو په وینا دېته کتل زیانمن نه دي.

د امریکا فضایي ادارې «ناسا» متخصصینو په وینا چې د شنبې شپې دغه پيښه چې په بشپړ ډول به سپوږمۍ پټه شي ۱ ساعت او ۴۳ دقیقې دوام ولري، خو د پېل نه تر پایه پورې به شاوخوا شپږ ساعته وخت ونیسي، دا پيښه په سلو کالونو یعنې یوه پیړۍ کې یو وارې رامنځته کیږي.

د سپوږمۍ تر ټولو سخته او ډیر وخت تندر نیونه نن شپه په ۹ بجې او ۴۴ دقیقې پېل کیږي چې د شپې په ۱۲ بجې به په بشپړ ډول سپوږمۍ تندر پټه کړي او تر ۱ بجې او ۴۳ دقیقې به یې همداسې نیولې وي، له هغه وروسته به سوکه سوکه تندر نیونه کمیږي، چې په ۳ بجې او ۵۸ دقیقې به سپوږمۍ تندر نیونه پای ته ورسیږي.

د افغانستان مشهور ستوري شناس «عبد الله کندهاري» رسنیو ته ویلي چې د شنبې شپې سپوږمۍ تندر نیول به په وروستیو پیړیو کې تر ټولو زیات وخت ونیسي.

د سپوږمۍ تندر نیول دا د الله تعالی د قدرت له نښو څخه یوه نښه ده چې خپل بندګان پرې ویروي، او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د احکاماتو مطابق له مسلمانانو څخه په دغه حالت کې لمونځ کولو او دعاګانو غوښتنه کیږي تر څو خسوف او کسوف ختم شي.

ساینسوپاهان د خسوف او کسوف ترمنځ دا توپير ښيي چې خسوف (سپوږمۍ تندر نیول) ته کتل د انسان لپاره کوم زیان نه پيښوي، خو د کسوف پروخت چې لمر سور رنګه شي شونې ده سترګو او دماغو ته سخت زیان ورسوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د