غزل

محمدعلي عمري

چـي پرمخ راشي سپين وېښته زياته يې نه وي مزه
هــډونه واړه شي درانـه زیـاته يې نه وي مزه

وهغه ښار ته چي ورځې خيال پر ايمان كوه ډير
چـي پكښي نه وي پښتانه زياته يې نه وي مزه

ستاخو اوښتې تـرشپېتو ده دکلونو لړۍ
اوس درته نـه ښايي واده زياته يې نه وي مزه

چـي دكوم قـام له خپلې ژبې سره نه وي الفت
ورته راځي دفـرهنګ غله زياته يې نه وي مزه

داسي ماشوم دې خالق ورنكړي هيچاته چي به
دمـورو پلار نكړي په خوله زيـاته يــې نه وي مزه

چـي عقيـده يــې وي خـرابه عمري هغو ته
بحث كې مه خوره خپل مازغه زياته يې نه وي مزه

په درناوي
مسلم باغ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د