شک روژه

عصمت الله بشام

زما دخیال شاپیرۍ چا پوري تړلي نه ده
پر اسمان ښکلې سپوږمۍ چا پوري تړلي نه ده

ستا شک روژه بلکل مکروه ده هیڅ صحت نه لری
خپره خوشبو د غوټۍ چا پوري تړلينه ده

احساس می سپین جزبه مي سپینه خبرسپینه کوم
زما د کردار دونیاګۍ چا پوري تړلي نه ده

د قرابت دعـــوه دي نه کوي زموږ ګاونډیان
زموږ دمیوند ملالۍچاپوري تړلي نه ده

د وجود ارګ مي د بدرنګ رقیب خنجرخوړلی
زما داسوې سلګۍ چا پوري تړلي نه ده

د ژونـد ترحق مورسوي په دي یاغی قلزم کې
دوخت اقدسه بیړۍ چا پوري تړلي نه ده

بشام یې سیوري ته دمه کړم ترابده پوري
دتوحید سپینه جنډۍ چا پوري تړلي نه ده

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د