شعـــــرونه

نعت شريف / عُقابي جانان

يا ربَّه زړه مې چاود کړ فراقت د محمد ﷺ
جنت کې رانصيب کړې رفاقت د محمد ﷺ

له نورو نورو مينو مې زړګی شفاف ساتلی
سينه کې مې زای کړی محبت د محمد ﷺ

ناجوړه يم بيماريم خو علاج راته معلوم دی
کوثر خوږې اوبه او شفاعت د محمد ﷺ

يم دلته کړېدلی، زورېدلی، دردېدلی
دا هرڅه به مې هیرشي په زيارت د محمد ﷺ

الحمدلله وايمه هزار شکر ګزار يم
راکړی دې الله څه ستر نعمت د محمد ﷺ

ډاډه يمه يا ربَّه دا خو ستا مهرباني ده
په سر لرم سايه او شفَقت د محمد ﷺ

مدام چې “عُقابي جانان” پرې وايمه درودونه
لمده مې دې وي ژبه په صفت د محمد ﷺ

♥صَلَّى الله عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلَّمَ♥

“عُقابي جانان”

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x