د قدرت پلوشې!

عبدالقديم نظام‎

بشر، پرښته، څه چې پر سجدو دي کاڼي بوټي
له ويرې دې مولا په رپېدو دي کاڼي بوټي

له قهره دې پناه غواړي، او پايي ستا په ذِکر
دا ځکه شپه او ورځ په ژړېدو دي کاڼي بوټي

راضي دې په تقدير دي تابعدار دې دي د امر
خدمت کې دې پر ملا په ماتېدو دي کاڼي بوټي

ټول تن يې ژبې ژبې د توحيد سندرې وايي
چوپ نه دي دغه ټول په غږېدو دي کاڼي بوټي

قدرت دې پلوشې پرې د تخليق دي خپرې کړي
ډېوې دې د جلال په ځلېدو دي کاڼي بوټي

چې تنده د عدم يې د وجود په جام شوه ماته
نظامه ځکه ټول په نڅېدو دي کاڼي بوټي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د