فرهنګونه څه وخت پرمختګ کوي؟

لیکوال

لیکوال: شبیراحمد سلیمي

دا پوښتنه تل مطرح کېږي او زه ورسره ډېر مخ شوی یم. چې فرهنګونه څنګه بډایه او پرمختګ کولی شي. ښایي د دې پوښتنې ګڼ شمېر ځوابونه وي. خو یو ځواب یې دا هم کېدای شي، چې فرهنګونه هغه وخت پرمختګ کولی شي، چې د ټولنې د افرادو تر منځ متضادې خو مثبتې نظریې وزېږي.

یعنې یوه پخواني دود یا فکر ته د اوس مهال له دقیقې فکري او نوې زاویې څخه وکتل شي. د ټولنو د باسواده قشر له لوري داسې افکار او نظریې په ټولنه کې تولید شي، چې د فرهنګ په بډاینه کې ونډه ولري. مثلا په ادبیاتو کې د کره کتنې داسې تیوري ایجاد شي؛ چې د یوه اثر اغېز په ټولنه او د ټولنې په افرادو په بشپړه توګه تر بحث لاندې ونیسي. دا کره کتنه د ټولنې د افرادو په ځانګړې توګه په ادبیاتو کې د دخیلو کسانو تر منځ بحث ته لار پرانېزي، کله چې افکار تبادله شي نوي شیان رامنځته کېږي او د نوي فکر ایجاد ته لار هوارېږي. ښایي دا بحثونه او د افکارو تضادونه موږ په ادبیاتو یا هم په بله هره برخه کې د نویو شیانو څېښتن کړي.

دا یوه طبیعي چاره ده، کله چې د بشر تر منځ د افکارو تضاد پېښ شي، بیا نوې تیورۍ او نظرې رامنځه شي. خو د نویو متضادو نظریو په رامنځته کوونکو کې باید د منلو او د یو بل په مقابل کې د درېدلو وړتیا موجوده وي. یعنې د هر چا فکر او نظریې ته درناوی وشي او له منطقي تفکر وروسته یې پر وړاندې خپل نظر څرګند شي. هغه ټولنې چې د یو بل د افکارو د نه منلو او ځان غوره بللو هڅه کوي، د نوي تفکر په ایجاد کې پاتې راغلې دي. زموږ ټولنه یې ښه بېلګه کېدی شي، چې دلته د تفکر ازادي، د نه منلو او په مقابل کې د زغم دود نشته، همدا وجه ده، چې د نوي فکر ایجاد زموږ په ټولنه کې ستونزمن کار دی.

د نویو افکارو په خاوندانو طبیعي ده، چې د مذهبي یا نورو کړیو له لوري به ټاپه پرې لګېږي، چې په ټولنه کې د خلکو ترې تنفر پیدا شي. زموږ فرهنګ ځکه وده نه کوي او دلته ځکه د تفکر او پرمختګ قوه مړه ده؛ چې موږ له نويو شیانو وېرېږو. او دا وېره په ټولنه کې ناپوهۍ رامنځته کړې ده. د دې وېرې د له منځه وړلو لپاره د پوهې تر لاسه کول یوازینۍ لاره ده. فرهنګونه هله پرمختګ کوي، چې د ټولنې د افرادو ترمنځ او په هغو افرادو کې چې دا فرهنګ دود دی، د هغوی د پوهاوي کچه لوړه وي. او د فرهنګ پرمختګ او بډاینې ته په هر لحاظ اماده وي.