fbpx

بوست لوبډلې د غازي امان الله خان سیالیو اتلولي وګټله

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان په کورنۍ سیالیو کې د بوست لوبډلې سپين غر لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

په غازي امان الله خان لیست A سیالیو کې نن د جمعې په ورځ د بست او سپین غر لوبډلو ترمنځ پایلوبه ترسره شوه چې په کې د نجیب ځدراڼ او کریم صادق لوبډلې د محمد شهزاد او سمیع الله شینوراي لوبډلې ته د منیر احمد په زړه پورې سلیزې ماتې ورکړه.

په دغه سیالۍ کې پچه بست لوبډلې وګټله خو سپین غر لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه چې د عظمت الله په ۶۲ او فرید ملک په ۴۲ منډو یې سیال لوبډلې ته د ۳۲۱ منډو هدف وټاکه، په داسې حال کې چې د بست لوبډلې توپوهونکي سید شېرزاد ۳ لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د بست لوبډلې اوپنر توپوهونکو ښه پېل وکړ، چې کریم صادق د ۵۹ منډو په جوړولو وسوځېد، همدا ډول ټولو توپوهونکو ښه لوبه وکړه خو د منیر احمد سلیزې او د نجیب ځدراڼ نیمه سلیزې ټاکلی هدف په اسانۍ ۴۹م اور کې پوره کړ.

ددوی لخوا منیر احمد په ۹۱ توپونو د ۳ شپږیزو او ۱۰ څلوریزو په مرسته ۱۰۸ منډې جوړې کړې او ونه سوځېد، له بل اړخه نجیب ځدراڼ هم مسوولانه لوبه ترسره کړه او د ۳ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مرسته یې په ۶۷ توپونو ۷۳ منډې جوړې کړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د