غزل – ابراهیم صیاد

اې ښکلیه چې پاچا یې خو زما له برکته
سپوږمۍ ښکلې یادیږي د رڼا له برکته

اې راشه چې په غاښ یې کړم ته ګوره کرامت ته
دا مخ به دې شغلې وهي سبا له برکته

دا ته څنګه انسان یې چې ملا پسې غږیږې
انسان خو انسان کیږي د ملا له برکته

لږ سر په ګریوانه کې شرعه وکړه بد تمیزه
د مور ، ښځې تمیز کوې د چا له برکته ؟

د ښکلو چې خپلوان وي غنمرنګ مې هم خوښیږي
نامي دال مې خوښیږي د لوبیا له برکته

عجبه نظاره وي د ډیوې په شان ځلیږي
غونډ مڼډ چې اننګي شي د خندا له برکته

په سترګو جنګولو کې اشنا میدان ګټلی
صیاد ماته خوړلې د حیا له برکته

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د