د فیسبوک مشر څو دقیقو کې له ۱۶ ملیارده ډالره تاوان سره مخ شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ زمری، ۱۳۹۷ل): د نړۍ تر ټولو سترې مشهوې ټولنیزې رسنۍ مشر مارک زوکربرګ په څو دقیقو کې له ۱۶ ملیارده ډالره تاوان سره مخ شوی دی.

راپورونه زیاتوي چې د فیسبوک په درې میاشتني راپور کې ویل شوي چې د کاروونکو په شمېر کې کموالی او عواید د اټکل نه کمېدل دوی ته ۱۴۸ ملیارده تاوان اړولی دی.

خو له دې زیات تاوان د فیسبوک مشر مارک زوکربرګ شتمنۍ ته اووښتی چې د راپور راتلو نه څو دقیقې وروسته یې ۱۶.۸ میلیارده ډالر لاسه ورکړل.

د فیسبوک په استعمال کې له چهارشنبې څخه تر پنجشنبې پورې ۲۴ سلنه کموالی راغلی چې له امله یې زوکربرګ -څوک چې د نړۍ یو له سترو شتمنو کسانو څخه دی- په لیست کې درې درجې ښکته شوی دی.

د نړۍ تر ټولو سترو شتمنو کسانو په لیست کې څو ورځې وړاندې مارک زوکر برګ د ۸۶.۵ ملیارده ډالرو لرلو مالک و، مګر په دوو ورځو کې دغه شتمني له۷۰ ملیارده ډالرو څخه هم ښکته شوه چې د درېیم شتمن کس ویاړ شپږم ته ښکته شو.

دا د امریکې په تاریخ کې لومړی ځل دی چې کوم شرکت ته یوازې یوه ورځ کې د ۱۰۰ ملیارده ډالرو تاوان رسیږي، که دې شرکت ته مالي تاوان دومره د اهمیت وړ نه وي خو په لویه کچه کاروونکي له لاسه ورکول دغه شرکت له ستر ګواښ سره مخ کوي.

شنونکي په دې باوري دي چې د فیسبوک په اړه نویو شخړو ددې کچه په ټولنیزو رسنیو کې کمه کړې ده، او ددوی د مینې کموالي فیسبوک پخپلو پریکړو بیا کتنې ته اړ کړی دی.

د یادونې وړ ده چې تېر کال پر فیسبوک د امریکې په ټاکنو کې د کاروونکو معلوماتو استعمالولو تور لګېدلی و چې له کبله یې یو شمېر کاروونکي فیسبوک پريښودو ته اړ شوي ول.