fbpx
عمران خان، د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر

عمران خان، «نوی پاکستان» او افغانستان سره راتلونکې اړیکې

لیکوال: ذاکر جلالي

په پاکستان کې د جولای ۲۵مې پارلماني ټاکنې د دغه هېواد په تاریخ کې په څو لحاظونو ډېرې متفاوتې وې. دا لومړنی ځل دی چې په مسلسل ډول درېیم ملکي حکومت ته واک د ټاکنو له لارې لېږدول کېږي. مګر دا هیله لا هم پر ځای پاتې ده چې یو لومړی وزیر دې وکولای شي خپله پنځه کلنه دوره بشپړه کړي. د تېر حکومت لومړی وزیر، نواز شریف له ټاکنو یو کال وړاندې د محکمې له لورې نااهل شو، له ټاکنو کابو دوې اوونۍ وړاندې د محکمې له خوا مجرم وګڼل شو او په لس کاله بند او نغدي جریمې محکوم شو. دا په خپله د راتلونکو ټاکنو پر پایلو شکونه زیاتولای شي چې د تېر حکومت لومړی وزیر، لور یې مریم نواز او د ګوند ګڼ غړي يې له ټاکنو په لنډه موده مخکې د زندان مېلمانه وي. پر دې سربېره مسلم ليګ نواز ګوند ادعا کوي، چې د دوی اوولس زره لوړپوړي او عادي غړي د ناڅرګندونو تورونو له امله بنديان دي.

 د ټاکنو نارسمي پایلې ښيي، چې د عمران خان انصاف تحریک د پاکستان په ولسي جرګه یا ملي اسمبلۍ کې ۱۱۵ څوکۍ او د نواز شریف مسلم لیګ چې اوس یې شهباز شریف مشري کوي یوازې ۶۳ څوکۍ ګټلې دي. له هغې راهیسې چې پاکستان کې د ملکي واک د لېږد لپاره ټاکنې کېږي، یا د نواز شریف کورنۍ مسلم لیګ او یا هم د بوټو کورنۍ پیپلز ګوند توانېږي چې مرکزي حکومت جوړ کړي. نور قومي او مذهبي ګوندونه کله هم نه دي توانېدلي چې د مرکزي حکومت په تشکیل کې محوري رول ولوبوي. دا لومړی ځل دی چې له یادو دوو سترو ګوندونو هاخوا یو نوی ګوند او نوې څېره مرکزي حکومت تشکیلوي.

د پاکستان انصاف تحریک ګوند د پخواني کرکټ ستوري او د ۱۹۹۳ کال د نړیوال کپ ګټونکي، عمران خان له خوا په ۱۹۹۷ کې تاسیس شو. تر ۲۰۱۱ پورې د عمران خان ګوند د پاکستان په سیاست کې پاموړ رول نه درلود. په ۲۰۱۳ کې چې کله د عمران خان ګوند وتوانېد چې په لاهور کې ستره غونډه راوبولي دا هیلې يې زیاتې شوې چې ګوندې کولای شي د پاکستان لومړی وزیر شي؛ خو د ۲۰۱۳ په ټاکنو کې عمران خان یوازې په پښتونخوا کې وتوانېد چې ساده اکثریت وګټي او جماعت اسلامي سره ایتلافي حکومت جوړ کړي. مګر د ۲۰۱۳ کال پر ټاکنو به تل عمران خان د درغلیو تور پورې کاوه. د ۲۰۱۳ له ټاکنو وروسته دوره، که څه هم د پخوانیو ایالتي حکومتونو په پرتله د عمران خان حکومت وتوانېد چې د پېښور ښار رنګ بدل کړي؛ خو تر ډېره یې توجه په مرکز کې د نواز شریف د حکومت پرخلاف لاریونونو پورې ورټوله وه. لومړی یې پر نواز شریف د درغلیو تور پورې کاوه، وروسته یې بیا پانامه لیکس خبره توده وساتله چې بالاخره همدا د پانامه لیکس قضیه د دې باعث شوه چې نواز شریف له واکه لرې او بالاخره د لس کلن زندان مستحق وګڼل شي. پانامه اسنادو په ډاګه کړې وه چې د نواز شریف کورنۍ له هېواده بهر پانګونه کړې ده، خو د جرم لامل يې په متحده عربي اماراتو کې د خپل زوی د شرکت رياست بلل شوی و، چې ده په خپلو اسنادو کې نه و ښکاره کړی.

 د پاکستان په اکثرو ټاکنو کې پایلې ټولو سیالو ګوندونو ته د منلو نه وي؛ دا لومړنی ځل دی چې له یوې مخې ټول سیاسي ګوندونه د نارسمي پایلو له اعلان سره د ټاکنو پر روڼتیا تورونه پورې کوي. یوه بله نیوکه چې دغه ګوندونه یې لري خو څرګند یې نه شي ویلای په دغو ټاکنو کې د پوځیانو رول دی. هغه څه چې دغه ټاکنې يې ډېر متفاوتې کړې د کابو ټولو سیاسي ګوندونو مشرانو یو مخیزه ماتې ده. اسفندیار ولي خان، محمود خان اڅکزی، مولانا فضل الرحمن، سراج الحق، افتاب شېرپاو، چوهدري نثار علي خان او په دغه کچه ځینې نور سیاسي مشران مات شول. د اسفندیار ولي خان په مشرۍ عوامي نېشنل ګوند مشرانو په ډاګه وویل چې دا انتخابات نه وو، انتصابات وو. د عمران خان تحریک انصاف پوځ ته تر نورو نژدې، بلکې د پوځ انتخاب ګوند ګڼل کېږي. نواز شریف چې د عمران خان د تورونو پر ضد غبرګون ښوده دی یې د «فضايي مخلوق» په ملاتړ تورناوه، چې هدف یې پوځ او استخبارات وو.

عمران خان څوک دی؟

عمران خان د ۱۹۵۲ د اکټوبر په ۵مه د پنجاب شمال لوېدیځ میانوالي سیمه کې زېږېدلی. پلار یې اکرام الله خان ساختماني انجینر و. مور یې شوکت خانم نومېده. د عمران خان پلرني او مورني نیکونه پښتانه دي. له پلاره یې سلسله د پښتنو په نیازيو ګډېږي او مورني يې هم بُرکي قبیلې پورې ګډېږي، چې د عمران خان په ژوندلیکونو کې يې پښتانه یادوي.

ښوونځی یې د لاهور په ایچسن کالج کې لوستی او د لوړو زده کړو لپاره د بریتانیې ورسسټر کالج ته تللی. د انګلستان له اکسفورډ څخه یې په فلسفه، سیاست او اقتصاد کې لیسانس ترلاسه کړی. له اویایمو کلونو یې کرکیټ ته مخه کړه او په ۱۹۹۳ کې وتوانېد چې پاکستان ته د کرکیټ د نړیوال کپ راوړي. د نړیوال کپ ګټل د عمران خان د شهرت پیل و. د دې تر څنګ د عمران شخصیت یو بل اړخ هم لري. لکه د نورو پاکستاني “Elite” یا د لوړ پاړکي پاکستاني سیاستوالو په څېر د عمران خان ځواني هم د لندن په شپنیو کلبونو کې تېره شوې. نیویارک ټایمز لیکي «په ۱۹۸۲ کې لندن کې خپرېدونکې یوې ورځپاڼه کې د عمران خان داسې عکسونه راغلل چې پر تخت داسې غځېدلی چې یوازې يې عادي نېکر اغوستی». د ورځپاڼې خبریال لیکلي و «عمران له دې اندېښمن و چې د جنسي سمبول په توګه انځور شي». خو، د نیویارک ټایمز په حواله د عمران خان شخصیت کې یو پېچلی او مرموز بدلون راغی. عمران خان د کرکیټ د مشرۍ تر څنګ د خیر ښېګڼې په برخه کې هم فعال شو. ورو ورو یې له غربي طرز ژوند، کلبونو… نجونو سره واټن پيدا کېده. له دې واټن سره یې اسلام ته مخه زیاته شوه. نیویارک ټایمز لیکي چې تصوف ته يې لېوالتیا زیاته شوه. عمران خان ویلي و چې تصوف یې ژوند ته هدف وروباښه.

په ۱۹۹۱ کې يې د خپلې مور “شوکت خانم” په یاد په لاهور کې د سرطان د ناروغۍ د درملنې روغتون جوړ کړ چې د ناروغ اویا سلنه لګښت یې روغتون پرې کوي. په ۱۹۹۷ کې يې د انصاف تحریک بنسټ کېښود او له هغې راهیسې د پاکستان په سیاست کې فعال و، خو له ۲۰۰۸ کال راهیسې یې شهرت او پلویان هغه وخت په زیاتېدو شو چې دی په قبایلي سیمو کې د امریکا د ډرون بریدونو له سختو مخالفینو څخه و. د ۲۰۱۳ د ټاکنو په کمپاین کې يې د نواز شریف د مسلم لیګ پرخلاف د «نوي پاکستان» غږ پورته کړ.

له ۲۰۱۳ راهیسې د نورو شعارونو ترڅنګ د عمران خان دوه دریځونه تر نورو هغو ډېر څرګند وو: لومړی د فساد پر ضد غږ. ده خپلو ډېری ټاکنیزو غونډو کې د پاکستان پر سیاستوالو نیوکې کولې چې په مالي فساد ککړ دي او پاکستان کې يې د فقر او اقتصادي مخ په ځوړ وضعیت پړه د سیاستوالو پر فساد اچوله. دویم د ده دریځ په قبایلي سیمو کې د امریکا د ډرون بریدونو پرخلاف تر نورو پاکستاني سیاستوالو ډېر جوت و. که وویل شي چې د پاکستان په سیاسي ډلو کې د ده په کچه په قبایلي سیمو کې د ډرون بریدونو پرخلاف غږ نورو نه دی پورته کړی نو مبالغه به نه وي. د امریکا پر سیاستونو د نیوکو له امله یې مخالفینو «طالبان خان» نوم هم ورکړی و. همدغه سیاستونه خو یې د دې لامل هم شول چې کله په ۲۰۱۳ کې د نواز شریف حکومت وغوښتل چې پاکستاني طالبانو سره مذاکرات وکړي، طالبانو د عمران خان نوم هم یاد کړی و چې کولای شي د دوی په استازیتوب له حکومت سره خبرې وکړي.

په هر صورت، اوس مهمه پوښتنه دا ده چې د پاکستان د دغه ډول کورني وضعیت او د عمران خان شخصیت او سیاست په نظر کې نیولو سره به د ده په مشرۍ د پاکستان د راتلونکي حکومت اغېز له افغانستان سره پر اړیکو څه وي. افغان حکومت له طالبانو سره د سولې په بحث کې ډېره هیله او تمه پاکستان ته لري، د عمران «نوی پاکستان» به څومره د افغان حکومت له دغې هیلې سره سم ګام واخلي.

د عمران خان «نوی پاکستان» او افغان حکومت

عمران خان له دوه ویشتو کالو سیاسي مبارزې وروسته د صدراعظمۍ د څوکۍ سره په لنډ واټن کې ځان ویني. اوس نو عمران خان د کرکیټ او خیریه فعال پر ځای یو سیاستوال دی چې پرېکړې به یې د پاکستان پر دوه سوه میلیوني نفوس سربېره د سیمې پر وضعیت هم اغېز ولري.

د ګڼو عواملو په نظر کې نیولو سره دا ارزونه کېدای شي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې به د عمران خان پاکستان کې له هغو بدلې وي کومې چې د نواز شریف د صدارت په وخت کې وې. دلته یو بل مهم ټکی هم د یادولو وړ دی او هغه دا چې د ځینو هېوادونو په تړاو د پاکستان د بهرني سیاست د کرښو په ترسیم کې د پوځي ادارو رول تر ملکي ادارې ډېر وي. افغانستان، هند، چین، سعودي، امریکا او اوس اوس روسیه دا ټول هغه هېوادونه دي چې د دوی په تړاو د بهرني سیاست جوړونه کې د بهرنیو چارو وزارت یا ملکي ادارې رول ډېر تت وي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د امنیتي تړون په لویه جرګه کې او بیا یې د خپلې واکمنۍ د مخه ښې په غونډه کې وویل چې د افغانستان د سولې کیلي امریکا او پاکستان سره ده. ولسمشر اشرف غني واک ته له رسېدو سره سم، د سولې په برخه کې خپله ټوله سیاسي پانګونه پر پاکستان وکړه. هند ته یې خپل لومړنی رسمي سفر وځنډاوه، پاکستان ته یې په لومړي ځل ځوان افغان پوځي افسران د روزنې لپاره واستول، هند څخه یې د وسلو اخیستو هوکړه وځنډوله او همداراز یې پاکستان سره د استخباراتي معلوماتو د تبادلې تړون لاسلیک کړ، خو وروسته داسې ښکاره شوه چې ولسمشر غني په خپله محاسبه کې تېروتی و؛ ځکه په هماغه ډول یوه بيړني اقدام کې بېرته د هند پر لور وګرځېد. ولسمشر غني له پاکستان سره تر دې بریده توند چلن خپل کړ، چې تیار نه و چې د ۲۰۱۵ په ډسمبر کې د اسیازړه پنځمه ناسته کې د ګډون په موخه اسلام‌اباد ته سفر وکړي. وروسته نواز شریف پښتانه مشران کابل ته واستول او ولسمشر غني يې وهڅاوه چې اسلام اباد ته سفر وکړي. له هغه سفر یو کال وروسته، د ۲۰۱۶ په ډسمبر کې د اسیازړه شپږمه ناسته په هند کې کېده. ولسمشر غني په یوه بل ناببره اقدام کې د کانفرانس په جریان کې د پاکستان ۵۰۰میلیونه ډالري مرسته رد کړه. غني ویلي و «پاکستان په پراختیايي برخه کې افغانستان سره د پنځه سوه میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې. موږ دغه ډول مرستو ته اړتیا نه لرو».

له پاکستان سره د افغان حکومت دغه ډول ژر نژدې کېدل او بیا وروسته واټن نیول او هند ته ډېر نژدې کېدل که له یوې خوا د افغان حکومت د یوه متوازن او ستراتيژيک بهرني سیاست د نه موجودیت ښکارندويي کوي، له بلې خوا په افغان سوله کې له پاکستانه د افغان حکومت توقع هم ښيي. افغان حکومت چې په کومه کچه له پاکستانه په افغان سوله کې د رول لوبولو توقع لري، پاکستان دغه وړ اقدام ته ان د نواز شریف په وخت کې هم تیار نه و، د عمران خان په پاکستان کې دا هیله لا زیاته تته برېښي. په څو دلایلو ویلای شو چې عمران خان به د افغان حکومت له طبعې او هیلې سره سم سیاست ونه لري:

د پاکستان د چارو د څارونکو د نظر اتفاق دی چې د عمران خان تحریک انصاف د نورو ګوندونو په پرتله پوځ سره نژدې اړیکې لري. د عمران ډېری دریځونه داسې وو چې د پوځ له هغو سره به یې همغږي درلوده. عمران خان اصلاً د پاکستان د پوځ او ملکي ادارې ترمنځ په کشمکش باور نه لري. دی فکر کوي چې پوځ سره به په اسانۍ همغږی چلن وکړي.

بل ټکی چې ډېر مهم برېښي هغه دا دی، چې عمران خان شخصاً له هغه څه سره موافق نه دی چې امریکا د ترهګرۍ پر ضد د جګړې په نامه له تېرو اوولسو کلونو راهیسې په سیمه کې پیل کړي. عمران خان په سیمه کې د امریکا له پوځي حضور سره موافق نه دی. د ده د شهرت او راپورته کېدو لومړنی دریځ په قبایلي سیمو کې د ډرون بریدونو پرخلاف توند دریځ و. عمران خان د روان کال په اپرېل کې له آر ټي روسي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې روانه جګړه د امریکا ده، پاکستان باید په کې نه وای داخل شوای. کله چې عمران خان د امریکا له پوځي حضور سره موافق نه وي، د امریکا په ګټه جګړې سره په هېڅ صورت موافق نه دی. عمران خان په ګڼو مرکو کې ویلي چې په افغانستان کې بهرنی پوځي حضور د جګړې لامل دی او دغه پوځي حضور یې «ښکېلاک» بللی دی. په دغه بحث کې اکثر پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل او نولسمه پېړۍ کې د انګریزانو د یرغلونو مثالونه ورکوي.

په ۲۰۱۲ کې عمران خان ان افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو او افغان حکومت پر ضد جنګ «جهاد» وباله چې په رسنیو کې يې ډېره غوغا راپورته کړه. عمران خان ویلي و «څوک چې د خپلې ازادۍ لپاره جګړه کوي، جهاد کوي. نو افغانستان کې چې څوک د بهرني اشغال پرخلاف جنګېږي دا جهاد دی». وروسته عمران خان هڅه وکړه چې دا خبره ترمیم کړي. بیا یې په دې الفاظو وکړه چې څوک چې جنګېږي هغوی داسې انګېري چې جهاد دی. په هر صورت، دا د عمران خان د ذهني قضاوت واضحه ښکارندويي کوي. خو عمران خان الفاظو کې د نورو تجربه سیاستوالو په پرتله ډېر صریح دی او نه شي کولای چې خپله خبره د مجربو او لوبېدلیو سیاستوالو په څېر په داسې الفاظو کې بیان کړي چې د رسنیو غوغا راونه پاروي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د ۲۰۱۷ په اګسټ کې د سویلي اسیا په تړاو خپله تګلاره اعلان کړه او پر پاکستان یې فشار راوړ، عمران خان له هغو سیاستوالو څخه و چې د ټرمپ پر تګلاره یې نیوکې وکړې. د ټرمپ په غبرګون کې په لومړني ټویټ کې عمران خان ولیکل «امریکا بیا د خپل ناکام افغان سیاست له امله پاکستان ملامتوي…موږ باید همداراز له دې وروسته دا رد کړو چې د امریکا او هند د ناکامیو د قربانۍ پسه شو». عمران خان پر پاکستان د امریکا د مرستو د بندېدو د ګواښ په اړه سي ان ان ته وویل «زه به په یقین سره خپل حکومت ته وړاندیز وکړم چې موږ له دغو مرستو پرته هم خپلې چارې پرمخ وړلای شو، دا ډېره ښه ده چې له افغانستانه بېرون واوسو، دا مرستې موږ ته په ډېره لوړه بیه پرېوتې». د ټرمپ پر ضد د څرګندونو په دوام عمران خان د روسيې آر ټي ټلویزیون ته وویل چې دا پاکستانیانو ته ډېر زیانمن واقع شوی چې په داسې جګړه کې يې برخه واخیسته چې د پاکستان نه وه. عمران خان وویل «پاکستان ته دا درس شو چې هېڅکله د نورو جګړو کې ښکېل نه شي». که د ترهګرۍ ضد د امریکا د جګړې په تړاو د عمران خان دریځونه د پاکستان پيپلز ګوند مشرانو سره پرتله کړو، څرګند توپیر په کې ښکاري. پیپلز ګوند هم د حکومت پرمهال او له حکومته بهر ټینګار کوي چې د ترهګرۍ او افراطیت ضد جګړه د پاکستان ده. عمران خان بیا د پاکستان عمده ستونزه افراطیت او ترهګري نه، بلکې کمزورې حکومتداري او اداري فساد بولي.

لومړنۍ وینا

عمران خان په لومړنۍ وینا کې رغنده خبرې ډېرې لرلې. خو کله چې د عمران خان لومړنۍ وینا د ده د پخوانیو دریځونو په زمینه کې لولو، نتیجه له هغه څه بدله راوځي چې ښايي افغان حکومت توقع ولري. د عمران خان څرګندونې د افغانستان او افغانانو په اړه تر ډېره عاطفي وې. ده وویل افغانانو د نړۍ پرمخ تر بل هر ملت ډېر کړاو لیدلی او پاکستان په افغانستان کې سوله غواړي. عمران خان وویل حکومت به یې له هرې لارې هڅه وکړي چې افغانستان کې سوله راشي؛ خو له واکمنۍ وړاندې په ځلونو عمران خان په افغانستان کې د جګړې دوام د بهرنیو ځواکونو له حضور سره تړلی. دا هغه پایله ده، چې ښايي افغان حکومت ته په زړه پورې نه وي. عمران خان د افغانستان په بحث کې د امریکا یادونه هم وکړه او ویې ویل «د دې لپاره چې په افغانستان کې امریکا حضور لري، زه غواړم چې متحده ایالاتو سره هم زموږ داسې اړیکې وي چې متقابل ګټور وي، چې د دواړو هېوادونو په ګټه وي». د «متقابل ګټور» قید یادونه د عمران خان اصلي دریځ بیانوي. لکه همدې وینا کې يې چې ورته اشاره وکړه «تر اوسه له بده مرغه زموږ اړیکې یو اړخېزې وې، مثلاً امریکا فکر کوي چې پاکستان سره مرسته کوي او د امریکا جګړه پرمخ وړي. له دې پاکستان ته ډېر زیان رسېدلی». عمران خان بیا په تکرار وویل «موږ غواړو چې امریکا سره مو داسې اړیکې وي چې دواړو ته ګټورې او متوازنې وي».

عمران خان په دې باور دی چې تر اوسه د پاکستان او امریکا اړیکې پر متقابلو ګټو نه وې ولاړې. امریکا پاکستان ته ډالر ورکول او په نتیجه کې يې پاکستان هغه جګړه پرمخ وړه چې د امریکا وه. سربېره پر دې، د پاکستان مالي راپورونه ښيي چې د ترهګرۍ ضد جګړې له امله پاکستان په تېرو اوولسو کلونو کې ۱۲۳ میلیارده ډالر زیان لیدلی او تر اویا زرو پورې پاکستانیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. په دغه موده کې د امریکا مرستې شاوخوا ۳۳ میلیارده ډالره یادېږي. عمران خان له دغه ډول چال چلن سره موافق نه دی. له بلې خوا امریکا پاکستان سره خپلې اړیکې تر ډېره ترهګرۍ ضد جګړې اړوندو مسایلو پورې تړلې ګڼي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هم د پاکستان نوي حکومت سره د کار کولو د تیاري ښودلو تر څنګ ویلي چې د ټاکنو په اړه خپلې ملاحظې لري. د افغان حکومت توقع له پاکستانه دا ده چې په خپل فشار سره طالبان خبرو ته حاضر کړي او که کوم طالب مشران خبرو ته نه تیارېږي پر ضد یې باید وسله‌وال اقدام وشي. هغه څه چې پاکستان یې نه مخکې منلو ته تیار و او د عمران خان په مشرۍ حکومت ته دغه ډول اقدام لا مشکل برېښي.

د عمران خان په وینا کې بل مهم ټکی چې د امریکا او پاکستان پر اړیکو د منفي سیوري معنا ترې اخیستل کېدای شي د چین بحث دی. د عمران خان په وینا کې د چین مثال ډېر یادېده، د فقر په ورکاوي کې يې له چین د زده کړې بحث مطرح کړ همداراز يې ټینګار وکړ چې د چین «سي پېک» اقتصادي پروژه پاکستان ته دا فرصت ورکوي چې ګټه ترې پورته کړي او پاکستان ته بهرنۍ پانګونه راوکاږي. امریکا بیا په ټوله کې چین سره د پاکستان له نژدې کېدو اندېښمنه ده او د سي پېک پروژې په اړه د ۲۰۱۷ په سپټمبر کې د امریکا دفاع وزیر جېمز مټیس په وضاحت سره وویل چې امریکا سي پيک سره مخالفه ده. پاکستان بیا سي پيک د خپلې اقتصادي ودې لپاره طلايي فرصت بولي. چین د سي پيک په چوکاټ کې په پاکستان کې شپېته میلیارده ډالر پانګونه کوي.

پایله

د پاکستان د ټاکنو پایلې داسې راغلې چې هېڅ ګوند په مرکزي اسمبلۍ کې په یوازې سر حکومت نه شي جوړولای. د دغو کرښو تر لیکلو، مسلم لیګ نواز د پنجاب په ایالتي اسمبلۍ کې ۱۲۷ او د عمران خان انصاف غورځنګ ۱۲۳ څوکۍ ګټلي دي او دواړو اعلان کړی چې حکومت به جوړوي. په مرکز کې هم عمران خان داسې شمېر څوکۍ نه دي خپلې کړي چې په یوازې سر حکومت جوړ کړي. ټول اکثریت ګټونکي ګوندونه د خپلواکو بریالیو استازو مرستې ته اړ دي. نو دا له وړاندوینې سره سم ښکاري چې راتلونکی حکومت به په سیاسي لحاظ کمزوری وي. که د پنجاب ایالت حکومت د نواز شریف ګوند رهبري کړي، بیا به د عمران خان حکومت لا بې‌ثباته وي.

د پاکستان اړیکې واردمخه له امریکا او افغان حکومت سره خرابې دي. د عمران خان په مشرۍ حکومت کې هیله نه شي کېدای چې دا اړیکې به ورغول شي. ډېری وخت رسنیو کې له پاکستان سره د امریکا د اړیکو د خرابۍ عمده علت له طالبانو د پاکستان ملاتړ یا ورته ځای ورکول یادېږي؛ خو د پاکستان او امریکا د اړیکو د خرابي یو عمده لامل چین سره د پاکستان ډېر نژدې کېدل دي. که اوسنۍ نړیوال سیاست ته یو نظر وکړو، د امریکا ډېره اندېښنه تر بل هر شي د چین راپورته کېدا ته ده. اوس نه یوازې دا چې پاکستان چین ته لا نژدې کېږي، بلکې پاکستان په سیمه کې د رامنځ ته کېدونکي امریکاضد ګروپ له مخکښو څخه دی. روانه جولای اسلام‌اباد د چین، ایران او روسيې د استخباراتي مشرانو د یوې نادرې ناستې کوربه و. تېر کال د امریکا په ملي دفاعي ستراتيژۍ کې چین او روسيې سره رقابت ته د ترهګرۍ پر ضد جګړې په پرتله لومړیتوب ورکړل شوی و. د دې په مقابل کې د سیمې هېوادونه هم د پاکستان په ګډون په افغانستان کې د امریکا پر پوځي ستراتيژۍ بدګومانه دي. په حقیقت کې د امریکا اهداف د پاکستان په ګډون د سیمې هېوادونو سره په ټکر کې دي، که د عمران خان پر ځای بل څوک هم وای د ښه کېدو احتمال به یې کمزوری وای، خو د عمران خان په واکمنۍ کې یې د لا خرابېدو وړاندوینه هم کېدای شي.

بله مسئله د افغانستان په تړاو د عمران خان سیاست دی. دا موضوع هم له امریکا سره د پاکستان د اړیکو په تناظر کې ارزول کېدای شي. عمران خان په سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد روانه جګړه د امریکا د ګټو جګړه بولي او د پاکستان په زیان یې ګڼي. په ذهني لحاظ هم عمران خان دې ته تیار نه دی چې په دغه جګړه کې د امریکا په ګټه رول ولوبوي. نو د دې په نظر کې نیولو سره تمه نه شي کېدای چې د عمران خان حکومت دې د ولسمشر غني حکومت سره د سولې په برخه کې داسې همکاري وکړي چې د ملي یووالي حکومت یې تمه لري. ځکه عمران خان چې په افغانستان کې د سولې خبره کوي، د امریکا د پوځي حضور سره جګړه تړلې بولي او سوله د امریکا له وتلو سره….دا هغه څه نه دي چې افغان حکومت ورته خوشاله شي.

د پاکستان لپاره عمران خان نوې څېره ده، د نوو او سترو کارونو جذبه لري. له سیاسي ګوندونو سره د خړوپړو اړیکو په مقابل کې د عمران خان اړیکې له پوځیانو سره ښې برېښي. دا یې د قوت ټکی کېدای شي او ښايي له دې ټکي په استفادې د عمران خان حکومت څه نا څه لاسته‌راوړنې ولرلای شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

موږ د پاکستان ؤ لس ته د یو روښانه او سوکاله او نېکمرغه راتلونکی هیله مند یو خو پدې شرط چه: ۱-افغان او افغانستان ته د یو انکار نه منونکی واقعیت پتوګه نظر ولری او ټول موجودیت ئې په رسمیت و پېژنی. ۲- د سترو قدرتونو خصوصاً انګرېز د مرئیتوب څخه نور توبه وباسی او خپل مستقلانه داخلی او خارجی سیاست فقط د خپل هیواد د ملی ګټو پر مدار تنظیم کی. ۳- د تروریزم د پراخ ملاتړ څخه لاس په سر او د سیمه ایزی او نړیوالی سولی د ټینګښت او پایښت په لیاره کی ټینګ او متین ګامونه… نور لوستل »