fbpx

پاکستان: سیاسي ګوندونو ټولټاکني له درغلیو ډکي بللي او له منلو یې انکار کړی

نن ټکی اسیا (شنبه،۶زمری ۱۳۹۷ل): د پاکستان ډیریو سیاسي ګوندونو په یوه ګډه خبري غونډه کې د چارشنبې د ورځي ټولټاکنو پایلي رد کړي او زیاته کړي یي ده چې په دغو ټاکنو کې پراخه درغلي شوي. چې له امله یې دوی پایلي نه مني.

د پخواني واکمن مسلم لیګ ګوند په ګډون د مذهبي ګوندونو اتحاد، متحده مجلس عمل، او د پښتنو ملتپاله ګوندونو لکه پښتونخوا ملي عوامي، او عوامي نیشنل ګوند او یو شمېر نورو ګوندونه پرون په اسلام آباد کې سره را غونډ شوي وو چې وروسته یې د خبري کنفرانس په ترڅ کې اعلان وکړ چې د پاکستان په تاریخ کې د اوسنیو ټولټاکنو په څیر له درغلیو ډکي ټاکني نه دي ترسره شوي، دوی وویل، غړي به یې ملي او ایالتي اسامبلو ته سوګند نه پورته کوي.

مولانا فضل الرحمان، چې د یادو ګوندونو په استاځیتوب خبري کولي، وویل: د اوسنیو ټولټاکنو پایلې دوی ته هیڅکله د منلو وړ نه دي او نه به هغه چا ته د حکومت کولو اجازه ورکړي چې د ده په خبره په زوره کامیاب کړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په ټول هیواد کې به پراخ لاریونونه پیل کړي او له سره به د نویو ټاکنو غوښتنه وکړي. خو د پاکستان مسلم ګوند مشر شهباز شریف وايي له نوي پارلمان سره د پرېکون په تړاو به له ګوندي ملګرو سره سلا مشوره وکړي.

تر اوسه خپرې شوې رسمي او نا رسمي پایلې ښيي، چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند تر ټولو مخکې دی.
د ټولټاکنو تر اوسه شمېرل شوې رایې ښيي، چې د عمران خان ګوند له 118 ډېرې پارلماني څوکۍ تر لاسه کړې او د بریا ادعا کوي.

عمران خان، د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر

خو مخالف ګوندونه یې تور پوري کوي چې د درغلیو په نتیجه کې په قصدي ډول د عمران خان د بریا هڅي شوي دي. دوی که څه هم په ښکاره د چا نوم نه اخلي خو څرګندي اشاري یې پوځ ته دي چې ګویا د استخباراتي ایجنسیو په وسیله یې د عمران خان لپاره درغلي کړي ده او د نورو ګوندونو د ناکامۍ هڅي یې کړي دي.

خو د پاکستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ټاکنو کې د لاسوهنې ادعاوې رد کړې دي.

بل لور ته د ټاکنو یوې څارونکې اروپايي ډلې هم ویلي، د رایې اچوونې موده له ډار او تاوتریخوالي سره مله وه. او په وینا یې د ولسواکۍ ضد قوتونو کوښښ کاوه، پر ولسواکۍ اغېز وکړي.

د ټاکنو څارونکې ډلې مشر مایکل ګالر ویلي، د رایې کاریدنې پر مهال مرکزونو کې د ننه د پوځيانو ګومارل داسې څه دي، چې څوک یې پر دلیل نه پوهېږي.

د څارونکې ډلې مشر وايي، دوی ته داسې ثابته شوي چې ټولو سیاسي ګوندونو ته د یو ډول کمپاین کولو زمینه نه وه برابره شوې. یاده ډله وايي، ملي ټلویزیون او نورو شخصي ټلویزیونونو هم د ټولو ګوندونو مشرانو ته برابر وخت نه دی ورکړی
د اروپايي څارونکو ډلې ویلي، له ټاکنو مخکې او دغه راز د ټاکنو پر مهال پر رسنیو بې ځایه بندیزونه لګول شوي وو، او د ټاکنو کمېسیون له جوازونو سره سره، هم خبریالانو ته اجازه نه ورکول کېده، چې د رایې اچوونې مرکزونو دننه حال ووايي.

د دوی په وینا د غیر جمهوري قوتونو له لوري بېلا بېلو ټلویزیوني دفترونو ته ټیلیفونونه شوي او خپلي خاصي لارښووني یې ورته وړاندي کړي وي.

یادې اروپایی ټولني ویلي، چې د رایو مرکزونو کې د اصولو خلاف امنیتي کسان فعال وو. 344 رایې مرکزونو کې د رایې ورکولو وړتیا لرونکو کسانو مخه امنیتي ځواکونو نیولې ده.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

دغو ناکامو څېرو خو منې که يا اسلام ته سم کار کړی وي يا کفر ته، حقيقت دادی چي اوس نه مسلمانان ځني خوښ دي، نه کافران. دې وو هر يوه د چوتاريو، درغليو، سياسي ټګيو او دکانداريو او سياسي، ټولنيز او اداري فساد ډېر بد پس منظر پرې ايښی دی. ښايي په دوی پسي به ځيني لنډغر، عوام کالانعام روان وي ، خو اکثريت پاکستانيان او په تېره پښتانه بد ځني وړي، ځکه چي د خير پر ځای يې شر ور رسېدلی دی او د دوی له لاسه يې ژوند ډېر تريخ او بد سوی دی.الله مودي د دوی… نور لوستل »