
ننګرهار: عامې ورغتیا ریاست ته څېرمه چاودنې شوې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۶زمري، ۱۳۹۷ل): ننګرهار کې د عامې روغتیا ریاست څېرمه چاودنې وشوې او وروسته ډزې پیل شوې دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼی وايي چې چاودنې د قابلو یو روزنیز مرکز ته څېرمه شوې او وروسته څو تنه بریدګر دې مرکز ته ننوتي دي.
هغه وايي امنیتي ځواکونه د جګړې د قابو کولو هڅه کوي او زیاتوي چې قابلې او ښوونکي يې خوندي ځایونو ته رسول شوي دي.
د عامې روغتیا چارواکي وايي چې د پېښې له ځایه مرکزي روغتون ته تر اوسه درې ټپیان ور وړل شوي دي.
د پېښې مسؤلیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی او نه يې هم بشپړ کره جزییات رسنیز شوي دي.