د افغان ترک ښوونځی، شبرغان

جوزجان: امنیتي ځواکونو افغان ترک ښوونځی محاصره کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶زمري، ۱۳۹۷ل): جوزجان کې افغان ترک ښوونځی تېره شپه د امنیتي ځواکونو له چاپې وروسته لا هم تر محاصرې لاندې دی.

د دې ښوونځي مسؤلین وايي چې امنیتي ځواکونو د ټولو قانوني اصولو خلاف تېره شپه پر دې ښوونځي چاپه ووهله چې لا يې هم محاصره لا روانه ده.

د دې ښوونځي مرستیال محمود صدیقي وايي چې امنیتي ځواکونو د زده کوونکو د والدینو له توند غبرګون سره مخ شول، خو هغوی پرې تېزې اوبه وشیندلې چې ګڼ کسان يې ټپيان کړل.

د صدیقي په وینا په ټپیانو کې یوه حامله مېرمن هم ده، چې د امنیتي ځواکونو په اوبه شیندلو سره غورځېدلې او ټپې شوې ده.

د سرچينې په وینا امنیتي ځواکونه بې له کوم رسمي مکتوبه زورونه وهي چې د دې ښوونځي څلور ښوونکي په ترکیه کې له شوې کودتا سره د تړاو په تور ونیسي.

د جوزجان والي هم د پېښې پخلی کړی او ټینګار يې کړی چې دوی به د ترکيې له حکومت سره د کړې ژمنې پر اساس ټول هغه کسان ونیسي چې ترکي حکومت پرې د کودتا د پلویتوب شک کوي.

والي لطف الله عزیزي وايي دوی هڅه کوي چې د زده کوونکو والدین هم قانع کړي، خو د والدینو شورا ټینګار کړی چې له دې ښوونکو به د سرونو په بدله هم دفاع وکړي.

د افغان ترک ښوونځيو ریاست هم په خپره کړې اعلامیه کې دا یو غیر قانوني اقدام بللی او په ټينګه يې غندلی دی.

په افغانستان کې د افغان ترک ښوونځيو وضعیت له هغه وروسته د حکومت له لوري ترینګلي حالت ته ور ټېل وهل شو، چې په ترکیه کې د ناکامي کودتا ګوته فتح الله ګولن ته ونیول شوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د