حامد کرزي هم د «لوی ملي ائتلاف» ملاتړ وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶زمري، ۱۳۹۷ل): د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کاږي چې نوموړي د پنجشنبې ورځ کې د ملي ائتلاف په نوم حرکت یو نېک ګام او د یووالي هڅه بللې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، حامد کرزی د سیاسي ګوندونو، د خلکو د شوراګانو، مدني ټولنو او ولایتي استازیو په ګډون د دې لوی ائتلاف هرکلی کوي او د رڼو ټاکنو او د خلکو تر منځ د دوی د هڅو کلک ملاتړی دی.

وړمه ورځ پلازمېنه کابل کې د جنبش او جمعیت په ګډون ځینو ګوندونو د «لوی ملي ائتلاف» د یو حرکت اعلان وکړ او پر حکومت يې نیوکې وکړي چې د ګوندونو حقونه يې تر پښو لاندې کړې دي.

د شنونکو په باور په دې ائتلاف کې را ټولې څېرې او د دوی دا ډول ائتلافونه د ولس کوم درد نه شي دوا کولی.

د دوی په باور اصلا د دغه ډول مصنوعي ګوندونو مصلحتي ایتلافونه د هیواد د روان کړکیچ د لا بحراني کیدو په خاطر د امریکایانو هغه توطیه ده چې غواړې د هغې په ترڅ کې خپلو نویو اجرتي عناصرو ته تبارُز ورکړي.

د نن ټکی اسیا سرمقاله کې هم د دې ائتلاف پر «ملي» کېدو شک ښوودل شوی او واضح کړې يې ده: «که چیري یاد ایتلاف واقعا هم لکه دوئ چې ورباندې نوم ایښی د افغانستان د ولس لوی ملي ایتلاف وای نو باید ایتلافیانو یې په خپلې پرانیستونکې غونډې کې په کندوز، ننګرهار، خوست ، لوګر او پکتیا کې د هغو په سلګونو بیوزله ولسي وګړو پوښتنه کړې وای چې په تیره یوه میاشت کې د امریکایانو لخوا په بیرحمي سره ووژل شول.»

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حمید بریا
میلمه
حمید بریا

نوی ائتلاف که د چنګښو من د چنګښو څخه ځکه من نه شې جوړیدلی چې یوه تلې ته ورواچوې نو درۍ ترینه ټوپونه وهي، دا نوی ائتلاف چې وروسته د ډیره وخته يې خپل موجودیت اعلان کړ کټ مټ همدغه د چنګښو من دی، دا ځکه پدې نوی ائتلاف کې مختلف افراد او اشخاص سره راټول شوی دي چې غړی يې مختلف کریکټرونه، مختلف خاصیتونه لري د هر یو تر شا بیا د مختلفو هیوادونو لاسونه دي چې ګټې يې مختلفې دي ځکه خو ویلای شو چې د نوموړي ائتلاف دوام په هیڅ وجه دوامداره کیدلای نه شي او هیڅ… نور لوستل »

داو د
میلمه
داو د

دا د افغانستان [ منویل نوییګا ] دی. د امریکې متحده ایالاتو ‌‌‌‌‌‌ډير موفق تربیه شوی اجنټ دی. الله دې دا مکره اجنټ ته سزا ورکړی. امین