روبین: امریکا د جګړې اړخ دی؛ بايد له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶زمري، ۱۳۹۷ل): په امریکا کې د نیویارک پوهنتون د نړیوالو همکاریو د مرکز مشر بارنت روبین وايي امریکا د جګړې یو اړخ دی او باید له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

بارنت روبین له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي، ځينې داسې مسائل شته چې افغان حکومت يې پر وړاندې بې وسه دی او طالبان يې له امریکا سره مخامخ مطرح کولی شي.

بارنت روبین

هغه د نمونې په توګه پر طالب مشرانو د بندیزونو او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل یاد کړل.

دوه ورځې امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز خبر ورکړ، چې د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز په قطر کې له طالب مشرانو سره لیدلي دي.

بارنت روبین وویل، د خپلې رسمي دندې پر مهال ده هم په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳م کال کې څو ځلې له طالبانو سره لیدلي خو کومه پایله يې نه ده ترلاسه کړې.

که څه هم افغان حکومت د ورته راپورونو پر وخت تل دا څرګندونې تکرار کړې چې روانه جګړه افغاني اړخ هم لري او باید خبرې دوی پر مخ یوسي، خو بارنت روبین وايي چې امریکا له طالبانو سره د افغانستان پر برخلیک نه غږېږي، بلکې پر هغه څه ورسره خبرې کوي چې په دوی پورې تړلي وي.

نږدې میاشت وړاندې داسې راپورونه خپاره شول، چې امریکايي لوړپوړو چارواکو خپل ډيپلوماټانو ته امر کړی چې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

تازه د نیشنل انټرسټ په نامه نشریې لیکلي چې ټرمپ له افغانستانه د خپلو پوځونو د ویستلو په هڅه کې دی، رسنۍ د نمونې په توګه د امریکايي ډيپلوماټانو او طالبانو د خبرو اترو پیل یاد کړی دی.