افغانستان

برمک: جنسي ځورونکي پولیس به «صحرايي محاکمه» کړم

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶زمري، ۱۳۹۷ل): د کورنیو چارو وزیر وايي په هوايي ډګر کې د مېرمنو جنسي ځورونکي پولیس به «صحرايي محاکمه» کړي.

ویس احمد برمک نن د هوايي ډګر لپاره د ۶۰ تنو افسرانو د معرفۍ په مراسمو کې وویل، چې پولیس باید د پلټڼې په وخت محتاط واوسي، خصوصاً د مېرمنو د پلټنې په وخت کې باید له جنسي ځورونې لاس واخلي.

د کورنیو چارو وزیر ومنله چې الکولي مشروبات هم د امنیتي مسؤلینو په مرسته انتقالېږي.

هغه ژمنه وکړه چې دا امنیتي مسؤلین به پیدا کوي په وینا يې پخپل سره به يې خصوصاً هغه پخپله محاکمه کوي.

د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې د پولیسو له لوري د جنسي ځورونې پر مخنیوي ټينګار کوي چې پر هوايي ډګر سربېره نورو ادارو کې هم مېرمنو له ورته کړنو سر ټکولی دی.

څو میاشتې وړاندې سیګار پخپل راپور کې دا هم ويلي و، چې د وژل شویو عسکرو له مېرمنو د هغوی د خاوندانو د امتیاز اخیستنې پر وخت د جنسي اړیکو غوښتنې شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بریالی "سعیدی"

دا تول دروغ دی نوم بدی ده که خوک اسنادلری زه ورسره مرستی حاضریم دا دی دشمن توتیعه دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x