پر شهزاد محمدي یو وار بیا بندیز ولګېد

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې تکړه توپوهونکی او ویکټ کیپر محمد شهزاد محمدي یو ځل بیا له یوې پنځوس اوریزې سیالۍ بندیز سره مخ شو.

د افغانستان کرېکټ بورډ پخپل ویبپاڼه ویلي چې محمد شهزاد د چال چلند قانون د اصولو د ماتولو له امله په یوې نړیوالې ۵۰ اوریزې لوبه کې ګډون نه شي کولی او دغه راز به نوموړی د یوې شل اوریزې لوبې د فیس ۵۰ سلنه جریمه هم ورکوي.

محمد شهزاد د غازي امان الله خان جام سیالیو کې د سپین غر او بست لوبډلو ترمنځ د لوبې په پای کې د ژوندۍ ټلویزیوني خپرونې پر مهال، لوبڅارونکو ته یو ډول سپکاوی کړی و، شهزاد په دغو مراسمو کې د خبرو کولو پر مهال د ډګر پر لوبڅارونکو نیوکه کړې وه او هغوی يې د لوبې نه ګټلو له امله یو ډول ملامت او پړه بللي وو.

نوموړي د جمعې په ورځ د بست لوبډلې پر وړاندې پایلوبه کې د پنځه ویکټو په توپیر ماتې وخوړه، چې سیال لوبډله بست د غازي امان الله خان سیالیو اتله شوه.

د یادونې وړه ده چې د دغې پرېکړې پر بنسټ، شهزاد محمدي به د ایرلنډ پر وړاندې په لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه کې چې د روان کال د اګست په ۲۷ مه ترسره کېږي، ګډون ونشي کړلی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د