د ایتلافونو په طوفان کې لاهو ولس

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د پنجشنبې په ورځ په کابل ښار کې د ۳۵ ګوندونو اوسیاسي جریانونو یو نوی ایتلاف اعلان شو.

د یاد ایتلاف بنسټ د جنرال دوستم ، محقق او عطاء نور لخوا په ترکیه کې د دوستم د تبعید په مهال ښودل شوی خو د تأسیس عملي چارې یې کابل ته تر راستنیدو وروسته تر سره شوې.

په یاد ایتلاف کې د دوستم ، عطاء نور ، احمد ضیاء او محقق په شمول ټول هغه څیرې را یوځای شوې کومې چې د ملي یووالي حکومت له بطنه استفراق کړل شوې او یا ورڅخه ناراضه دي.

د دې ایتلاف د جوړیدو غرض او لامل د یاد ایتلاف یوه غړي محمد محقق په خپلې پرانستونکې وینا کې داسې واضح کړ:

که حکومت زمونږ حق( امتیاز) په سوله ییز ډول را نکړ ممکن د هیواد وضعیت نورهم د بحران لورته بوتلل شي.

یعنی خبره په اساس کې د شخصي باج اخیستنې او شخصي امتیازاتو ده نه د ملي مصالحو او ولسي غوښتنو.

که چیري یاد ایتلاف واقعا هم لکه دوئ چې ورباندې نوم ایښی د افغانستان د ولس لوی ملي ایتلاف وای نو باید ایتلافیانو یې په خپلې پرانیستونکې غونډې کې په کندوز، ننګرهار، خوست ، لوګر او پکتیا کې د هغو په سلګونو بیوزله ولسي وګړو پوښتنه کړې وای چې په تیره یوه میاشت کې د امریکایانو لخوا په بیرحمي سره ووژل شول.

اصلا د دغه ډول مصنوعي ګوندونو مصلحتي ایتلافونه د هیواد د روان کړکیچ د لا بحراني کیدو په خاطر د امریکایانو هغه توطیه ده چې غواړې د هغې په ترڅ کې خپلو نویو اجرتي عناصرو ته تبارُز ورکړي.

ځکه د دغو ایتلافونو معلوم الحاله څیرې ولس ښې پیژني چې په تیرو تقریبا ۴ لسیزو کې همدوي د مشکل اساسي لامل پاتي شوي، د وخت او شرائطو په بدلیدو سره یې خپل فکر، تګلاره او تعهد بدل کړی او له هر نظام سره یې د خپلو شخصي منافعو په خاطر سازش کړی دی.

اوس چې مو هیواد عملا د امریکایانو تر یرغل لاندې دی د یرغلګرو لخوا تمویلیدونکي اجرتي غیر ملي ګوندونه او د هغوي ټول کړه وړه له دې پرته چې د اشغال په ګټه تمام شي د هیواد او ولس لپاره د هیڅ خیر او ګټې توقع تري نه شي کیدای.

تبصرې (2)

  • افغان ولسه وښيار شه او دخپل ولس او هېواد دښمنان و پېژنه. دا په چوکی، قدرت چرمښان مه پرېږدی چې ستاسو په سرنوشت لوبې وکړی. الله دې دوی نیست او نابود کړی. امین

  • داود جان خبره بلکل د تاید وړده دا هغه څیرې دی چې 50 کاله کیژی چې تل یې افغان ملت د اور لمبو ته ورټیل وهلﺉ د قوم پرستۍ تر نامې لاندې تاجک،اوزبک،هزاره،پښتون، جنګوولی دی نو اوس افغان ملت ته پکار ده چې قوم پرستی پریژدﺉ او دین پرستي وکړﺉ موژ په tecnalogy کې تر ټولې نړﺉ وروسته پاته خلک یو که غواړﺉ ځان او دا ملت د دنیا سیال کړۍ د دین رسۍ مضبوطه ونیسۍ چې هم مو دنیا روغه شی او هم مو اخرت سم شی نو واحد علاج یې داده افغانانو وروڼو دا ملی ایتلاف ندﺉ دا ملی خاﺉنان دی که چیرته دا خلک مو ونه پیژندل کیداﺉ شی ملت بیرته هغه زاړه بحرانی حال ته ورستون شی دا ځکه چې په دې ټول هیوادوال د اوله په خبریاست چې دا خلک د دې سیمې پړوسی هیوادو استخباراتی کړۍ دی ځنې د ایران جاسوسان دی او ځنې د تاجکستان جاسوسان دی او ځنې د اوزبکیستان جاسوسان دی او ځنې ترکیه پاکیستان جاسوساندی الله دې وکړی چې موژ هم د ستر ملا رهبر عمر اخوندزاده په لاره لاړ شو الله پاک دې قبر ورته نور وګرځوی په اخیره کې الله پاک د اسلامی او شرعی حکومت راولی چې نور نو ټول هیوادوال د شر او فساد نه خلاص شو الله دې ټول افغانانو اتحاد اتفاق یو کړی چې دې ظالمانو د ظلم نه خلاص شو