fbpx

بنګلدیش د یو ورځنیو سیالیو سیریز کې ویسټ انډیز مات کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ زمری، ۱۳۹۷ل): د بنګلدیش او ویسټ انډیز ترمنځ په درېیمه یو ورځنۍ سیالۍ کې بنګلدیش لوبډلې ویسټ انډیز لوبډلې ته د اتلس منډو په توپير ماتې ورکړه او د درې یو ورځنیو سیالیو سیریز یې په دوه – یو وګاټه.

له دې وړاندې په لومړۍ سیالۍ کې بنګلدیش ویسټ انډیز ته او په دویمه سیالۍ کې ویسټ انډیز بنګلدیش ته له سختې لوبې وروسته ماتې ورکړې وه چې په درېیمه او پریکړه کوونکې سیالۍ کې بنګلدیش وتوانېد ویسټ انډیز مات کړي او سیریز وګټي.

په دغه لوبه کې پچه بنګلدیش لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه، دوی د تمیم اقبال په زړه پورې سلیزې سره او د محمد الله په وروستي اورونو کې د پام وړ لوبې وتوانول ویسټ انډیز ته د ۳۰۲ منډو هدف وټاکي.

ددوی لخوا تمیم اقبال د ۲ شپږیزو او ۷ څلوریزو په مرسته په ۱۲۴ توپونو ۱۰۳ منډې جوړې کړې، شکیب الحسن ۳۷ او محمد الله د ۳ شپږیزو او ۵ څلوریزو په مرسته په ۴۹ توپونو ۶۷ چټکې ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د ویسټ انډیز لوبډلې ښه پېل وکړ، چې کریس ګېل د ۵ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مرسته په ۶۶ توپونو ۷۳ منډې جوړې کړې، په همدې ډول شای هوپ ۶۴ او رومن پاول ۷۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې خو ونه توانېډل ۵۰ اورونو کې ټاکلی هدف پوره کړي، او د ۱۸ منډو په توپير یې لوبه وبایلله.

تمیم اقبال په غوره توپوهنه د لوبې او د سیریز غوره لوبغاړی وبلل شو، چې په دې سیریز ګټلو سره بنګلدیش لوبډلې ۹ کاله وروسته د هېواد نه بهر د یو ورځنیو سیالیو سیریز وګاټه.

د یادونې وړ ده چې د بنګلدیش او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ په دوه ټیسټ سیالیو کې ویسټ انډیز بنګلدیش ته په ۲-۰ ماتې ورکړې وه، چې بنګلدیش په یو ورځینو سیالیو کې خپل غچ واخیست، اوس به دواړه لوبډلې د درې شل اوریزو سیالیو سیریز ترسره کوي چې د اګست په لومړۍ نېټه پېل کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د