fbpx
د عامي روغتیا وزیر؛ فیروزالدین فیروز

فیروز: د روغتيايي مرکزونو ساتنه د جګړې د ښکېلو غاړو مسؤلیت دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷زمري، ۱۳۹۷ل): په ننګرهار کې پر یو روغتيايي مرکز له برید وروسته د عامې روغتیا وزیر وویل، د روغتيايي مرکزونو ساتنه باید له هر ډول تېري خوندي وي.

فیروز الدین فیروز وویل د روغتيايي مرکزونو ساتنه د حکومت او د حکومت د وسله والو مخالفینو دواړو مسؤلیت دی.

هغه وویل په پروني برید کې درې مېرمنې، دوه د مرکز ساتونکي ووژل شول او څو تنه نور ټپیان شول.

د عامې روغتیا وزیر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د طالبانو تر ساحې لاندې ډېری روغتيايي مرکزونه بیا د جګړې بل اړخ سلامت نه دي پرېيښي.

د کورنیو ځواکونو په ملتیا بهرنیانو څو ځلې په هوايي بریدونو کې په میدان وردګ، پکتیکا، غزني، هلمند او کندوز کې روغتيايي مرکزونه په نښه کړي دي.

عام ولس د جګړې له دواړو خواوو د عام المنفعه ځايونو د خوندیتوب غوښتنه کوي، چې باید د ګرمې جګړې پر وخت هم ورته پام وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د