fbpx

د مرمر ډبرو په برخه کې پانګه اچوونکي له هېواده په وتلو دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷زمري، ۱۳۹۷ل): د مرمرو ډبرو په برخه کې پانګه اچوونکي په هېواد کې له روان وضعیته ناخوښ دي او ځينو يې له هېواده وتلو ته زړه کړی دی.

د مرمر ډبرو د صنعت اتحادیه وايي په دې برخه کې ځينې پانګه اچوونکي دوه کاله وړاندې له پاکستانه راتګ ته زړه وکړ، خو اوس يې بېرته يې نیت کړی چې پاکستان ته لاړ شي.

طلوع نیوز د دې سرچینې په حواله وايي چې پر دې سربېره درې پانګه اچوونکو له ازبکستانه خپل کاروبار را نقل کړی و، چې د بېرته لېږد هوډ يې لري.

سرچینه د معادن وزارت د ویاند له خولې وايي دوی حاضر دي چې ستونزې يې واوري او په هوارولو کې يې هڅه وکړي.

تر دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شول، چې په هېواد کې د پانګونې لپاره شرایط ترېنګلي شوي او پانګه اچوونکي د نور کار د دوام حوصله نه لري.

د سیګار له لوري په خپاره شوي راپور کې دا هم راغلي و، چې د فساد او نا امنۍ له امله افغانستان د نړۍ په سطحه د پانګونې لپاره دویم بد هېواد دی.

د دې سرچینې په وینا له همدې امله په سوداګریزه برخه کې افغانستان له ۴۷م ځای څخه ۱۰۷م ځای ته ښکته شوی دی.

په ورته وخت کې نږدې اوونۍ وړاندې د کورنيو چارو وزارت مخې ته هم د ساختماني شرکتونو مسؤلینو خېمه ووهله او دغه وزارت يې د اوه میلیارده افغانیو قرض د نه ورکړې له امله ملامت یاد کړ.

دوی ګواښ وکړ چې که يې پر وزارت قرض پیسې ور نه کړل شي، خپل کارونه به په ټپه ودروي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د