fbpx

درېیمه ورځ د ولسمشریزو ټاکنو نېټه اعلانېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷زمري، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي په دریو ورځو کې به د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نېټه اعلان کړي.

د دې کمیسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حقپرست وايي کمیسیون له پوره بررسي وروسته نیت لري چې راتلونکې چهارشنبه د ولسمشریزو ټاکنو نېټه اعلان کړي.

ولسمشریزې ټاکنې چې څه باندې لس میاشتې وخت ورته پاتې دي، وروسته له هغه د خبرونو سرټکو ته را ووتې چې اجراییه ریاست يې د دقیقې نېټې د اعلان غوښتنه وکړه.

څو ورځې وړاندې اجراییه رییس عبدالله عبدالله ټينګار وکړ چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نېټه باید اعلان او خلکو ته د شفافو ټاکنو ډاډ ورکړل شي.

دا په داسې حال کې دی چې د را روانو پارلماني ټاکنو اړوند هم خوشبیني په نشت حساب ده.

تېره ورځ د رڼو او عادلانه ټاکنو بنسټ هم وویل، چې د ټاکنو کمیسیون اوسني وضعیت ته په کتو د شفافو ټاکنو ترسره کېدل امکان نه لري.

د دې بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده پرون په کابل کې خبري ناستې ته د خپلې اندېښنې دلایل دا په ګوته کړل، چې ټاکنیز کمیسیون بشپړ چمتوالی نه لري.

هغه وویل پر دې سربېره روان امنیتي وضعیت هم د دې علت شوی چې د ټاکنو پر شفافیت دې باورونه لا کمزوري کړي.

یاده دې وي تېرو ولسمشریزو ټاکنو چې پایلې يې د حکومت تر جوړېدو پورې اعلان نه شوي، ولسي باور له صفر سره ضرب کړ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د