بدو چارو ته د چا لخوا او څنګه بدلون ورکول کيږي؟

عبدالمنان څارن

بدو چارو(منکراتو) ته د بدلون ورکولو په اړه د قرآن کريم لارښووني:

په قرآن کريم کي بدو کارونو ته د تغير ورکولو په هکله آيتونه خورا ډېر دي، خو موږ يې دوه آيتونه دلته راوړو:

۱. لوی څښتن سبحانه د ابراهيم علیه السلام په کيسه کي د هغه له خوا د بتانو د ماتولو په هکله فرمايي:

﴿وَتَاللَّهِ لَأَكِيدَنَّ أَصْنَامَكُمْ بَعْدَ أَنْ تُوَلُّوا مُدْبِرِينَ (57) فَجَعَلَهُمْ جُذَاذًا إِلَّا كَبِيرًا لَهُمْ لَعَلَّهُمْ إِلَيْهِ يَرْجِعُونَ (58)﴾ [الانبياء:۵۷ – ۵۸].

ژباړه: او ( ابراهيم د ځان سره داسي کرار چي د ده قوم يې وانه وري وويل: ) په خدای قسم چي کله تاسي (د اختر مراسمو ته) ولاړ سئ او دې بتانو ته مو شا سي، زه به هرومرو ستاسي د بتانو سره يو(داسي) چل (کار) وکړم (چي ستاسي نه خوښيږي). بيا (کله چي د هغو د اختر ورځ سوه او خلک د هغې ورځي د ځانګړو مراسمو د تر سره کولو لپاره د ښار د باندي ووتل) ابراهيم د هغو ټول بتان مات او ټوټه ټوټه کړل، خو د هغو غټ بت يې پرېښود، چي ښايي هغه ته ورسي او پوښتنه ځني وکړي چي دا بتان چا مات کړي دي.

۲. لوی څښتن ګيلګي ته د بني اسرائيلو د عبادت په کيسه کي وايي چي موسی عليه السلام د دغه ګيلګی جوړوونکي سامري ته داسي وويل:

﴿قَالَ فَاذْهَبْ فَإِنَّ لَكَ فِي الْحَيَاةِ أَنْ تَقُولَ لَا مِسَاسَ وَإِنَّ لَكَ مَوْعِدًا لَنْ تُخْلَفَهُ وَانْظُرْ إِلَى إِلَهِكَ الَّذِي ظَلْتَ عَلَيْهِ عَاكِفًا لَنُحَرِّقَنَّهُ ثُمَّ لَنَنْسِفَنَّهُ فِي الْيَمِّ نَسْفًا (97)﴾[طه:۹۷]

ژباړه: موسی (عليه السلام) سامري ته وويل : ” ښه، ته (زموږ له منځه) ولاړ سه، ته به تر څو ژوندی يې (خلکو ته) دا نارې وهې چي ماته لاس مه راوړئ – ماته لاس مه راوړئ. (یعني: مه رانژدې کېږئ او له خلکو څخه به ليري اوسې). او (پردې سربېره) ستا د عذاب لپاره (د قیامت په ورځ) د يوې وعدې وخت ټاکلی دی (چي په هغه کي به ستا سره حساب وسي او سزا به درکړه سي) چي ستا سره به (د الله له خوا) له دغي وعدې څخه هيڅ خلاف ونه سي. او اوس ته خپل هغه معبود (ګيلګي) ته وګوره چي (تا خپل خدای کړی وو او) له الله پرته دي د هغه عبادت کاوه. موږ به هغه وسوځوو، څو ويلي سي، بيا به يې سمندر ته وغورځوو، چي هيڅ اثر يې پاته نه سي“.

بدو چاروته د بدلون ورکولو په اړه د رسول الله صلی الله عليه وسلم لارښووني:

۱. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:

«وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَيُوشِكَنَّ أَنْ يَنْزِلَ فِيكُمُ ابْنُ مَرْيَمَ حَكَمًا مُقْسِطًا، فَيَكْسِرُ الصَّلِيبَ، وَيَقْتُلُ الْخِنْزِيرَ، وَيَضَعُ الْجِزْيَةَ، وَيَفِيضُ الْمَالُ حَتَّى لَا يَقْبَلَهُ أَحَدٌ»(بخاري، کتاب البيوع، باب قتل الخنزير، 2222 شمېره حديث او مسلم، کتاب الايمان، باب نزول عيسى ابن مريم حاكما بشريعة نبينا محمد صلى الله عليه وسلم، ۲۸۱ / ۱۵۵ شمېره حديث ).

ژباړه: په هغه لوی څښتن مي دي قسم وي چي زما ځان يې په واک او قدرت کي دي چي نژدې ده د مريمي زوی (عيسی عليه السلام له آسمانه) ستاسي په منځ کي د يوه عادل واکمن په توګه راکښته ته سي (او په اسلامي شريعت به کړنه کوي)، نو صليب ماتوي، خوک وژني، جزيه له منځه وړي (له خلکو څخه به له اسلام پرته بل څه نه مني) او شته به دومره ډېر سي چي هيڅوک به خيرات نه اخلي.

۲. عَنْ أَبِي الْهَيَّاجِ الْأَسَدِيِّ قَالَ: قَالَ لِي عَلِيٌّ: أَلا أَبْعَثُكَ عَلَى مَا بَعَثَنِي عَلَيْهِ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ؟ « أَلَا تَدَعَ تِمْثَالًا إِلا طَمَسْتَهُ، وَلا قَبْرًا مُشْرِفًا إِلا سَوَّيْتَهُ»  (مسلم، کتاب الجنائز، باب الأمر بتسوية القبر، ۲۱۳۲ / ۹۶۹ شمېره حديث ).

ژباړه: حيان بن حصين أَبُو الهياج الأسدي الكوفي وويل: ماته علي رضي الله عنه وويل: پوه سه چي زه تا د هغه کار لپاره لېږم چي زه رسول الله صلی الله علیه وسلم هم ور لېږلی وم؟ او هغه کار دادی چي هيڅ عکس (تصوير) بې له له منځه وړلو مه پرېږده او له ځمکي څخه (په ګچو او نورو مسالو سره)هيڅ لوړ(جوړ سوی او ودان سوی) قبر بې له برابرولو مه پرېږده.

۳. دغه راز رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: «مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ، فَبِلِسَانِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ، فَبِقَلْبِهِ، وَذَلِكَ أَضْعَفُ الْإِيمَانِ» (مسلم،كتاب الإيمان، باب بيان كون النهي عن المنكر من الإيمان، وأن الإيمان يزيد وينقص، وأن الأمر بالمعروف والنهي عن المنكر واجبان، 78 – (49) مخ).

د حديث ژباړه: له تاسي څخه (ټولو مسلمانانو ته عام خطاب دی، په تېره هغو ته خطاب دی چي حکام وي او د بدلون وس لري) چي څوک بده چاره (هغه چي شرعاً او عقلاً بد ګڼل سوی وي؛ کار وي، خبره وي  که اعتقاد وي) وويني (په سترکو يې وويني او که يې علم په ورسيږي)، نو په لاس دي بدلون ورکړي. که دا نه سي کولای په ژبه دي بدلون ورکړي. که دا هم نه سي کولای په ژړه کي دي بد ځني يو سي او دا ډېر ضعيف ايمان دی.

ښه ، پر دغه حديث به څه رڼا واچوو:

امام نووي رحمه الله ويلي دي چي دا حديث د اسلام له لويو قواعدو څخه دی.

قاضي عياض رحمه الله ويلي دي چي دا حديث د منکراتو د بدلون په اړه اصل باله سي.

په لاس سره د ناوړو چارو بدلون او له منځه وړل پر هر هغه چا واجب دی چي د بدلولو وس او واک يې لري. ځکه نو که خلک ناوړي چاري تر سره کوي  پر واکمنو لازمه ده چي د مټه په زور تغير ورته ورکړي. په ژبه د منکراتو بدلول د هغو کسانو دنده ده چي زور او ځواک نه لري، په دې کسانو کي زياتره علمای کرام راځي.

البته که څوک د دغه واجب په تر سره کولو کي ناغېړي او بې پروايي کوي نو امانت به يې ضايع کړی وي او ګنهکار به وي. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:

«مَا مِنْ عَبْدٍ اسْتَرْعَاهُ اللَّهُ رَعِيَّةً، فَلَمْ يَحُطْهَا بِنَصِيحَةٍ، إِلا لَمْ يَجِدْ رَائِحَةَ الْجَنَّةِ» (بخاري، کتاب الاحکام، باب من استرعى رعية فلم ينصح، ۷۱۵۰ شمېره حديث او مسلم، کتاب الايمان، باب استحقاق الوالي الغاش لرعيته النار، ۲۶۲ / ۱۴۲ شمېره حديث ).

ژباړه: کوم بنده چي لوی څښتن يې څه کسان رعيت کوي (د خلکو د چارو واګي ور سپاري) او د هغو په هکله خيرخواهي نه کوي (چي چارو ته يې سمون ورکړي) د جنت بوی به ونه مومي.

البته که څوک د ناوړو له منع کولو او بدلون ورکولو څخه په کړنه او وينا پاته راسي، نو په زړه دي بد ځني وړي او دا د منکر د انکار درېيمه مرتبه ده. که ټول امت دغه واجب پرېږدي لويي ستونزي به په ټولنه کي رامنځ ته سي. منکرات به هره خوا عام او خپاره سي، وراني او فسادونه به رامنځ ته سي او په دې صورت کي به ټول د الهي عذاب، غضب او قهر له ګواښ سره مخامخ سي.

که د تېرو پوپنا سوو ولسونو احوالو ته لږ ځير سو، د هغو بقا او نه هلاکېده د دغه امانت په تر سره کولو کي وه، خو چي هغو دغه دنده او امانت تر سره نه کړ، لوی څښتن په ډول ډول عذابونو پوپنا کړل. په قرآن کريم کي د دغو امتونو ځيني کيسي راغلي دي، موږ به د مثال په توګه د بني اسرائيلو په هکله د قرآن کريم دا آيت تلاوت کړو:

﴿ لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَى لِسَانِ دَاوُودَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ذَلِكَ بِمَا عَصَوْا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ (78) كَانُوا لَا يَتَنَاهَوْنَ عَنْ مُنْكَرٍ فَعَلُوهُ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَفْعَلُونَ (79) تَرَى كَثِيرًا مِنْهُمْ يَتَوَلَّوْنَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ أَنْفُسُهُمْ أَنْ سَخِطَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَفِي الْعَذَابِ هُمْ خَالِدُونَ (80) ﴾[ المائدة : 78 – 79].

ژباړه: (لوى څښتن خبر ورکوي چي 🙂 د بني اسرائيلو کوم خلک چي کافران سول، پر هغو باندي د داود او د مريمي د زوى عيسى په خوله (په زبور کي چي پر داود عليه السلام نازل سوى وو او په انجيل کي چي پر عيسى عليه السلام نازل سوى وو) لعنت وويل سو(د لوی څښتن له لوريني [رحمت] څخه وشړل سول). دا لعنت له دې امله وو چي دوى (پرله پسې د لوى څښتن له فرمانه) سرغړونه کول او (په ظلم، تباهي او نافرماني کي) له حده تېرېدل.(د لوى څښتن پر حرماتو يې تېرى کاوه).

دوى چي کومه بدي ترسره کوله، (په ښکاره به يې کول او په خوشاله به وه او) له هغې څخه يې يو بل نه منع کول. حقيقت دادى چي د دوى دغه کړندود ډېر بد وو. (ځکه چي يوې ډلي به منکرات ترسره کول او بلي ډلي به خوله پټه نيولې وه. په دې توګه ټول مجرمان سول او د خداى له رحمت څخه د ليري کېدو وړ وګرځېدل).

ته به (اى پيغمبره) له دوى څخه زياتره داسي خلک وينې چي (د مسلمانانو په وړاندي) د (بت پالونکو) کافرانو سره دوستي (ملاتړ او ملګرتيا) کوي. هغو چي (په دې کړنه سره) څه په خپل هکله ترخپلو ځانونو وړاندي (آخرت ته) لېږلي دي، ډېر بد دي ! چي له هغو څخه د الله د ناخوښۍ (او پر هغو باندي د الله د غضب) لامل سوي دي. او هغوى به تل (د دوږخ) په عذاب کي اوسي.

په پای کي به (بدو چارو ته د چا لخوا او څنګه بدلون ورکول کيږي؟ ) پوښتني ته په جواب کي به لومړی د شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله د مجموع الفتاوی د ۲۸ ټوک له ۱۰۷ مخ څخه د هغه رايه راوژباړو او بيا به د عبد المحسن بن حمد العباد د شرح الأربعين النووية خبري راوخلو:

د ابن تيميه رایه داده چي منکرات د مجازاتو(عقوبت) وړ باله سي او دغه مجازات په امام (واکمن) پوري ځانګړي دي او هر څوک دا مجازات چاته نه سي ورکولای. له واکمنو پرته نور خلک کولای سي چي دغو منکراتو ته په ژبه په نصيحت کولو او د معروف په تبليغولو سره بدلون ورکړي او يا په دې سره د وس نه لرلو په صورت کي په زړه له هغو څخه بد يوسي.

هغه رحمه الله فرمايي: په ښو امر او له بدو منع له شرعي سزاوو پرته نه سي ترسره کېدلای. ځکه په واکمن چي د منکراتو مخه نيول کيږي په قرآن نه نيول کيږي. (۱) او د حدودو برپايه کېده د چارو پر اولياوو باندي واجب دي او دا د واجباتو پر نه تر سره کولو او د محرماتو او ناوړو چارو پر تر سره کولو باندي په سزاورکولو سره تحقق مومي.

د ابن تيميه په نزد منکرات ډوه ډوله دي:

لومړی ډول: هغه منکرات دي چي د ټاکلي سزا وړ دي، لکه افتراء (د درواغو تومت) چي سزا يې د مجرم اتيا درې وهل دي. يا لکه غلا چي سزا يې د غله لاس پرې کول دي او نوري.

دوهم ډول: هغه منکرات دي چي د سزا کچه يې نه ده ټاکلې (د سزا کچه يې تعزير دی).

او تعزير څو ډوله دی:

يو دا چي په خبرو سره په ترټنه او زجر وي.

بل دا چي په بند (حبس) وي.

یل دا چي له وطن څخه په تبعيد وي.

او بل دا چي په وهلو وي. لکه د هغه چا وهل چي وس ولري، خو د پوروړي پور نه ورکوي يا غصب سوی شی بيرته د هغه خاوند ته نه ورکوي او يا امانت د هغه اهل ته نه سپاري، نو په پلاوو پلاوو دي ووهل سي چي واجب تر سره کړي.

دا خو د شيخ الاسلام ابن تيميه خبري سوې د العباد په شرح الأربعين النووية کي هم وايي:

الله ته دعوت په دوولارو تر سره کيږي: په نرمه او سمه طريقه او په زور او قسوت سره.

نرمه طريقه داده چي د الله لور ته په حکمت او موعظه حسنه او د دلايلو په ښه او غوره اسلوب واضح کولو سره بلنه (دعوت) وسي. که دا طريقه پايله ورکړي، خو ښه ، که نه بيا نو بايد په توره له زور او قسوت څخه ګټه واخيستل سي. څو يوازي د لوی څښتن سبحانه عبادت وسي، حدود يې قايم سي، اوامر يې پلي سي او له منع کړی سوو چارو (نواهیو) څخه يې ډډه وسي. دې خبرو ته د لوی څښتن په کلام کي داسي اشاره سوې ده:

﴿ لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنْزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنْزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ (25) ﴾[الحدید : ۲۵].

ژباړه :  موږ خپل پيغمبران د رڼو دلايلو او معجزو سره (خلکو ته) واستول او د هغو سره مو (آسماني) کتابونه او (د حق او عدالت د پېژندني قوانين او ) موازين (تلي، ترازو) نازل کړل، څو خلک په عدل سره کړنه وکړي او اوسپنه مو نازله (خلق او رامنځ ته) کړه چي په هغې کي (ستاسي لپاره، ستاسي د ځانونو د دفاع په چاره کي او ستاسي د دښمنانو د تاديب په کار کي) زيات قوت او شدت دی (لکه چي ډول ډول وسلې ځني جوړيږي) او په هغې کي خلکو ته (د هغو په ډول ډول صنايعو او حرفو کي) ډيري ګټي دي. پای.

(۱) ”په واکمن چي د منکراتو مخه نيول کيږي په قرآن نه نيول کيږي“. دا له حضرت عثمان رضي الله عنه څخه نقل سوی معروف اثر دی او محدثينو ثابت ګڼلی دی. د دې معنا داده: خلک د واکمن په زور د قرآن تر منع کېدو زيات منع کيږي؛ ځکه ځيني خلک ضعيف الايمانه او شرير وي او له خدايه نه وېرېږي، د قرآن کريم ممانعتونه او زواجر اغېز نه پر کوي او په هغو د پوهېدو سره سره بدو چارو ته په بې پروايي سره لاس اچوي، خو کله چي دغسي مجرمين پوه سي چي پر دې ناوړو چارو اړوند چارواکي سزا راکوي، نو د سزا له وېري له دې چارو ډډه کوي. ځکه نو ځينو علمای کرامو داهم ويلي دي: ”څوک چي کتابونه پر لار نه کړي، هغه پوځونه پرلار کوي“.

avatar
1 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
پښتون
میلمه
پښتون

ښه مضمون دی لیکلی ده، خو د اخر ایات په معنی کۍ زیادت کړی ده. او دغه برخه معنی (او ستاسي د دښمنانو د تاديب په کار کي) بیخی زیات والی کړی ده.

عبدالمالک همت
میلمه

محترم ورور پښتون صاحب ! دا زياتوالی زما نه دی. زه له نورو تفسيرونو څخه په ګټه اخيستنه د قران کريم د هر آيت داسي ژباړه کوم چي هم روانه وي، هم څرګنده او تفسيري، نو هغه تفسيري نکتې يې د قوسينو په منځ کي راوړم. دغه (او ستاسي د دښمنانو د تاديب په کار کي) تفسيري نکته مي هم د محمد سيد طنطاوي له (التفسير الوسيط) څخه را اخيستې ده. هغه د دغه آيت د تفسیر په ترڅ کي داسي ليکلي دي:” والمراد بالبأس الشديد: القوة الشديدة التي تؤدى إلى القتل وإلحاق الضرر بمن توجه إليه، أى: لقد أرسلنا… نور لوستل »

محمد
میلمه
محمد

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ! وبعد: ډیر ښه بیان دی الله جل شانه دی اجر عظیم درکړئ – ماته په دغه کې سوال پیدا دی چې لیکنه د عبدالمنان څارن صاحب ده او د پښتون جواب عبد المالک همت صاحب لیکلی دي