ایرانی ولس هم دحکومت ضد مظاهرو لاس پوری کړ

iranله ایران څځه په رارسیدلی راپورونوکی ویل کیږی چی تیره ورځ ګڼ شمیرمظاهره کونکو

دایران پایتخت تهران ښار ولارو اوکوڅوته راوتلی اودحکومت ضد شعارونه یی ورکول

له بله پلوه دامریکا دباندنیو چارو وزیری هیلری کلنټن په ایران کی له مظاهره چیانو سره

ټینګه خواخوږی ښودله ده، نوموړی زیاته کړه چی دایران ولس هم لکه دمصر ولس حق لری چی

لارو اوکوڅوته راووزی اودامن په فضا کی دخپلورایو اظهار وکړی.

دایران نیمه دولتی فارس نیوزایجنسی دمظاهره چیانو اوپولیسو ترمنځ داخ اوډب رامنځ ته کیدو خبرورکړیدی چی تراوسه پوری دنښتو په نتیجه کی یوکس وژل شوی اوپه لسګونو نورټپیان شوی دی، له سیمه څخه دبی بی سی خبریال وایی چی پولیسو پرمظاهره چیانو باندی اوښکی بهونکی ګاز استعمال کړ اوپرموټرسايکل سورو خلګو لاریون کونکی په لرګیو وهل.
روغتونو ته راوستل شوی ټپیان چی اکثره یی په ډنډو وهل شوی ول خوځینی نوربیا په مرمیو لګیدلی ول, په ایران کی دلویی مخالفی ډلی مشر میرحسین موسوی په خپل کورکی نظربنده شوی دی, اودنوموړی وکورته تللی ټولی لاری دپولیسو لخوا بندی شوی، اوهیچاته اجازه نه ورکوی چی دحسین موسوی کورخواته لاړشی.
دایران دمخالفی ډلی مشروایی چی حکومت هڅه کوی ترڅو زما مخی ونیسی چی په مظاهروکی برخه وانه خلم.
دایران دمخالفی ډلی لخوا په خبرونو کی ویل شوی چی له تیرو شپږو میاشتو راهسی زمونږ۸۰ اتیا ملګری وژل شوی، لسګونی نور په اعدام محکوم شوی اوبی شماره نور لاتراوسه پوری بندیان دی, دامریکا دخارجه چارو وزیری هیلری کلنټن خبراداری ورکړی چه مونږ به له ایرانی ولس سره هغه رنګه خواخوږی اوهمدردی وښیو لکه څرنګه چی مو له مصری ولس سره ښولی وه،
چیری چی مصری ولس وکولای شول چی په پرامنه توګه دمصر ۲۹کلنی ټولواکی راچپه کړی اوپرځای یی یو جمهوری سیسټم ته لارخلاصه کړی.
که څه هم ایرانی چارواکو په مصرکی دولسی پاڅون ستاینه کړی وه، خو په ایران کی بیا د دا رنګه پاڅونونو اومظاهرو سخت مخالفت کوی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.