fbpx
عمران خان، د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر

ډاکټر غني عمران خان ته د بریا مبارکي او د راتګ بلنه ورکړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷زمري، ۱۳۹۷ل): ډاکټر غني پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په پاکستان کې يې عمران خان ته د بریا مبارکي ويلي.

هغه لیکلي «ما د تحریک انصاف له مشر عمران خان سره خبرې کړې، په ټاکنو کې مې د بریا مبارکي ورته وویله، دواړو توافق سره وکړ چې پر تېر غلبه پیدا کړو او د افغانستان او پاکستان لپاره په اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي برخه کې نوې راتلونکې ولرو.»

هغه په یو بل ټویټ کې له عمران خانه غوښتي چې کابل ته راشي.

د تحریک انصاف ګوند مشر او پخوانی کرکیټر عمران خان د جولای میاشتې د ۲۵مې پارلماني ټاکنو کې د ۱۱۵ چوکیو په ګټلو سره بریالی شوی دی.

د دې ټاکنیزې پروسې د پاکستان ګڼ لوی ګوندونه بې باوره دي او له فساده ډکې يې بولي.

د عمران خان ګوند چې له پاکستاني پوځ سره نږدې اړیکي لري، د شنونکو په باور په راتلو سره يې د افغان حکومت لپاره د خوشباورۍ څرک نه لیدل کېږي او ښايي عمران خان په بهرني سیاست کې هغه تګلاره غوره نه کړي چې افغان حکومت يې هیله لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د